د ګواښ مدیریت (Risk Management)

ګواښ څه دی؟

د دې تر مخه چې د ګواښ مدیریت وپېژنو، اړینه ده چې پوه شو ګواښ څه شی دی؟ څرنګه کولی شو هغه اندازه کړو؟ او د هغه ډولونه کوم دي؟
د ګواښ کلیمه د “Rescum” په نوم د یوې لاتیني کلیمې څخه رامنځ ته شوې، چې په سمندر کې د خطر په معنی او دا په ډاګه کوي چې نړۍ د ګواښونو او  زیانونو څخه ډکه ده. ګواښ هغه شونتیا ده، چې په هغې کې د یوې ټاکلې کړنې او یا نه کړنې په سر ته رسولو سره نه غوښتونکې پایلې رامنځ ته شي او اړونده موخې اغیزمنې کړي.
ګواښ د اندیښنیې سره تړلی یو حالت دی، چې وړاندوینه یې شونې ده او کېدای شي په سوداګریزه چارو کې د هغه له امله د رامنځ ته کېدونکي زیان لګښت په پانګونه کې په پام کې ونیول شي، ځکه چې پانګه یوې سوداګرۍ ته د پور ورکونې لپاره یوازنی ډاډ او ضمانت دي.
 

د ګواښ اندازه کول (Risk Measurement)

ګواښ د هغه د رامنځته کېدو د شونتیا او د پایلو د اغیزمنتیا پر بنسټ اندازه کیږي. هغه ګواښ د پام وړ دی چې د رامنځته کېدو شونتیا او د پایلو اغیزې یې دواړه سترې وي، نو له دې امله اداره یا سازمان باید هغو ګواښونو ته په کلکه سره پاملرنه وکړي کوم چې رامنځته کېدل یې ډېر شوني او د پایلو اغېزې هم زیاتې سترې وي.

د ګواښ ډولونه (Risk Types)

په ټوله کې ګواښ په درې ډوله دی، اما ځینې نور ډولونه یې هم شتون لري چې په لاندې ډول دي:
۱. د پورونو اړوند ګواښ (Credit Risk): هغه ډول ګواښ دی، چې په ترڅ کې یې د یوې ادارې پوره وړې او یا همغږې ادارې هغې ادارې ته د خپلو پورونو په ورکړه کې د دوي تر منځ د لاسلیک شوي تړون سره سم پاتې راشي.
۲. د عملیاتي څانګې اړوند ګواښ (Operational Risk): دا هغه ګواښ دی، چې یو شرکت یا اداره د خپلو ورځنیو کړونو په بهیر کې د دننۍ (داخلي) پروسې، د وګړو او یا سیسټم د نیمګړتیاو له امله  ورسره مخامخ کیږي. یا دا هغه ګواښ دی، چې ډېری ځل د یو دنني عامل او په ځینې مواردو کې د یوه بهرني عامل د شتون له کبله په یوه سازمان او اداره کې رامنځ ته کیږي او د نوموړې ادارې یا سازمان  کړنو ته خڼډ ګرځي.
۳. د مارکیټ (بازار) اړوند ګواښ (Market Risk): دا ګواښ د زیان هغه ګواښ دی، چې د مارکیت د بیو د ښکته او پورته کېدو څخه رامنځ ته کیږي، لکه د سود یا ګټې په کچه کې بدلون، د اسعارو د بدلونې په نرخ کې توپیر او داسې نور. په بل عبارت د مارکیټ اړوند ګواښ هغه ګواښ دی، چې د بهرنیو عواملو د شتون له امله یوه اداره او یا سازمان له ناوړه پایلو سره مخامخ کوي.
د ګواښ ځینې نور ډولونه (Other types of risk)
۴. د ادارې او یا سازمان مدیریت پورې اړوند ګواښ (Corporate Governance Risk): هغه ګواښ دی، چې د یوې ادارې په مدیریت (مقرراتو، کړن لارو او اصولو) کې د نیمګړتیاو له امله رامنځ ته کیږي.
۵. قانون او مقرراتو پورې اړوند ګواښ (Regulatory Risk): هغه ګواښ دی، چې د قانون، مقرراتو او اصولو په منلو او پلي کولو کې رامنځ ته کیږي.
۶. د ښه نوم او نامتووالي اړوند ګواښ (Reputational Risk): هغه ګواښ دی، چې د یوې ادارې یا سازمان د نیک نوم او نامتووالي د له منځه وړلو لامل ګرځي. نیک نوم د یوه شرکت یا ادارې نه لمس کېدونکې دارايي ده، لکه د ښې سابقې لرل، د خلکو پر وړاندې د ښه تصویر لرل، د کارکوونکو مرال او داسې نور.
۷. د سیاسي جغرافیې اړوند ګواښ (Geopolitical Risk): هغه ګواښ دی، چې د یوې ادارې یا ارګان د اوږد مهاله سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او تکنالوژیکي عواملو د تحلیل او تجزیې په ترڅ کې رامنځ ته کیږي او د هغې ادارې سیاسي جغرافیه او نړیواله اړیکې اغیزمنې کوي.
ستراتیژیکي ګواښ (Strategic Risk): دا هغه ګواښ دی، چې د یو سازمان د موخو او اهدافو سره تړاو لري او د ضعیفه تصمیم نیونې، د تصمیمونو د بې ځایه پلي کولو، د منابعو د بې ځایه کارولو او بدلونونو ته په ځواب ورکولو کې د پاتې راتللو له امله رامنځ ته کیږي.
۹. د مالي زیان ګواښ (Liquidity Risk): دا هغه ګواښ دی، چې پایلې یې اداره له یوه داسې مالي بحران سره مخامخ کوي تر څو ونشي کولی حتی د خپل کاروبار کوچني او لنډ مهاله پورنه هم پرې کړي.

د ګواښ مدیریت  څه دی؟ (What is Risk Management?)

د ګواښ مدیریت په اداره کې داسې یو جوړښت دی، چې د ګواښونو د کچې په راټیټولو کې اغیزمن رول لري. دا مدیریت په یو ارګان کې د ګواښونو پېژندنه، اندازه کونه، لیدنه او د هغوي کنټرول سر ته رسوي، ترڅو له دې څخه ډاډ رامنځ ته کړي چې د ګواښ مدیریت د څانګې ټول کار کوونکي په ښکاره توګه ګواښونه پېژني، د ګواښونو منل د ګواښ منلو په هغه کچه کې چې د ادارې د مشرتابه پلاوي لخوا ټاکل شوې، سر ته رسیږي، د ګواښونو د مدیریت او اداره کولو تصامیم د سازمان د ستراتیژۍ او موخو سره سم اجرا کیږي، د ګواښ له امله د رامنځ ته شوي زیان د جبران کولو او د ګواښونو د ښه مدیریت په موخه په اداره کې ځانګړې بودجه چې په نورو ورځنیو کارونو کې به نه کارول کیږي، شتون لري.

د ګواښ مدیریت ارزښت (Importance of Risk Management ):

د ګواښ مدیریت په یوه اداره او یا ارګان کې د لاندې دلایلو پر بنسټ خورا زیات ارزښت لري:
۱. یو منظم او مؤثر د ګواښ مدیریت سوداګرۍ ته پراختیا ور په برخه کوي، مالي کړنې یې د حکومتي سختو قوانینو څخه خوندي او د نړۍ په کچه یې غزوي، په سوداګرۍ کې نوي مالي تولیدات رامنځ ته کوي او د سیالۍ کچه یې لوړه وي.
۲. د ګواښ مدیریت د یوې ادارې د ستراتیژیک موقف پر بنسټ د ګواښونو د اندازه کولو، لیدنې او کنټرول لپاره یو خورا مهم پارامټر (اندازه کوونکی) دی.
۳. د ګواښ د مدیریت چوکات، د هغه پروسه او دننی (داخلي) کنټرول د ګواښونو د طبیعت، سایز، او د کړنو د ستونزمنتیا له مخې هغوي اداره کوي او سره له دې هم داسې اصلونه شتون لري چې بې له دې چې د یو ګواښ طبیعت، سایز  او د کړنو د ستونزمنتیا په پام کې ونیسي، هغه اداره کوي.

د ګواښ مدیریت سطحې (Level of Risk Management):

ګواښونو ته د ځواب ویلو د وخت پر بنسټ، د ګواښ مدیریت په درې لاندې سطحو باندې ویشل کیږي:
۱- د ګواښ مدیریت بېړنۍ سطحه (Time Critical Level): د ګواښ مدیریت هغه سطحه ده، چې ژر تر  ژره ځواب ته اړتیا لري او په لږ وخت کې د یو پېښېدونکي ګواښ د پېښېدو څخه مخنیوی کوي. د ګواښ دا ډول مدیریت د هغو یو ناڅاپه پېښو د اداره کولو لپاره چې د پلان شویو عملیاتو په ترڅ کې رامنځ ته کیږي، ډېر مناسب دی.
۲ـ د ګواښ مدیریت منځنۍ سطحه (Deliberate level): د ګواښ مدیریت هغه سطحه ده، چې لنډ مهاله او منځني ګواښونه په ډاګه کوي او د هغوي لپاره د مخنیوي او کنټرول یو سیسټم رامنځ ته کوي.
۳- د ګواښ مدیریت ستراتیژیکه سطحه (Strategic Level): د ګواښ مدیریت هغه سطحه ده، چې اوږد مهاله ګواښونه په ګوته کوي او د هغوي لپاره د مخنیوي او کنټرول سیسټم رامنځ ته کوي.

د ګواښ مدیریت پروسه (Risk Management Process):

د دې لپاره چې په یوه اداره او یا شرکت کې د ګواښ ځانګړی مدیریت رامنځ ته کړو، نو اړینه ده چې په هغه اداره کې د دې مدیریت یوه مؤثره او یو پر بل پورې پوره تړلې د لاندې ۷ پړوانو لرونکې پروسه په پام کې ونیسو. د ګواښ د مدیریت دا پروسه هر سازمان او ادارې ته، بې له دې چې د هغې  ادارې د سوداګرۍ ډول، فعاليت او کړنې په پام کې ونیسي، د ګواښونو د اداره کولو، کنټرول او مخنیوي په موخه لارښوونه کوي چې په دې هکله څرنګه کوټلي ګامونه اوچت کړي.
پنځه اول یې لومړني پړاونه دي، چې د هر یو ګواښ د اداره کولو لپاره یوازې یو ځل سر ته رسیږي او دوه نور یې په دوامداره توګه د یو ګواښ د اداره کولو لپاره څو څو ځله د دغو پنځه لومړنیو پړاونو په بهیر کې تکراریږي او په زیاته پیمانه په خپلواکه توګه نه کارول کیږي. پنځه لومړني پړاونه یې په لاندې ډول دي:
۱. د پس منظر رامنځ ته کولو پړاو (Establish the context): دا د ګواښ مدیریت د پروسې هغه پړاو دی، چې د ګواښ له مدیرانو سره د ادارې د پس منظر، د سوداګرۍ د ډول او ګواښونو د تاریخچې په پېژندلو کې مرسته کوي. پوهاوي او مشوره هم په ډېره پیمانه سره په دې پړاو کې سر ته رسیږي.
۲. د ګواښ د په ګوته کولو پړاو (Identifying the risk): دا د ګواښ مدیریت د پروسې هغه پړاو دی، چې د داخلي او بهرنیو لاملونو پر بنسټ د یوې ادارې راتلونکي ګواښونه د هغوي د ډولونو، سټکهولډرونو (هغه اړخونه چې اداره له دوي او یا دوي له ادارې څخه اغیزمن کیږي)، تیرو پیښو او راتلونکو پرمختګونو له مخې په ګوته کوي.  مانیتورنګ او لیدنه او همدارنګه پوهاوی او مشوره په دې پړاو کې سر ته رسیږي.
۳. د ګواښ د تجزیه کولو پړاو (Analyze the risk): دا د ګواښ مدیریت د پروسې هغه پړاو دی، چې ګواښونه د هغوي د رامنځ ته کېدو د شونتیا او د پایلو د اغیزمنتیا له مخې تجزیه کوي. د تجزیې په ترڅ کې د ګواښ مدیریت هغو ګواښونو ته په کلکله پاملرنه کوي کوم چې د رامنځ ته کېدو شونتیا او د پایلو اغیزمنتیا یې دواړه لوړ وي. مانیتورنګ او لیدنه او همدارنګه پوهاوی او مشوره هم په دې پړاو کې سر ته رسیږي.
۴. د ګواښ ارزونې پړاو (Evaluation the risk): د ګواښ مدیریت د پروسې هغه پړاو دی چې د ګواښ د تجزیې کولو د پړاو لخوا پېژندل شول شوي ګواښونه د لومړيتوب له مخې په خورا ارزښتمنو، ارزښتمنو او لږ ارزښتمنو ډلو جلا کوي.
۵. د ګواښ سره د عمل کولو پړاو (Treat the risk):  د ګواښ مدیریت د پروسې هغه پړاو دی، چې په دې پړاو کې د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې یو دننی (داخلي) میکانیزم رامنځ ته کیږي تر څو د پېژندل شویو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.
۶ او ۷. د مانیتورنګ او لیدنې او همدارنګه د پوهاوی او مشورې پـــــړاونه
 (Monitoring and review as well as the communication and consultation): دا د ګواښ مدیریت د پروسې دوه وروستي پړاونه دي، چې د پنځه لومړنیو پړاو په ترڅ کې راځي او په ځانګړې او خپلواکه توګه نه کارول کیږي.

د ګواښ مدیریت وسایل (Risk Management Tools)

د ګواښ مدیریت د پروسې له لارې د یوې ادارې د ګواښونو د اداره کولو او له منځه وړلو لپاره د ګواښ د مدیرانو لخوا د ګواښ مدیریت د بېلا بېلو وسایلو څخه کار اخیستل کیږي، چې ډېر عام او په زیاته پیمانه کارېدونکي یې په لاندې ډول دي:
۱. د ادارې د ګواښ مدیریت څرخ (Enterprise Risk Management Wheel): د ګواښ مدیرت هغه وسیله ده، چې د ګواښ مدیرانو سره د ادارې د دننيو او بهرنیو ګواښونو په پېژندنه کې په سیسټماټیک ډول مرسته کوي.
۲. د ګواښ مدیریت ماټریکس (Risk Management Matrix): د ګواښ مدیریت هغه وسیله ده، چې د ګواښ له مدیرانو سره د ګواښونو په اندازه کولو کې د هغوي د رامنځته کېدو د شونتیا او د پایلو د اغیزو له مخې مرسته کوي. دا ماټریکس په څلور بېلا بېلو برخو ویشل شوی، چې په هره برخه کې یې د ګواښ مدیریت یوه ځانګړې ستراتیژي وړاندې کیږي او په لاندې ډول دي:
A. د ګواښ منلو ستراتیژي (Retain Risk)
B. د ګواښ منلو ستراتیژي (Retain Risk)
C. د ګواښ د مخنیوي ستراتیژي (Avoid Risk)
D. د ګواښ لېږدولو ستراتیژي (Transfer Risk)
E. د ګواښ کمولو ستراتیژي (Reduce Risk)

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب