د ګازرو (زردګو) ګټې مه هېروئ!

کېدای شي زیاتره خلکو ته دا معلومه وي چې ګازرې د سترګو له پاره ګټورې دي، ځکه چې په دې کې بیټا کیروټین موجود دي، او دا خبره ناسمه هم نه ده، تراوسه پورې په نړۍ ترسره شوې مختلفیو څېړنو کې دا خبره په ډاګه شوې ده چې ګازرې سره له نورو ډېرو ګټو چې لري یې او عام او خاص ته یې معلومات شته یو څه داسې نورې ګټې هم شته چې عامه اذهان ورڅخه ناخبره ښکاري، او یاهم لږ معلومات یې په هکله لري.

په همدې سلسله کې څلور داسې ګټې یې مونږ دلته ذکر کول غواړو چې کیدای شي تاسو ته وړاندې معلومات نه وو، او هغه په لاندې ډول دي:

۱:ـ د زړه تکلیف او هاضمي سیسټم ته ګټورې دي

په ګازرو کې (کیروټینوئډ) شتون لري، د کوم په هکله چې ویل کیږي د زړه ناروغي راکموي، له دې نه علاوه ګازرې د فایبر بهترینه وسیله ده، کوم چې کولېسترول کمولو کې مرسته کوونکی او هاضمې له پاره هم ضروري ده.

ګازرې د قبض، نس ناستي او داسې نورو معدې پورې تړلو زیاتو ناروغیو له پاره ګټورې دي.

۲:­ـ د سرطان(ناسور) او پوټکي ناروغیو څخه د مخنیوي له پاره هم کارول کیږي

چونکه په ګازرو کې په زیاته پيمانه اینټي اوکسیډینټس پیدا کیږي د کومو له لامله حجرو ته ترډېره تقویت ورکول کیږي او د کار موده یې اوږدیږي، د اینټي اوکسیډینټس په هکله ویل کیږي چې له ناسور(سرطان) څخه د انسان په بچ ساتلو کې مهم رول لوبوي او همدا رنګه د الزهایمر له ناروغۍ هم د وقاېي دنده پرمخ بوزي، په ۲۰۱۱م کال کې د شیفیلد پوهنتون له خوا ترسره شوې څېړنې مطابق چې په ګازرو کې پولي اسیئلین نامی مرکب موجود ده کوم چې د لوکیمیا د تولید او زیاتېدو مخنیوی کوي.

۳:ـ د وینې کموالي پوره کوي

آئرن ماده هم په ګازرو کې په زیاته شمېره کې موندل کیږي، کوم چې د ویني په کموالي اخته ناروغانو له پاره یې سپارښتنه یې کولی شی، ګازرې د بندونو درد او نقرس نارغیو ته کافي او شافي علاج ده، او پوره يې په کنترولو کې مرسته کوونکې ثابتې شوې دي.

۴:ـ د پوټکي له پاره بهترین خواړه او درمل دي

ویټامین اې چې د انسان پوټکي ته ځلا وربښي په ګازرو کې پیداکیږي، له دې نه علاوه له ګازرو څخه جوړېدونکې د فیشل ماسک(مخ څېره) په هکله ویل کیږي چې د انسان په څېره باندې په بېړنۍ توګه اغیز شېندي او څېره ورسره ډېر زر تازه کیږي.

لنډا چې ګازرې(زردکې) یو مخ ګټورې دي او په خوراک کې یې په ځان سختي مه کوئ، ځکه همدایې موسم هم ده، په ښه ارزانه بیه یې ترلاسه کولای شئ په نسبتا تودوخه لرونکو سیمو کې بېغمه یې واخلئ او خپل ځان او کورنئ له پورته نعمت نه برخمن کړئ.

د لوی او مهربان الله له خوا په خپلو بنده ګانو دا لویه مهرباني ده چې هر رنګه موسمي مېوې او سبزیانې یې په هغه موسم کې د مختلفو پیداکېدونکو ناروغیو له پاره شفاء ګرځولي دي، ترڅو که له یوې خوا یې انسانان په خوړلو لذت حاصلوي نو له بل پلوه بیا ورته وقایوي دنده هم اجراء کوي، الله دې له مونږ څخه راضي شي./ کلیم الله صادق

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب