د ګيلاس ميوې له دې ګټو څخه خبر ياست

ګیلاس هم د هغو مېوو له ډلې څخه دي چي د یو شمېر ناروغیو په مخنیوي کې ښه ونډه لري .

د ګېلاسو استعمال د بدن په اوریک اسیدونو کې د پام وړ کمښت راولي او د پښو درد په مخنیوي کې مهم رول لري، د ډاکټرانو په باور هره مېوه یو ډول روغتیایي ګټه لري، یعني مېوه د یو شمېر ناروغیو په مخنیوي کې هم غوښنه ونډه لري.

د خوراکي توکو متخصیصو ډاکټرانو د ګېلاسو د استعمال د ماهیت، پر مفصلونو او د پښو پر درد یې د اغیزو په اړه څېړنه کړې او ویلي یې دي: یوازي تازه ګېلاس نه بلکې وچ شوي ګېلاس چي شیریني نه وي په کې کار شوي او همدرانګه د ګېلاسو اوبه کولای شي د پښو درد په ښه کېدو کې ښه واقع شي.

د پښو د درد ناروغۍ په وینه کې د ډېرو اوریک اسیدونو له کبله رامنځته کېږي چي بیا وروسته دغه اوریک اسیدونه د مفصلونو په شاوخوا کې یو ځای کېږي او درد رامنځته کوي، تر اوسه چا نه ده موندلې چي ولي د پښو درد او د مفصلونو د پړسوب له ناروغۍ سره ډېری کسان مخ دي؟ خو داسي ګمان کېږي چي د بدن ډېر وزن او په نارینوو کې د بډګیو د لیږ فعالیت له وجي ډېری کسان په دغه ناروغۍ اخته کېږي.

په ټولیز ډول په سلو کې ۷۵ سلنه نارینه او پاتي ۲۵ سلنه ښځې په دې ناروغۍ اخته دي، په ښځو کې د دې ناروغۍ سلنه ځکه لیږه ده چي د استروژون هورمونونه ښځې له دې ناروغۍ څخه ژغوري، د دغه ریپوټ پر اساس نارینه چي کله بلوغ ووهي وینه یې په تدریجي ډول ډېر اوریک اسیدونه جذبوي، خو په ښځو کې بیا له زېږون وروسته دغه پړاو پیلیږي.

که څه هم د ګيلاس خوړولو او د پښو پر درد یې د اثر په اړه کومه خاصه علمي مطالعه نه ده تر سره شوي خو د متخصیصو ډاکټرانو په باور په ګیلاس کي یو ډول انزایم شته چي له بدن څخه د اوریک اسیدونو په را ویستو کې مرسته کوي، په دې ناروغۍ د روږدو کسانو په وینا که کېدای شي د زړه، ځیګر، بډوګي او دې ته ورته خوړو څخه ډډه وکړۍ او ستاسي د ناروغۍ لپاره به دا چاره ډېره ګټه وره وي، ځکه په دغه ډول خوړو کې په ډېره پیمانه اوریک اسیدونه شته وي، د پښو درد د ناروغۍ د مخنیوي لپاره لازمي ده چي په یوه ورځ کي حد اقل د تازه ګیلاسو ۸ جامه اوبه وڅښل شي.

 

انور افغان

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب