د ګران پیغمبرﷺ د سیاسي ژوند لنډ انځور

په دې څو کلونو کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د دفاع لپاره په نړی کې ستر لاریونونه وشول، علت یې داؤ چې د غربي نړی ځینو لیونیانو د هغه صلی الله علیه وسلم پر شخصی حریم باندې تیری وکړ.

له بله اړخه د میلاد النبی شپي ورځي هم ماته د دې خبري بانه را په برخه کړه چې له ګران پيغمبر څخه د دفاع په منظور او د میلاد النبی په بانه دغه مقاله ولیکم، ترڅو لوستونکې د هغه صلی الله علیه وسلم د سیرت له سیاسي ژوند څخه په لنډه توګه خبر کړم.

څیړنوال سیدحبیب شاکر

د ډیرو دیندارو خلکو په اند سیاست چل، فریب، چالاکې، دروغ او نفاق ویل کیږي، استبداد، استغلال او د خپلو مخالفینو په وړاندي د دسیسو جوړول، عوام غولول، د هغوی له خیالاتو سره لوبی کول او دروغو وعدي ورکولو ته د ځینو له نظره سیاست دی.

له همدې کبله ځینې دینداره خللک له سیاست څخه کرکه کوي او ځان له سیاست څخه جدا کوي، نور دینداران هم له سیاست څخه خلک منع کوي، ترڅو له دغه شیطاني فن څخه ځای وژغوري.

اما دغه اندونه دوی ته د سیاستوالو له بد او ناوړه چلند څخه پیدا شوي دي، که زمونوږ د ټولني سیاستوال په سمه لاره تلای، نو بیا به خلکو سیاست بد نه باله، ټوله ګناه د ظالمو سیاستوالوده چې له ځان سره یې د سیاست څیره هم خلکوته بده معرفی کړي ده.
پورتني نظریات د سیاست د اصلي څیري په اړه باندې حقیقی نظر نه وړاندې کوي، د شرعي سیاست اصلي او واقعي څیره په لاندې کرښو کې معرفی کیږي:

سیاست په لغت کې:
سیاست د کارونو تدبیر او په ښه توګه سره د هغو سمبالولوته ویل کیږي.
«السیاسة تدبیر شئون الدولة، فالساسة هم قادة الامم و مدبروا شئونها العامة( )». سیاست د دولتي چارو سمبالتیا ده، سیاستمداران د ولسونو رهبران دي او د خلکو د عامه چارو جوړونکي بلل کیږي.
غوره لغوی تعریف تعریف « د خلکو د عاجلي او آجلي خیر ښیګڼې لپاره غوره لاره تعقیبولو ته سیاست ویل کیږي»( ).

سياست په شریعت کې:
په یوه حدیث کې راغلي دي:«کانت بنو اسرائیل تسوسهم الانبیاء)( ).د بنی اسرائیلو چاري انبیاؤ سمبالولي.
د «تسوسهم» معنی داده چې د هغوی د کارونو چاري به یې سمبالولي لکه امیران چې د خپل رعیت چاري سمبالوي.

سیاست په اصطلاح کې:
له ابن عقیل حنبلي څخه ابن قیم جوزي داسې نقل کړي دي؛ «السیاسة ماکان من الافعال بحیث یکون الناس اقرب الی الصلاح و ابعد عن الفساد، وان لم یشرعه الرسول (صلی الله علیه وسلم) ولا نزل به وحی»( ).
سیاست هغه کارونو ته ویل کیږي، چې خلک ښیګڼي ته نژدي کوي او له فساد څخه یې لري کوي، که څه هم رسول الله هغه نوي رامنځته کړی او د هغه په اړه باندې کومه وحی نازله شوي وي.

د شرعي سیاست ډولونه:
د اصلي موضوع د وضاحت په منظور دلته پکارده چې دسیاست ډولونو ته اشاره وکړو ترڅو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سیرت څخه د هغه سیاسي ژوند ښه په ډاګه شي.

۱- اساسي شرعی سیاست: هغه سیاست ته ویل کیږي، چې د حاکم او محکومینو اړیکې سمبالوي، د حاکم واک، د هغه حقوق او وجایب په نښه کوي، په همدې توګه د افرادو واکونه او مسؤلیتونه او په دولت کې د ټولو قواؤ صلاحیتونه په ډاګه کوي.
۲- نړیوال سیاست: هغه سیاست ته ویل کیږي چې د اسلامی دولت اړیکې له نورو دولتونو سره د صلحي او جګړي پرمهال تنظیموي.
۳- مالي سیاست: د مالیاتو، د مالونو د راټولونی، د دولت مصارف او موارد او په عام ډول د بیت المال چاري تنظیموي.
۴-اقتصادی سیاست: د مال د راکړي ورکړي او د هغه د استثمار په اړه او دیته ورته نور امور تنظیموي.
۵- قضائی سیاست: د قضائي چارو او د قضاء د اثبات په اړه چاري سمبالوي.( ).

د رسول الله سیاسې کړنوته ځغلنده نظر:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ۲۳ ویشت کلن ژوند له سره ترپایه ډیر ارزښتناک سیاسي اړخونه لري چې د هغو ټولو څیړنه د دغې مقالي له وسه وتلی کار دی، مونږ دلته یو شمیر هغه سیاسی اقدامات چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت ترڅنګ د یوه پیاوړي سیاستمدار په توګه ترسره کړي دي.
در سول الله صلی الله علیه وسلم ژوند او سیرت په دې باندې شاهدي ورکوي چې د اسلام دین له سیاست څخه نه بیلدونکی دین دی، څوک چې هغه له سیاست څخه بیلوي په حقیقت کې د دین په وړاندې دسیسه جوړوي او د هغه د تحریف په تکل کې دی.

لومړی سياسي کار: د دولت جوړونه:
د محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم لومړنی سیاسي کار د اسلامي دولت د جوړوني لپاره ګړندي سیاسي قدمونه پورته کول ؤ.
کله چې قریشو په رسول الله او د هغه په ملګرو باندې د ظلم کړی تنګه کړه، هغه هم په داسې حال کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره ابو طالب او د هغه میرمن خدیجه رضی الله عنها وفات شول.

رسول الله دا خبره درک کړه چې مکه نور د دعوت لپاره غوره مکان ندی، باید د بدیل ځای په لټه کې شي، له همدې کبله د نورو ځایونو په لټه کې شو، با لآخره هغه صلی الله علیه وسلم تصمیم و نیو، چې طائف د دعوت د کار لپاره غوره کړي.
طائف له استراتیجیک پلوه مکې ته نژدي ‎ؤ، په اقتصادي لحاظ حاصل خیزه ؤ، د مختلفو حاصلاتو لرونکی ؤ، له مکې سره یې تجارتي پراخه اړیکې درلودي، د بشري قوت له کبله پکې له قریشو وروسته دوه سترو قبیلو چې «هوازن» او «ثقیب» ؤ استوګنه درلوده.
اما طائف ته د تلو نتیجه دا شوه چې د هغه ځای خلک د رسول الله خبره قبوله نکړه، د ماشومانو او بیعقلانو له لوري په تیږو وویشتل شو، هغه صلی الله علیه وسلم له دغه ناوړه چلند څخه زیات متأثر شو( ).

د طائف له راګرزیدو څخه وروسته د اسراء او معراج د سفر په واسطه الله تعالی د هغه عزیمت نور هم په ایماني قوت سره چارچ کړ او د دعوت الی الله لپاره د حج د موسم په انتظار کې په مکه کې پاتي شو.

د حج په موسم کې په مختلفو قبایلو باندې ګرزیده د دین د قبلیدو بلنه یې ورکوله، د بنی عامر بن صعصعة د قبیلي سره د ملاقات په نتیجه کې هغوی غوښتنه وکړه چې وروسته له پیغمبر څخه به امارت د دوی وي، اما رسول الله د هغوی دغه وړاندیز رد کړ.

هغه صلی الله علیه وسلم ورته وویل: «الامرلله یضعه حیث یشاء» د همدې خبري په ردولو سره هغوی هم د رسول الله دعوت رد کړ، په همدي کار سره رسول الله خلکو ته دا وښودله چې د هغه دعوت نفعی دعوت ندی چې خلک د دنیوي ګټو په حساب شرطونه ورباندې وضع کړي.
اما د مدیني خلکو او هلته میشتو قبایلو د هغه دعوت ته لبیک ووایه او له رسول الله سره یې وعده وکړه چې له هغه څخه به دفاع کوي، له همدې کار سره رسول الله د دولت جوړوني چاري پیل کړي:
د دولت د جوړیدو په وړاندې غټه ستونزه داوه چې (اوس او خزرج) قبالیلو تر خپل منځ زیاتي دښمنیاني درلودي، زیاتي جګړي یې سره کړي وي، له یهودو سره نژدي پراته ول، قبیلوي افکار د مدیني د وګړو ترمنځ په خپل اوج کې اوسیدل.
مهاجرین چې نوي مدیني ته مهاجر شوي ؤ، په غربت او فقر کې اوسیدل، اقتصادي ستونزي یې درلودي، خپل مالونه یې مکه کې قریشو ضبط کړي ؤ.

د همدې ستونزو سره سره رسول الله د هغو د حل لاره د یوه پیاوړي اسلامی دولت په جوړیدو کې لیده له همدې کبله یې د دولت په تأسیس باندې پیل وکړ.

په مدینه کې د ستونزو د حل په منظور سیاسي تصامیم:

الف: مواخات:
مواخات ورور ګلوي ته ویل کیږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدیني میشت مسلمانان مهاجر او انصار دوه دوه له یوه او بل سره وروڼه اعلان کړل.

د الله استازی د مواخات او عقیدي په واسطه د مدیني د مسلمانانو ترمنځ کلکې ټولنیزي اړیکې جوړي کړي؛ د ورورولۍ په تړون سره یې د اسلامی دولت په وړاندې زیات پراته خنډونه له منځه یووړل، د طبقاتی، قبیلوي، جنسي او نژادي اړیکو پرځای یې ایماني او دیني اړیکې جوړي کړي.
له مهاجرینو څخه د بیګانګي وحشت لري شو، نوي کورنی او خپلوان یې پیدا کړل، اوس او خزرج ترخپل منځ عداوتونو ته د پای ټکی کیښود.

ب:د مدیني وثیقه:
د الله استازیي د مدیني منوري هغه وثیقه جوړه او تصویب کړه، چې د افرادو حقوق او وجایب د ټولو اختلافاتو او متنوعو پرګونو سره سره خوندي کړل.

له یهودو سره تړون امضاء شو او مختلفی پرګني لکه له مکي څخه مهاجر مسلمانان، په مدینه کې مسلمان اوسیان، په مدینه کې مسلمان خزرجیان، په مدینه کې مشرکان، په مدینه کې پراته یهود قبابل او یو شمیر نور منافقین ټول یو ملت شول.چې د صلحي په فضاء کې یې سره نیکې اړیکط درلودي او خوشحاله ژوند یې کاوه.

په مدینه کې د الله تعالی او د هغه د رسول حکومت جوړشو، ټول انساني حقوق خوندي شول، د عقیدي آزادي خوندي وه، هرچا د خپل دین مطابق دینی مراسم اداء کول، مساوات او عدالت قایم ؤ، له مدیني منوري څخه دفاع د ټولو ساکنینو(مسلمانانو، یهودیانو، مشرکانو) مسؤلیت او دنده وه.

جـ: د تنظیمی مؤسساتو ایجاد:
د قباء د مسجد په آبادي شروع وشوه، همدا مسجد د ټولو سیاسي تصامیمو مصدر بلل کیده د دولت له توسعی او ضرورت سره سم د وحی کاتبان، نقیبان او د زکات جمع کونکي په تدریجی توګه و ټاکل شول، چې دا هر یو په خپل وار سره د تنظیمی مؤسسو څرګندي نښي وي.
د: د مدنی ټولنو ایجاد:
د مدنی ټولني په پلان سره مسجد جوړ شو، په مدینه منوره کې د استوګنی پلان تنظیم شو، د مدنی منوري کوڅي خطکشي شوي، عامه ځایونه په نښه شول د عید لپاره مصلی و ټاکل شوه( ).
ټول کارونه په ډیر مدبرانه سیاست سره پرمخ روان ؤ.

دویم سیاسي کار: داخلي سیاست:
د اسلامی دولت په داخل کې رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې قوي بنسټونه او قواعد وضع کړل چې هر سیاستمدار باید په خپلو کړنو کې هغه تعقیب کړي، هغه قواعد او بنسټونه په لاندې ډول دي:

۱- د ټولني د ټولو افرادو ترمنځ عدالت:
پرته له دي چې د هغوی دین په نظر کې ونیول شي او یا د هغوی نژاد ته وکتل شي له یوډول حقونو څخه برخمن شول.
په بخاري کې راغلی دي چې اشعث بن قیس او یوه نفر یهودي په یمن کې د ځمکې په اړه دعوه درلوده، مسلمان لوري د خپلي مدعی لپاره ګواهان نه درلودل، یهودي ته قسم ورکړل شو، هغه قسم وکړ، قضیه د یهودي په نفع فیصله شوه( ). چې دا کار د نبوي عدالت ستره نمونه ده.

۲- د شورایی نظام ټینګښت:
سره له دې چې رسول الله د الله استازی ؤ، هغه ته الله پاک وحی کوله خو بیا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټولو چارو او سیاسي کړنو کې د شوری اصل تطبیق کړ. ترڅو له هغه څخه وروسته سیاستمداران پدي خبره پوه شي چې د اسلامی سیاست بنسټ پر شوری باندې ولاړ دی خپل سري په اسلام کې ځای نلري، د مثال په توګه د بدر په غزا کې د خندق په غزا کې او داسي نورو مجالاتو کې، هغه صلی الله علیه وسلم په مشوره باندې تصمیمونه ونیول او له خپل نظر څخه یې تنازل وکړل.

۳- دستونزو په حل کې له حکمت څخه کار اخیستل:
د اسلامی دولت په ولسونو کې وخت ناوخته ستونزي پيښیدي، خو د الله پاک استازي هغه په ډیر حکمت او درایت سره حلولي، چاته یې اجازه نه ورکوله چې له ستونزو څخه د اسلامي دولت پرضد ناوړه استفاده وکړي.

د مثال په توګه د بنی مصطلق په غزوه کې د عمربن الخطاب د یوه اجیر ستونزه له یوه انصاري سره چې د اوبو په سر باندې یې منازعه درلوده او یوه لوري انصار مرستی ته و بلل دوهم لوري مهاجرین مرستي ته بلل، د قومي او نژادي شخړي د پیل اور نژدي ؤ چې بل شي، خو رسول الله وویل:«دعوها فانها منتنة» تعصب پریږدئ ځکه دا ډیر ګنده کار دی.

حتی رسول الله صلی الله علیه وسلم له منافقینو سره هم داسې چلند غوره کړی ؤ چې هغوی ته په مدینه کې د استوګني زمینه برابره وه، کله چې عمر فاروق رضی الله عنه وغوښتل چې د منافقینو د مشر سر پري کې رسول الله ورته وویل: نه پام کوه دا کار به بهر داسې څرګند شي چې ګواکې محمد خپل خلک وژني( ).

دریم سیاسي کار: خارجی سیاست:
په هر دولت کې د سیاست یوه ستره برخه بهرنی سیاست جوړوي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم بهرنی سیاست هم ډیر مدبرانه په مخ روان ؤ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل خارجی سیاست د یو شمیر اصولو او بنسټونو پر اساس جوړکړ، چې مهم او اساسي اصول یې په لاندي توګه دي:

۱- پرجګړه باندې سولي ته ترجیح ورکول:
هغه صلی الله علیه وسلم په خپلو ټولو خارجي تعاملاتو کې سولي ته پر جګړه ترجیح ورکوله ځکه الله تعالی فرمایې: « وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ»( ). که هغوی سولي ته غاړه کیښوده ته هم سوله ومنه او په الله توکل وکړه، هغه اوریدونکی او عالم ذات دی.
د همدې خبري غوره دلیل دادی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدیني شا اوخوا هیڅ قبیله جګړي ته نه ده مجبوره کړي، له ټولو سره یې د روغي جوړي اړیکې کلکې کړي وي، له کومو قبایلو سره چې جګړه شوي ده عاملین یې قبایل ؤ.
د رسول الله په ژوند کې ټول غزوات چې واقع شوي دي هغه دفاعي ؤ، لومړی جګړه د بدر جګړه وه، چې مسلمانانو د خپلو غصب شویو مالونو د ترلاسه کولو په منظور د قریشو په قافله برید ته ځان چمتو کړ، مشرکو قریشو د قافلی دفاع په منظور لښکر کشي وکړه او د بدر په موقع کې جګړه وشوه.
په همدې توګه ټولي غزا ګاني ځانګړي اسباب لري چې په ښکاره ورڅخه د هغو د پیل علت څرګندیږي او په دې دلالت کوي چې مسلمانان د جګړي شروع کونکې نه ؤ.

۲- د بهرنی تیري په اړه امنیتی تدابیر نیول:
د اسلامی دولت له قیام سره سم قوي اسلامی ځواک رسول الله جوړ کړ چې موخه یې له ځان څخه دفاع وه.
د لښکرو تیارول د مسلمانانو د امنیت په منظور شوی کار ؤ، د جزیرة العرب له زیات شمیر غیر مسلمو قبیلو سره تړونونه امضاء شول ترڅو سوله حاکمه شي او له جزیري څخه دفاع وشي.

۳- د سوله اېزو اړیکو پیلول او د سفیرانو لیږل:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د جزیرة العرب له میشتو قبایلو، د فارس او روم له ابر ځواکونو، حبشي او مصر ته لیکونه ولیږل. په سلګونه لیکونه هغه بهرته ولیږل.
په لیکونو کې هغوی ته اسلام معرفی شوي وه، په همدې کار سره د رسول الله سیاسي پوهه او د الهی دعوت د نشر پوهه په ډاګه شوه.

۴- د نرمښت سیاست او په اصولو باندې تینګار:
د حدیبیی په صلح کې رسول الله صلحه ومنله، اما د همدې قرارداد پیل د الله په نامه پیل شو، له قرار داد څخه یو شمیر الفاظ په کتبی بڼه حذف شول، اما په شفاهي توګه پر خپل ځای باندې ثابت پاتي شول، د یوه کال لپاره مسلمانان مکی ته له داخلیدو منع شول، اما په راتلونکې کال کې به خاماخا داخلیږي، یو شمیر شروط ومنل شول اما په دین کې ذلت ته غاړه ټیټه نشوه( ).

پایله:
دا ټول هغه سیاسي خوځښت ؤ چې د الله استازی محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په خپل ۲۳کلن ژوند کې په لاره واچاوه، چې په نتیجه کې د نړی ګوټ ګوټ ته اسلام ورسید اوس په نړی کې څه کم دوه ملیارده مسلمانان ژوند کوي.
له پورته خبرو څخه دا خبره په ډاګه کیږي چې د اسلام استازی د نړی ستر سیاستوال او د اسلامی دین له سیاست څخه نه بیلیدونکی دین، دین او سیاست بیلول د اسلام له نظره له اسلام څخه د وتلو معنی ورکوي.

که د نړی مسلمانان د رسول الله سیاسي کړنلاره د ځان لپاره خپله کړي په اسلامی نړی کې به زیاتي ستونزي حل شي.
قومي او نژادي دولتونه چې د اسلام پسوند له ځان سره نقلوي د رسول الله علیه وسلم د سیاسي چلند څخه خلاف کار دی.

مآخذونه:
– لسان العرب، لابن منظور ج۶ص ۱۰۷.
-الکلیات، للکفوی، ص۸۰۸.
– البخاری، ۳۴۵۵، المسلم، ۱۸۴۲، حدیث ابو هریره رضی الله عنه روایت کړی دی.
– اعلام الموقعین، لابن قیم، ج۴، ص۳۷۲.
– نظریة السیادة و اثرها علی شرعیة الانظمة الوضعیة. د. صلاح الصاوي، ص ۳۷.
– مرويات غزوة حنين وحصار الطائف, إبراهيم بن إبراهيم قريبي, عمادة البحث العلمي بالجامعة الإسلامية، المدينة النبوية، المملكة العربية السعودية, الطبعة : الأولى، 1412هـ, ج, 1ص33.
– الرحيق المختوم, صفي الرحمن المباركفوري, ص 66.
– البخاری، ۲۵۲۵.
– السيرة النبوية في دائرة المعارف البريطانية, وليد بن بليهش العمرى, الناشر : مجمع الملك فهد لطباعة المصحف الشريف بالمدينة المنورة, مصدر الكتاب : موقع مكتبة المدينة الرقمية, ص10.
– الانفال، ۶۱.
– الاكتفاء بما تضمنه من مغازي رسول الله والثلاثة الخلفاء, أبو الربيع سليمان بن موسى الكلاعي الأندلسي, دار النشر / عالم الكتب – بيروت – 1417هـ, الطبعة : الأولى, عدد الأجزاء / 4, تحقيق : د . محمد كمال الدين عز الدين علي,ج, 4 ص144.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب