د ګل پاچا الفت په شعرونو کې ارواپوهنيز څرکونه

سيداصغر هاشمي

د استاد ګل پاچا الفت په شعري کلياتو کې داسې شعرونه هم پيدا کېږي، چې د استاد نظريات او ويناوې د ديو پيداګوګ سره پرتله کولا شو.

د پيداګوژي کلمه د پخوانيو يونانيانو اصطلاح ده، چې د پيداګوګس (د ماشوم لارښود) له کلمې څخه يې سرچينه نيولې ده.

استاد الفت په شعرونو کې ډېرې لارښوونې کورنيو (والدينو) اوماشوم ته په کې شته دي، لکه ښوونيز او روزنيز نظرونه، فردي تفاوتونه، د محيط تاثيرات، د اولاد روزنه، د مور پالنه د اولاد لپاره، د مور مينه د اولاد لپاره او داسې نور نظريات او افکار د والدينو او ماشومانو لپاره په کې پيدا کېږي.

دغه د پيداګوژي کلمه د يونانيانو اصطلاح ده، پيداګوګان په هغه دوره کې داسې غلامان و، چې د ماشوم ساتنه يې پر غاړه درلوده، هغوی د اتن د ښار اوسېدونکي ماشومان ښوونځي، جمنازيم (لوبغاړي) او نورو ځايونو ته بيول او بېرته يې راوستل.

وروسته روميانو دغه کلمه له يونانيانو څخه واخيسته، رومي پيداګوګانو د ماشوم پر ساتنه سربېره د هغوی روزنه هم پر غاړه درلوده، تر روميانو وروسته د ښوونې او روزنې وظيفه معلمانو ته سپارل شوې او دغه شان د پيداګوژي کلمې ورو ورو بين المللي سويې ته لار ومونده.

ددغې پيداګوژي د علم په عامېدو سره ډېرو خلکو ددې علم مطالعې ته مخه کړه، دا چې دا علم د ښوونې او روزنې په برخه کې ډېر په کارېږی، نو ډېرو ددې علم مطالعې سره شوق پيدا کړ او دغه پيدا ګوژيکي نظريات او افکار د پښتو ژبې د ډېرو شاعرانو او ليکوالانو په اثارو کې پيدا کېږي، چې د بېلګې په ډول خوشحال خان خټک، عبدالرحمن بابا، عبدالحميد مومند، استاد ګل پاچا الفت او نور داسې کسان ښودلی شو.

د استاد الفت په شعرونو سربېره چې پيداګوژيکي نظريات لري، په تحقيقي آثارو کې هم ځينې داسې نظريات لري، چې پيداګوګانو هم دغه فکر او نظريات درلودل.

د استاد الفت د ادب تيورۍ په برخه کې لومړنی اثر ادبي بحثونه دي، چې استاد په کې د شعر د ښکلا په باب وايي: (تاسې له شعر او شاعر نه علمي حقايق مه غواړئ، د شعر هدف حقيقت نه دی، جمال دی.)

کانديد اکاډمېسین محمد صديق روهي، ادبي څېړنې (ص ۱۱۳)، کې د ښکلا پېژندنې په باب د نامتو پيداګوګ (کانټ) نظريات او افکار داسې راوړي: (انسان په غريزي توګه له ښکلا سره مينه لري، دغه ښکلا د رنګ، اواز او حرکت په توګه په مختلفو هنرونو کې ځان څرګندوي او ښکلا د ټولو هنرونو ګډ خصوصيت دی. (کانټ) ورپسې وايي، چې ښکلا او ګټه بېلا بېل شيان دي، دا شرط نه ده، چې ښکلي شيان دي هرو مرو ګټور وي، د مثال په توګه د کرم ګل د ګلاب د ګل نه ګټور دی، ځکه چې خوړل کېږي، خو هيڅکله شاعر تر اوسه ښايي په دې نه وي بريالی شوی، چې د کرم ګل وستايي، يا مثلا د يوې ښکلې ښځې سره څوک په دې خاطر واده نه کوي، چې له مېړه سره به د پټي په کرلو او رېبلو کې د بدرنګه ښځې په نسبت زياته مرسته کوي، په دې ترتيب (کانټ) داسې فکر کوي، چې ښکلا ځانته مستقل ارزښت لري.)

نو کله چې استاد ګل پاچا الفت د شعر د ښکلا په باب وايي: تاسې له شعر او شاعر نه علمي حقايق مه غواړئ، د شعر هدف حقيقت نه دی، جمال دی.

په حقيقت کې خپله خبره د (کانټ) د ايستيتيکي پر تيوري باندې بنا کوي، دا به هم ښايي درسته وي، چې شاعران او هنرمندان حقيقت نه څرګندوي، بلکې هغوی د واقعيت تقليد کوي.

د ښکلا په باب د پيداګوک (کانت) نظر او فکر استاد ګل پاچا الفت هم لري او تاييدوي.

د استاد الفت په شعري کلياتو کې هم پيداګوژيکي نظريات شته دي، چې څو بېلګې يې دا دی:

الف: ښوونيز او روزنيز نظرونه:

د محتوا او معنا له مخې د استاد ګل پاچا الفت په شعرونو کې ښوونېز او روزنيز نظرونه او ښوونې او روزنې ته د انسانانو د اړتيا په باب ډېرې ويناوې شته دي.

ښوونې او روزنې ته اړتيا ډېره ليدل کېږي، د قرآن کريم د آيتونو پر اساس الله تعالی انسان لومړی ځل ناپوه موجود پيدا کړ او وروسته يې ورته داسې شيان ور زده کړل، چې د همدغو زده کړو له کبله انسان د ملايکو په نسبت لوړتيا وموندله او ملايکو حضرت آدم عليه السلام ته سجده وکړه او دغه د زده کړې خوی د انسان په اولاد کې له يوه نسل نه بل نسل ته په ميراث پاته شو.

[علم الانسان ما لم يعلم] (العلق/۵)

ژباړه: الله تعالی انسان ته هغه څه ور زده کړل، چې پرې نه پوهېده.

[طلب العلم فريضة علی کل مسلم](حديث شريف)

ژباړه: د علم حاصلول په هر مسلمان (نر او ښځه) فرض دی.

هم د مذهبي او هم د عقلي او تجربوي دوه نظريو له امله روښانه ده، چې نسل تل تر پيدايښت وروسته ددې لپاره چې د چاپېريال د ګټورو او خطرناکو عواملو د ټولګې ترمنځ لار ورکه نه کړي، ښوونې او روزنې ته ډېره اړتيا ليدل کېږي، استاد الفت د قرآن او حديثونه باخبر وه، د عصري علومو مطالعه يې درلوده او د خپل تجربوي ژوند له امله د عوامو خلکو د نېکبختۍ او خوشبختۍ له امله د ښوونې او روزنې په باب ډېر نظريات درلودل او له عوامو نه يې د ښوونې او روزنې غوښتنه کوله.

ښوونه او روزنه دوه بېلا بېلې کلمې دي، چې له بېلا بېلو مفاهيمو سره د دوه جلا کلمو مفهوم اخيستلی شي، خو له ليکلو څخه يې چې په مترادف ډول راځي، داسې څرګندېږي، چې يوه معنا لري، خو په اصل کې ښوونه او روزنه يو له بله توپير لري او دوه جلا جلا مفاهيم لري.

د انسان ټول کارونه، کړنې او سلوکونه، چې د (رعايت، عادت او اطاعت) تر عنوان لاندې سرته رسېږي او يا څرګندېږي، د تربيت (روزنې) له ډول څخه شمېرل کېږي، يا د روزنې په نوم يادېږي.

هغه مفاهيم چې نتيجې يې د انسان د ذهني او رواني حرکي کړو وړو په بڼه څرګندېږي، د تعليم (ښوونې) له مفهوم څخه شمېرل کېږي، يا د ښوونې په نوم يادېږي.

د استاد الفت په شعري کلياتو کې ښوونيز او روزنيز نظرونه او ښوونې او روزنې ته د عوامو تشويقولو او هڅولو بېلګې شته دي، چې د ښوونې او روزنې په هکله به ددې له شعرونو ځينې بېلګې راوړم:

فضيلت د انسان علم و عمل دی
که په سر یې پټکی شال او که ململ دی
د هر چا معنی ته ګوره نه لباس ته
ما د ښه لباس خاوند وليد مهمل دی
په تورتم کې دې هغه سړی وي وړاندې
چې يې لاس کې د عرفان ښايسته مشعل دی

د استاد ګل پاچا الفت شعرونه ډېر ښوونيز مسايل لري او خلک يې د تعليم، پوهې، علم او تحصيل لپاره تشويق کړي دي (د معارف ترانه) تر عنوان لاندې يو نظم دی، چې څو بیتونه يې داسې دي:

د جهل دوره تېره شوه دا عصر د عرفان دی

بې علمه ژوندون ګران دی

په حق پسې روان يو

د علم پتنګان يو

د جهل دښمنان ي

لښکر د معارف يو لوړ زموږ نام و نشان دی

بې علمه ژوندون ګران دی

د استاد پورتنۍ دوه بېلګې د ښوونيزو شعرونو ښې نمونې دي او کلياتو کې داسې نمونې په لسهاوو پيدا کېږي.

د الفت صاحب په شعرونو کې روزنيز نظريات هم پيدا کېږي، چې لاندې څو مثالونه د نمونې په ډول راوړم:

ښه سړی چې له بدانو سره مل شي
دده فکر د هغوی فکر کې حل شي
همدغه مسخ کېدل دي په معنی کې
چې يې خوی د کوم حيوان په خوی بدل شي



افتخار په مال او عار له فقره نه کا
د کمال خاوند په هر صورت افضل دی
همېشه په ښه سيرت سړی ښه ښکاري
په صورت باندې که زېړ او يا شډل دی

د استاد الفت پورته راغلي شعرونو کې روزنيزو موضوعاتو ته نغوته په کې شوې ده.

د انسان په داخلي جوړښت (خوی، عادات، اخلاق، سړيتوب، انسانيت، جذبات، احساسات، عاطفه او داسې نور) باندې د ښوونې او روزنې اغېزې وي.

ښوونه او روزنه يو له بله لازم او ملزوم دي، خو ډېر عالمان، پوهان او تحصيل کوونکي مې وليدل، چې ښوونيزه برخه يې پياوړې ده، خو روزنيزه برخه يې ضعيفه ده، نن مو د ټولنې ډېر خلک ښوونه لري، خو روزنه يې کمزوې ده، چې زما په پوهه له ښوونې روزنه ډېره مهمه ده.

استاد الفت پخپلو شعرونو کې د ښوونې او روزنې په حاصلولو ټينګار کړي دي.

ب: فردي تفاوتونه:

د استاد الفت په شعرونو کې د محتوا له مخې د (فردي تفاوتونو) تر مفهوم لاندې شعرونه هم شته دي.

په اروا پوهنې کې (فردي تفاوتونه) د ځانګړي سرليک لاندې توضيح او تشرېح کېږي، چې لوی لوی بحثونه پرې شوي دي، چې زه د موضوع اړوند یې په لنډ ډول وړاندې کوم.

د نړۍ د ټولو انسانانو داخلي جوړښت (مينه، محبت، احساسات، جذبات، تخیلات، شخصيت، سړيتوب، اخلاق او نور) او خارجي جوړښت (قد، قواره، د پوستکي رنګ، سترګې، پوزه، غوږونه او داسې نور) يو له بله سره توپير لري.

په نړۍ کې هيڅ يو داسې انسان به نه وي، چې له بل انسان سره په داخلي او خارجي جوړښت کې سره يو شان وي.

د استاد ګل پاچا الفت په شعرونو کې داسې بېلګې شته دي، چې د فردي تفاوتونو مفهوم ارايه کوي.

(ډاکتر يوسف کريمي، روانشناسي اجتماعي) کې د فردي تفاوتونو په باب داسې وايي:

ژباړه: (د ځمکې پرمخ د نړۍ ټول مخلوقات، ژوندي، غير ژوندي که هغه حيوانات وي او که نباتات وي، الله تعالی په يو ټاکلي اندازه او ښکلا سره پيدا کړي دي، د وراثت او محيط تاثيرات دي، چې د انسانانو داخلي او خارجي جوړښت يو له بله سره توپير لري، د بېلګې په ډول د قد لوړوالی، وزن او ذکاوت د توپيرونو له جملې څخه ګڼل کېږي.)

د استاد الفت شعري کليات، ۳۸۵ مخ کې د (محيط او انسان) تر سرلیک لاندې يو ډېر په زړه پورې مثال د فردي تفاوتونو د مفهوم په باب ويلی دی او وايي:

په هرڅه کې دي عيان تفاوتونه
يو شان نه وي د څېړۍ او لوخې اور
انسانانو کې شته څومره ډېر فرقونه
نه دي يو راز اوسېدونکي د يو کور
د ګاندي کار له ټاګوره پوره نه دی
ګاندي جي هم نه شي کړی کار د ټاګور
باز نه مه غواړه نغمه د بلبلانو
مه کوه په توره لو، کړه يې په لور
د چا لاس توري ته جوړ د چا هنر ته
د هر لاس د ګوتو کار نه دی انځور
انساني قوه خو پوهه او تميز دی
حيواني قوت دی بې تميزه زور

استاد په پورته شعر کې وايي: په انسانانو کې ډېر توپيرونه شته دي، د يو کور اوسېدونکي به هم يو شان نه وي، ګاندي د ټاګور کار نه شي کولای او ټاګور د ګاندي کار نه شي کولی.

د استاد يو بل شعر دی او داسې وايي:

يوه باغ کې وي ولاړې ډېرې ونې
هره پاڼه يې لايقه د ستاينې
ځينې جګې ځينې ټيټې کوز و پاس وي
لکه ګوتې د يوه وجود د لاس وي
چا مېوه لرله چا ښايسته ګلونه
د چا سيوری و ډېر ښه د چا قدونه
چينار لوی و شفتالو لکه ماشوم و
د مڼې او ناک توپير له ورا معلوم و
له يوه سره لويي وه نور څه نه و
بل سره رنګونه ښه خوندونه ښه و
د مرغانو نغمې وې به کې څو رازه
هر مرغه مو پېژانده له خپل آوازه
رنګارنګ ګلونه و يوه چمن کې
لکه وي چې ولسونه په وطن کې
دوه سکه ورونه لري بېل بېل نومونه
بېل رنګونه بېل غږونه بېل خويونه
مګر دواړه اوسېدونکي د يو کور دي
د يوې سترګې په کور کې سپين او تور دي

    د استاد د پورته شعر په ويلو سره د فردي تفاوتونو مفهوم د هر لوستونکي ذهن ته ورځي، خو په دې شرط، چې فردي تفاوتونه وپېژني، د استاد د يوه بل شعر نمونه ده:

قامونه دي بېل بېل فصلونه د خلقت د کتاب
ده هره نوعه او هر جنس لکه يو فصل او باب
په هر تصنيف او هر تاليف کې وي فصول او ابواب
ددې لپاره پيدا شوی دی فرقې او احزاب
خدايه! ستا صنع ستا سنت په دغه شان وينمه
چې څوک ترکان او څوک عرب او څوک افغان وينمه

د الفت صاحب له ټولو لوړو راغلو بېلګو څخه په څرګند ډول د فردي تفاوتونو نظريات او افګار ښکاره دي.

ت: د محيط تاثيرات:

په ارواپوهنې کې د محيط پر تاثيراتو ډېر بحث شته دی او د محيط تاثيرات د انسانانو پر ژوند په مستقيم او غير مستقيم ډول تاثيرات درلودی شي.

د انسانانو پر داخلي جوړښت د محيط تاثيرات ډېرې اغېزې لري، چې استاد الفت دې مسايلو ته متوجه شوی او شعري کليات يې د محتوا، منځپانګې او معنا له مخې داسې شعرونه هم لري، چې د محيط د تاثيراتو مفهوم څرګندوي.

(ادبي مرغلرې، ص ۳۱۲) کې استاد الفت (د محيط تاثير) تر عنوان لاندې داسې وايي:

سوځوي مو اوبه هم چې په جوش راشي
اوبه اور شي که محيط يې وي سور اور
په اوار بستر کې سيند درومي ارامه
خو په چړکې يې بيا ګوره شر و شور
په هر څه کې د محيط تاثير ته ګوره
وي بې زهرو چې اوبو کې وي منګور
لوګی اور نه دی پيدا خو څوک نه سوځی
د محيط اغېزه کله لري مور
له يوه پښته رڼا او لوګي دواړه
د يوه مخ منور او د بل تور

د محيط تاثيرات له انسانانو سربېره پر حيواناتو، نباتاتو او جماداتو هم خپلې اغېزې درلودی شي، چې مثالونه يې زښت زيات دي.

د استاد په شعرونو کې د پورته راغلي شعر په شان نورې بېلګې هم پيدا کېږي، د شعر يوه بله نمونه يې داسې ده:

محيط چا نه چنګېز جوړ چا نه بودا کړ
د محيط مخلوق هم فخر هم پېغور
کله کله څوک پيدا شي په محيط کې
چې محيط ورپسې ځي که ځي هر لور

استاد وايي: د محيط تاثيرات دي، چې له ځينو ګناهګاران جوړوي او له چا مسیحا جوړوي، له چا چنګېز جوړوي او له چا بودا جوړوي.

ث: والدينو پالنه او مينه د اولاد لپاره:

په اروا پوهنې کې د والدينو مينه او محبت، تربيه، ښه اخلاق او داسې نورو ښودنه اولادونو ته د دوی وظيفه ده او د استاد الفت په شعرونو کې د محتوا له مخې داسې شعرونه هم پيدا کېږي، چې والدين بايد له خپلو اولادونو سره ډېره مينه وکړي او ښه پالنه يې وکړي.

د والدينو له ډېرو مهمو وظايفو او مسووليتونو څخه يو هم د ښه او نېک اولاد روزنه ده.

د پلار و مور په حيث غواړو، چې اولاد مو ذکي او باهوشه وي، د هر علم په برخه کې با استعداده، لايق او د کار و بار په برخه کې موفق اولادونه هم غواړو.

په جسمي او فزيکي لحاظ هم غواړو، چې اولادونه مو ښايسته او ښکلي وي، که څه هم د دغو امتيازونو نشتوالی زموږ اولادونه نه بېکاره کوي او له انسانيت څخه يې څه نه کموي، يعنې که د هوښ، ذوق، هنر (کسب او کمال) او ښايست نه لرل مو اولادونه له انسانيت څخه نه باسي، خو بد اخلاقه او غير اخلاقي روزنه د هغوی انسانيت کموي او د هغوی شخصيت داغمن کوي.

اولادونه د والدينو مينې او محبت ته ډېره اړتيا لري او دا د اولادونو حق دی، چې مور و پلار بايد ورسره مينه وکړي، د استاد په شعري کلياتو کې د اولادونو پالنه او له اولادونو سره د مينې په باب شعرونه شته دي، چې د بېلګې په ډول لاندې مثالونه راوړم:

څو چې ځمکه، اسمان او دنيا شته
د مور زړه کې د مینې رڼا شته
که هيچا سره هيڅ ځای کې نه وي
مور سره محبت بې ريا شته
د مور مينه د مينو مور بوله
که دې مينه په خور يا لالا شته
د ليلی محبت که هر ګوره
د مور مينه د مينې تر شا شته
ټول عالم يې که بد ګڼي مورې
په اولاد پېرزوينه د تا شته
ستا په مينه کې نقص نه پېښېږي
تا سره سرمايه د بقا شته
تاته وي لکه تور د دوه سترګو
که دې غېږ کې اولاد نابينا شته
ژوندون تا را بښلی دی مورې
له ژوندونه نور څه شی اعلی شته
ما اول دي و تاته ژړلي
بل ځای کله د چا د ژړا شته
جنت ستا د قدم لاندې دی مورې
تر دې لوړ مقام کله د چا شته
که زما په سر وي دا ستا سيوری
نه حاجت د طوبی يا هما شته
[

په پورته راغلي شعر کې د مور مينه، محبت او مرحمت په هنري ژبه بيان شوی دی او د استاد الفت په شعري کلياتو کې داسې نورې بېلګې هم شته دي.

د اولادونو د روزنې په باب وايي:

د ځوکړي درد سره يې د زوی زېری ملګری
يا درنګ ساعت ته وير دی يا ډکه خوله خندا ده
په غېږ کې يې ماشوم خوښ هم پلار د ماشومانو
اولاد ته مربي ده پلرو ته مربا ده

د اولادونو د پالنې او لارښوونې په برخه کې والدين (مور و پلار) ډېر مسووليتونه  لري، چې د مور سالمه پالنه او روزنه بيا د اولاد په شخصيت جوړولو لا مهم دی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب