د ګازرې په اوبو د مختلفو ناروغیو مخه ونیسئ!

 

ګازرې زیاته اندازه ویټامینونه، منرالونه، فایبر (Fiber) او ځېنې نور مواد لري، چې انسان له مختلفو ناروغیو ژغورلی شي. ځېنې خلک ګازرې پخوي او ځېنې ترې بیا مربا جوړوي؛ خو د دغې ترکارۍ تر ټولو غوره استعمال جوس جوړول دي، چې له دې طریقې سره يي ګټور مواد نه ضایع کېږي. دلته مو د ګازرې اوبه له ځېنې ګټو سره اشنا کوو:

۱- ګازره زیاته اندازه فایبر (Fiber) نومې مواد لري، چې انسان د هاضمې سیستم لپاره ډېر ګټور ګڼل کېږي. فایبر له بدنه فاضله موادو د انتقال سیسټم پیاوړی کوي او د بدن داخلي سیسټم پاک او روغ ساتي. دغه مواد په بدن کې د باکتریا اندازه هم نورماله ساتي.

۲- د ګازرې اوبه د ځیګر لپاره هم ډېرې ګټې لري. دغه اوبه یو خاص ډول کاربوهایډریټ لري، چې اضافي وزن او د ځیګر له تریخی څخه وتونکې ژېړ رنګې مادې په کمولو کې مرسته کوي. ځیګر پیاوړی کوي او د زهري موادو په له منځه وړولو کې ډېره زیاته مرسته کوي.

۳- ګازرې اوبه زیاته اندازه مګنیزیم (Magnesium)، پوتاشیم (Potassium)، فاسفورس (Phosphorous)، زینک (Zinc)، منګنیز (Manganese)، اوسپنه او ویټامین ای (A)، سي (C)، اي (E) او کې (K) لري، چې د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي.

your ads

۴- ګازرې اوبه زیاته اندازه ویټامین اي (E) لري، چې بدن له سرطان ناروغۍ څخه ژغوري. ویټامین اي (E) د اکسیدنټ ضد (Antioxidant) خاصیت لري، چې د حجراتو له بدلون څخه مخنیوی کوي. څېړونکي وايي، چې دغه خاصیت د سرطاني حجراتو د زیاتېدو مخه نیسي.

۵- ګازرې اوبه ډېره کمه کالوري (Calorie) لري، چې په همدې اساس وزن کمولو کې هم مرسته کولی شي.

۶- کازرې اوبه زیاته اندازه ویټامین ای (A) لري، چې د سترګو لید لپاره تر ټولو اړین ویټامین دی. د ګازرې اوبه سره د سترګو لید پیاوړی او له پخوا هم صفا کېږي. ګازرې اوبه د هډوکو له ځېنې ناروغیو هم مخنیوی کوي.

۷- ګازرې اوبه له بدن څخه ډېر پخواني التهابات له منځه وړلو سره د مفصلونو درد له منځه وړي. په بدن کې شته پخواني التهابات د ډیرو ناروغیو لامل ګرځي، چې یو له دغو ناروغیو څخه د مفصلونو درد دی.

۸- ګازرې اوبه کې شته پوتاشیم زړه د وینې نلۍ یا مجرا سیسټم پیاوړی کولو کې مهمه ونډه لري. پوتاشیم په وینه کې د کولیسترول اندازه کنټرولوي. دغه مواد د زړه عضلاتو لپاره ډیر اړین دی.

۹- کازرې اوبه مو ځوان او تاند ښيي. دا ځکه چې کازرې اوبه زیاته اندازه ویټامین ای (A) او سي (C) لري، چې د اکسیدنټ ضد (Antioxidant) خاصیت لري. دغه خاصیت له بدنه ټول هغه ازاد راډیکلونه، چې د بدن حجرې تخریبوي او انسان زوړ ښيي له منځه وړي. ۱۰- د ګازرې اوبه مو له ذهني فشاره ژغوري. د ګارزې یو ګیلاس اوبه دومره اندازه ویټامینونه، منرالونه او نور ګټور مواد لري، چې تاسې له ذهني فشار او ناروغیو وژغوري.

ډاکتر رحمت الله ګوهر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب