د کوچنيانو اسلامي پالنه

  له دې څخه ډډه وکړئ چې خپل کوچنيان چورلټ له تلويزون او د ساتېرۍ له نورو پروګرامونو څخه بند کړئ. بلکې هڅه وکړئ چې د هغه وخت اداره کړئ او د تلويزون د کتنې پر وخت يې څارنه او لارښوونه وکړئ. زيار وباسئ په تدريجي ډول يې د روا او ګټورو بديلونو د برابرولو له لارې له ناوړو او بې ګټې پروګرامونو څخه مخ واړوئ. کوښښ وکړئ په داسې فعاليتونو کې يې بوخت وساتئ چې دی ور ته لېوال او د ده له پاره ګټور وي

سرچينه: اسلام انلاین

ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

دا د هر مسلمان فریضه ده چې د خپلو کوچنيانو له پاره غوره بېلګه واوسي، او هغوی له اسلامي اخلاقو او ښوونو سره سم رالوی کړي، تر څو راتلونکي نسلونه پر اسلام کلک پاتې شي. د دې کار له پاره بايد مسلمانې ميندې او پلرونه خپلو کوچنيانو ته تر وسه وسه زیات پام، مينه، او لارښوونه برابره کړي.
په دې اړه وتلی ليکوال او عالم شیخ احمد قوتي وايي هغه څه چې د یو مسؤل او کره مسلمان په روزلو کې مرسته کوي په لاندې ډول دي:
۱– په خپل کور کې تر وسه وسه اسلامي لارښوونې عملي کړئ، ځکه چې کوچنيان ستاسي له عمل څخه زده کړه کوي، نه ستاسي له وينا څخه.
۲– په دې معنی چې تاسې ټول بايد د لمونځونو په اړه له ژور پام څخه کار واخلئ او يو بل ته د وينا، کړو وړو، او سلوک په اړه اسلامي لارښوونې ور يادې کړئ.
۳– خپل کوچنيان د خپلې ټولنې په اسلامي فعاليتونو کې رسماً شامل کړئ چې له خپلو همزولو سره په ګډه کار وکړي.
۴– له دې څخه ډډه وکړئ چې خپل کوچنيان چورلټ له تلويزون او د ساتېرۍ له نورو پروګرامونو څخه بند کړئ. بلکې هڅه وکړئ چې د هغه وخت اداره کړئ او د تلويزون د کتنې پر وخت يې څارنه او لارښوونه وکړئ. زيار وباسئ په تدريجي ډول يې د روا او ګټورو بديلونو د برابرولو له لارې له ناوړو او بې ګټې پروګرامونو څخه مخ واړوئ. کوښښ وکړئ په داسې فعاليتونو کې يې بوخت وساتئ چې دی ور ته لېوال او د ده له پاره ګټور وي.
۵– په ورزش او لوبو کې يې شامل کړئ تر څو له خپلو همزولو سره په ګډه پرمختګ وکړي.
۶– او تر ټولو مهمه دا چې خپلو اولادونو ته دُعا وکړئ:

ربنا هب لنا من ازواجنا و ذریتنا قرة اعین واجعلنا للمتقین اماما

your ads

رب اجعلنی مقیم الصلاة و من ذریتی، ربنا و تقبل دعاء

الهم اصلح لی فی ذريتی

او نورې مسنونې دُعاګانې

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب