د ګډ‌ ژوند لپاره ښځې انتخاب

((وَأَنكِحُوا الأَيَامَى مِنْكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِنْ يَكُونُوا فُقَرَاءَ يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ))[النور:۳۲]

د کورونو اصلاح د ګردې جامعې د اصلاح ذریعه ګرځیدلی شي. هرنارینه ته دا ضروري ده چي له نکاح څخه مخکې داسې بي بي انتخاب کړي چي په أُخروي امورو کې له یو نارینه سره مرسته وکړي. یعنې چې دينداره، نیک خويه (د ښو اخلاقو څښتنه) او صالحه بي بي وي هغه صفات پکې وي چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  د کومو توصیه کړې ده، بیا به د انسان ژوند د خوشحالیو څخه ډک وي ژوند به يې ښه تیریږي اولادونه به يې نیکان وي د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم حدیث ده:

)عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( تُنْكَحُ الْمَرْأَةُ لِأَرْبَعٍ : لِمَالِهَا ، وَلِحَسَبِهَا ، وَلِجَمَالِهَا ، وَلِدِينِهَا ، فَاظْفَرْ بِذَاتِ الدِّينِ تَرِبَتْ يَدَاكَ ) . البخاري (۴۸۰۲) ومسلم (۱۴۶۶)

په دې مبارک حديث کې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم لخوا امر نده چې ښځه مالداره دینداره د نیک نسب مالکه وي له هغي سره نکاح وکړئ بلکه په دې مبارک حديث کې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دې خبره باندې تصریح کړی ده چې دا د خلکو اهداف دي:

په نکاح د بي بي کې بعضې خلک د ښځې د ښایست ذکر کوي بعضې خلک کوشش کوي چې د ښه نسب والا ښځه وکړي بعضې خلک مالدارې ته ترجیح ورکوي او بعضې خلک چې له ښځې سره نکاح کوي د هغې د ديندارۍ له امله يې کوي، آخرنۍ خبره رسول اکرم صلی الله علیه وسلم خوښه کړي ده چې تاسو دینداره ښځه په نکاح کړئ؛ دې سره به مو ژوند کې خوشحالي نصیب او د آخرت په امورو کې به درسره همکاره وي، صالحه بي بي  له  یو نارینه انسان سره د آخرت په امورو کې کومک کونکې وي او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دې اړه مونږ ترغیب کړي یو چې داسې بي بي سره نکاح وکړئ چې د آخرت په امورو کې له تاسو سره مرسته وکړي د دنیا بهترین نعمت هغه نیکه بي بي ده.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمائي:

(الدُّنیا متاعٌ وخیر متاع الدنیا المرأة الصالحة( مسلم: ۱۴۶۸))

ژباړه: دنیا یوه توښه ده او بهترینه توښه د دنیا صالحه ميرمنه ده.

د صالحې ميرمنې صفات علماء کرامو په لاندې ډول بیان کړي دي:

۱  دينداري: کوشش کوئ چې دیندارې بي بي سره نکاح وکړئ: لکه مخکې لیکل شوي حدیث کي چې پیغمبر علیه السلام فرمایلي چې تاسو دیندارۍ ته نظر وکړئ ژوند به مو خوشحاله وي.

۲ نیک خویه یا نیک اخلاقي: نیک اخلاقي له هغو صفاتو څخه ده چې د انسان ظاهري صفات پرې ښایسته وي نیک کرداره خوږ ژبې وي په لګ شي باندي خوشحاله او راضي کیږي له بدو افعالو ځان ساتونکې وي د نعمت ناشکري نه کوي چې څه دې ورته راوړل داسې الفاظ استعمال کړي چې خاوند پرې خوشحاله شي لکه وايې څومر ه ښه شی دې راوړی دا ځما ډیر خوښ دي ولو که يې خوښ هم نه وي؛ خو د خاوند د خوشحالۍ لپاره دا سې خبرې کوي، که بالعکس وواېي چې دا دې څه راوړي دا کپړه ډیره خرابه ده دا خوراک ځما نه ده خوښ؛ دې سره د خاوند زړه خفه کیږي.

۳ ظاهري حسن او ښایست ده: د انسان طبیعت داسې جوړ ده چې ښایسته شی خوښوي څوک چې خِطبې یا په اصطلاح ریباري ته ځي اول د ښځې ظاهري ښایست ته وګوري په دې باندي پیغمبر علیه السلام صحابه کرا مو ته امر کړی چې د ریباري وخت کي د ښځې مخ ته ګوري ځکه ظاهري ښایست سره د زوجینو ترمنځه زندګي دوام پیدا کوي.

۴ د مهر کموالی: پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د صالحو او نیکو بیبیانو مهرونه کم او برکت يې ډیر وي.

۵ پیغلتوب: ښځه باید پیغله وي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي (علیکم بالأبکار فاِنَّهنَّ آَعذَبُ أفواهاً وأنتق أرحاماً وأرضی بالیسیر(ابن ماجه ۱۸۵۱)) وفی روایة ( وأقلُّ خبّاً ( الطبرانی:۷۶۷۷)) ژباړه: تاسو له پیغلو ښځو سره نکاح وکړئ ځکه دا خوږ ژبې ډیرې محبت کونکې وي، رحِم يې صفا وي، (دانسان نفرت نه ځني کیږي ځکه انسان  طبعا له هغو ښځو نفرت کوي چي بل چا سره يې یو زل واده شوی یا هسې یوځای شوي وي) او پیغله ښځه په لګ شی خوشحاله کيږي بل روایت کي راغلي چي کمه دوکه بازه وي.

۶ اولاد راوړونکې:  لکه څرنګه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

( تزوّجوا الودود الولود اِنِّي مکاثرٌ الأنبیاء یوم القیامة ( احمد۱۲۶۱۳))

ژباړه: داسې بي بي سره نکاح وکړئ چې مینه ناکه وي او ډیر اولادونه دنیا ته راوړي ځکه زه د محشر په ورځ د نورو پیغمبرانو علیهم السلام په منځ کې ستاسو په ډیر والي فخر کوم.

۷ نسب داره: يعنې له داسې کورنۍ څخه وي چې په نیکۍ کې شهرت ولري ځکه بې نسبه بي بي د اولاد په تربیه کې ډيره مؤثره نه وي.

لیکوال: مولوي حمد الله آخونزاده

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب