د ګازرې له اوبو سره د مختلفو ناروغیو مخه ونیسئ!

ګازرې زیاته اندازه ویټامینونه، منرالونه، فایبر (Fiber) او ځینې نور مواد لري چې کولی شي انسان له مختلفو ناروغیو وژغوري.

ګازره له ډیرو طریقو سره د استعمال وړ دی ځینې خلک يي پخوي او ځینې بیا مربا ترې جوړوي خو د دغې سابه تر ټولو غوره استعمال جوس جوړول دی چې له دې طریقې سره يي ګټور مواد نه ضایع کیږي.

دلته مو د ګازرې اوبه له ځینې ګټو سره اشنا کوو:

۱- ګازره زیاته اندازه فایبر (Fiber) نومې مواد لري کوم چې انسان د هاضمې سیستم لپاره ډیر ګټور ګڼل کیږي. فایبر له بدن څخه فاضله موادو د انتقال سیسټم پیاوړی کوي او د بدن داخلي سیسټم پاک او روغ ساتي. دغه مواد په بدن کې د باکتریا اندازه هم نورماله ساتي.

۲- د ګازرې اوبه د ځیګر لپاره هم ډیرې ګټې لري. دغه اوبه یو خاص ډول کاربوهایډریټ لري چې اضافي وزن او د ځیګر له تریخی څخه وتونکی ژیړ رنګی ماده په کمولو کې مرسته کوي. ځیګر پیاوړی کوي او زهري موادو له منځه وړولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۳- ګازرې اوبه زیاته اندازه مګنیزیم (Magnesium)، پوتاشیم (Potassium)، فاسفورس (Phosphorous)، زینک (Zinc)، منګنیز (Manganese)، اوسپنه او ویټامین اې (A)، سي (C)، اي (E) او کې (K) لري کوم چې د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي.

۴- ګازرې اوبه زیاته اندازه ویټامین اي (E) لري کوم چې بدن له سرطان ناروغۍ څخه ژغوري. ویټامین اي (E) د اکسیدنټ ضد (Antioxidant) خاصیت لري کوم چې د حجرات له بدلون څخه مخنیوی کوي. څیړونکي وايي چې دغه خاصیت د سرطاني حجراتو د زیاتیدو مخه نیسي.

۵- ګازرې اوبه ډیره کمه کالوري (Calorie) لري چې په همدې اساس وزن کمولو کې هم مرسته کولی شي.

۶- کازرې اوبه زیاته اندازه ویټامین اې (A) لري کوم چې د سترګو لید لپاره تر ټولو اړین ویټامین دی. د ګازرې اوبه سره د سترګو لید پیاوړی او له پخوا هم صفا کیږي. ګازرې اوبه د هډوکو له ځینې ناروغیو هم مخنیوی کوي.

۷- ګازرې اوبه له بدن څخه ډیر پخواني التهابات له منځه وړلو سره د مفصلونو درد له منځه وړي. په بدن کې شته پخواني التهابات د ډیرو ناروغیو لامل ګرځي چې یو له دغو ناروغیو څخه د مفصلونو درد دی.

۸- ګازرې اوبه کې شته پوتاشیم زړه د وینې نلۍ یا مجرا سیسټم پیاوړی کولو کې مهمه ونډه لري. پوتاشیم په وینه کې د کولیسترول اندازه کنټرولوي. دغه مواد د زړه عضلاتو لپاره ډیر اړین دی.

۹- کازرې اوبه مو ځوان او تاند ښيي. دا ځکه چې کازرې اوبه زیاته اندازه ویټامین اې (A) او سي (C) لري کوم چې د اکسیدنټ ضد (Antioxidant) خاصیت لري. دغه خاصیت له بدن څخه ټول هغه ازاد راډیکلونه چې د بدن حجرې تخریبوي او انسان زوړ ښيي له منځه وړي.

۱۰- د ګازرې اوبه مو له ذهني فشار څخه ژغوري. د ګارزې یو ګیلاس اوبه دومره اندازه ویټامینونه، منرالونه او نور ګټور مواد لري چې تاسې له ذهني فشار او ناروغیو وژغوري.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب