د ګازي مشروباتو (نوشابو) له ضرره ځان خبر کړئ!

نن سبا د خلکو ترمنځ سوډا او خوږې نوشابې او مشروبات د څښاک تر ټولو مشهور ډول ګڼل کیږي چې کابو ټول خلک یې څښي او په اوړي موسم کې بیا ډیر څښل کیږي.

دا نوشابې او مشروبات د اوبو، بورې، اسیدونو او د حفاظتي موادو لکه رنګ جوړونکې مادې، خوند او بوی ورکونکې مادې، کاربن ډای اکسایډ، کافین او د پیپسین انزایم څخه جوړیږي، دا ټول هغه څیزونه دي چې نوشابو ته خوند او ذایقه ورکوي.

څیړونکي وایې دا نوشابې او مشروبات ښایې د انسان د صحت لپاره ډيرې زیانمنې ثابتې شي.

له کلونو راهیسې په ډيرو هیوادونو کې د عامې روغتیا مسؤولین او کارکونکي کوښښ کوي خلک دېته وهڅوي ترڅو ددې خوږو خو زهرجنو نوشابو له څښلو ډډه وکړي، دا کارکونکي بیا ددې نوشابو په خرڅلاو هم توند غبرګونونه ښایې، تردې دمه که څه هم د دوی توصیو او سپارښتنو ته ډيرو خلکو غوږ نه دی ایښی خو په یو شمیر سیمو کې اوس خلک د دوی غوښتنو او بلنو ته غوږ دي او ددې نوشابو له څښلو ډډه کوي ځکه خو په نړۍ کې ددې نوشابو کاروبار یو څه ټکنی او لږ شوی دی.

د بیلګې په توګه د امریکا په متحده ایالاتو کې د ۱۹۹۰ م کال راپدیخوا د مشروباتو او ګازي نوشابو کاروبار ډیر کم شوی دی او یوې ټولپوښتنې ښودلې چې ۶۶٪ سلنه امریکایان په جدي توګه ددې مشروباتو له څښلو ډډه کوي.

که څه هم د تیرو کلونو په پرتله په یو شمیر هیوادونو کې د ګازي مشروباتو د استهلاک کچې را ټیټیدو د عامې روغتیا مدافعین او کارکونکي خوښ کړي خو بیا هم دوی هڅه کوي د دې زهرجنو نوشابو د انتاج او کاروبار مخنیوی وکړي ترڅو د نړۍ په ټولو بازارونو کی یې په اخیستلو او خرڅولو بندیزونه پورې شي.

د فریډمان موسسې یو شمیر څیړونکو ویلې چې هرکال په نړۍ کې ۱۸۴ زره انسانان د شکر مرض او چاغښت اړوند سرطانونو له امله مري او دا ټولې ناروغۍ د خوږو مشروباتو او نوشابو د زیاتو څښلو له امله رامنځته کیږي.

څیړونکي وایې د ګازي او خوږو مشروباتو او نوشابو څخه د خلاصون لاره داده چې هر انسان ځان په هغو شیدو چې طبیعې خواږه وي او د میوو په جوسونو چې ویټامینونه او خواږه لري او په معدني اوبو روږدی کړي. // محمد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب