د الله تعالی د رحمت سیوری

عن أبی هریرة رضى الله عنه عن النبیﷺقـــال: سبعة یظلمهم الله تعالی فی ظله یوم لا ظل إلا ظله.حضرت ابو هريره د نبيﷺڅخه روايت كوي، چې هغه فرمايلي دي: اوه تنه دي چې الله تعالي به يې د خپل د رحمت د سيوري لاندې ساتي په هغه ورځ چې د الله (ج) د رحمت له سيوري پرته به بل سيوري نه وي.
1. امام عادل د مسلمانانو عادل امام او خليفه
2. شاب نشأ فی عبادة الله هغه ځوان چې د الله په عبادت كې لوي شوي وي.
3. و رجل قلبه معلق فی المساجد
هغه تن چې زړه يې تر جوماتونو پورې تړلى وي.
4. و رجلان تحابا فی الله اجتماعا علیه و تفرقا علیههغه دوه تنه چې د الله تعالى لپاره يو بل سره مينه كوي، د الله لپاره يو ځاى كيږي او د هغه لپاره سره جلا كيږي. و رجل دعته إمرأة ذات منصب و جمال، فقال: إنی أخاف1. الله هغه سړى چې د منصب او ښايست لرونكې ښځه ورته د بد عمل دعوت وركړي، دى ورته ووايي چې زه د الله څخه ويريږم.
2. و رجل تصدق بصدقة فأخفاها حتی لا تعلم شماله ما تنفق یمینه.
هغه څوك چې پټه صدقه وكړي په داسې توګه چې كيڼ لاس يې خبر نشي چې په ښي لاس يې څه صدقه كړي دي.
3. و رجل ذکر الله خالیاً ففاضت عیناه. او هغه سړى چې په خالي ځاى كې الله ياد كړي او له سترګو يې او ښكې وبهيږي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب