د کوپرې حیرانوونکې ګټې

کوپره هغه مېوه ده چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګڼ مینوال لري، خو په افغانستان کې تر اوسه دغه مېوه ډېره نه وي دود.

د دې مېوې له ځانګړنو خبر شئ

د کوپرې د منځ اوبه د بشر لپاره د طبيعت تر ټولو ښه ډالۍ ګڼل کېږي؛ دغه اوبه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه ويټامینونه، معدني مواد، امینواسیدونه، کاربوهایدرېت، انتي اکسیدان، انزایمونه، مغذي مواد او نورې ګڼې ګټې لري. په ټوله کې ویلی شو چې د کوپرې اوبه د هغو موادو او منرالونو درلودونکې دي چې د بدن لپاره ګټورې دي.

د کوپرې اوبه د تندې د له منځه وړو لپاره ګټورې دي، نو د اوړي په ګرمو ورځو کې یې څښل درسره مرسته کولی شي. د اوړي په ګرمۍ کې انسان د خپل بدن یوه زیاته اندازه اوبه له لاسه ورکوي، نو که د کوپرې له اوبو ګټه واخلئ نو په اسانۍ سره کولی شي چې د خپل بدن اوبه پوره کړئ.

کوپره د وزن له کمولو سره هم مرسته کوي؛ ځکه په خوړلو سره یې انسان زر د مړښت احساس کوي، د وزن د کموالي لپاره کم خواړه خوړل تر ټولو اړین دي.

که د شکرې له ناروغۍ کړېږئ نو د له منځه وړو لپاره یې اصلي نسخه د کوپرې اوبه دي. د کوپرې اوبه په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه ويټامین بي کمپلېکس، امینو اسیدونه، انزایمونه او ويټامین سي لري.

د کوپرې شیدې د ډېرو ناروغیو لکه د ستوني درد، د معدې زخم او نورو لپاره تسکین بښونکې دي. څېړنو ثابته کړې هغه کسان چې د بډوډو ناروغي لري او یا هم د بډوډو شګې، نو د له منځه وړو لپاره یې د کوپرې شېدې ګټورې تمامېږي.

دغه راز د کوپرې اوبه چې د مدني موادو په تېره بیا د پوتاشم او مګنيزیم شرچینه بلل کېږي، په بډوډو کې د ډبرې د جوړېدو مخه نیسي. له همدې کبله روغتیا پالان د هغو کسانو لپاره چې بډوډي یې په دوامدار ډول شګې جوړوي، د کوپرې اوبه توصیه کوي.

د غوړو اسیدو نیمايي یې په ځنځیري ډول چې د مکروبونو او وېروسونو ضد دي، په کوپره کې موندل کېږي. که د کوپرې اوبه په دوامدار ډول وڅښل شي، د بدن دفاعي سيستم هم پیاوړی کوي.

روغتیا پالان د هغو کسانو لپاره هم د کوپرې اوبه توصيه کوي چې د وینې لوړ فشار لري. د کوپرې په اوبو کې په زیاته کچه د ويټامین بي او پوتاشیم شتون ۷۰ سلنه د وینې فشار راټیټوي.

که غواړئ چې ښکلی او شفاف پوست ولرئ نو په ورځني ډول د کوپرې اوبه وڅښئ.

په ورځني ډول د کوپرې کارول د وینې جریان چټکوي چې ګټه یې د ښه او شفاف پوست درلودل دي. د کوپرې د اوبو بله ګټه دا ده چې څښل یې ستړیا او خپګان له منځه وړي.

اوس امریکایي څېړونکو دا هم ثابته کړې چې د کوپرې شېدې د هغو ماشومان لپاره چې د مور له شیدو محروم دي، ښه او مغذي خواړه ګڼل کېږي.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب