د ګوګل هغه ځانګړتیا چې کیدی شي ترې خبر ونه لرئ

د بیزنس انسایډر په راپور کې راغلی چې د ګوګل لټون پاڼې ډیرې ځانګړتیاوې لري چې له ډیرو يي بیا زیات شمیر کاروونکي نه وي خبر.

د ګوګل پاڼې کاروونکي کولی شي د ګوګل لټون په مرسته خپل خواړه کنټرول کړي. که چیرې غواړئ خپل د خوړو له ځانګړتیاو او په کې شته ګټور او مضر موادو څخه خبر شئ نو ګوګل لټون مو مرسته کولی شي.

له ګوګل لټون څخه وپوښتئ چې ستاسې خواړه کومه اندازه کالوري، غوړ او یا مالګه لري. ګوګل لټون به له محاسبې وروسته تاسې ته ستاسې د پوښتنې ځواب درکړي.

کاروونکي کولی شي تقریبا د ټولو خوړو په اړه له ګوګل څخه پوښتنه وکړي. د مثال په ډول که چیرې له ګوګل څخه پوښتنه وشي چې د چرګې په ۸۹ ګرامه غوښه کې څومره پروټین وجود لري نو ګوګل لټون به له ځنډ پرته ځواب درکړي چې ۲۴ ګرامه. حتی کولی شئ په ډیره دقیقه توګه پوښتنه وکړئ. د مثال په ډول پوښتنه وکړئ چې د چرګې د سینې په ۸۰ ګرامه غوښه کې څومره کالوري یا پروټین موجود دی.

دغه معلومات د هغو کاروونکو لپاره چې غواړي اضافي وزن کم او یا هم اوسنی وزن يي زیات نشي ډیر ګټور دی. د هغو ناروغانو لپاره هم چې د پرهیز په حالت کې وي د ګوګل دغه ځانګړتیا ډیره زیاته مرسته کولی شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب