د ګړو یا وییکو اصطلاح (Term)

اصطلاح څه ته وايي؟

بل تعریف دی: هره ګړه یا وییکه چي بېله خپله اصلي ماناڅخه بله مجازي ماناهم ولري نو و دغي ته اصطلاح وایي. اصطلاح ځیني «دود» هم ماناکوي. په پښتو کي ئې لیکینه (استلا) ده او فونېم (Phonem)ئې په ګړدود کې دغسي اورېدل کیږي، چي لیکل کیږي. لکه چي وايي: داپه موږکي« استلا» نه ده؛ یانې: داپه موږکي دود نه دی. یابله بولګه: داپه موږکي اصطلاح نه ده،چي «زوم» دي د«ناوي» لاس مچ کي. حمیدماشوخېل وایي:
د مکتب له اصطلاح بې خبر ښکلی
د غونچې په څېر خاموش پاتي شو غلیاصطلاح ته په لاتیني (Term) وایي او په انګلسي کي ورته (expression) وايي او په پښتو کي ورته «وییمانیزه» وايي. دا وه داصطلاح تشریح (Definition).
اوس ګورو د پښتو په ژبه کي اصطلاحګاني. د ساري په توګه «ګَرمّ»دګرم اصلي مانا په عربي ملامت،په پاړسي کي ورته سرزنش وايي اوپه پښتوکي ورته پړ وایي.خوشال بابائې پخپل شعرکي په آري مانائې پکاروړي. لکه چي وایي:
څوک دي ئې ګرم او ملامت نه کا
يوه بلا ئې تر تندي تېره ده

حمید ماشوخېل ئې هم په اصلي مانا پکار وړي. اووایي:
صبا ورځ به ئې لغته په شا وخوري
مه شه نن په یوه سوک وچاته ګرم

د«ګرم»اصطلاحي مانائې ده: خاطر،پروا. دالنډې ګورو،چي وایي:
ژړا مي نه ده په چا ګرمه
خوشي ګرېوان په او ښکو ولي لنده ومه
دلته وایي: په ژړامي دچاپروانه کیږي یاڅوک نه په خوبدی کیږي؛ نو ولي ناحقه ګرېوان په اوښکو لوندکم.

بله ګړه یا وییکه «ټکی»(۰) دی.

د«ټکي»آري مانا یوه وړوکې نښه ده، و«ټکي» ته په عربي «نقطه» وایي په انګلیسي کي ورته (point یا dot) وایي.«ټکی»هغه نښه ده.چي دهري وییني په پای کي ایښوول کیږي. یادیوې «دایرې» په منځ کي ایښول کیږي،چي د«دایرې» مرکز ئې بولي. د«الپ وبې» پر تورو باندي هم ایښوول کیږي. لکه: (ب؛ج؛ث)اودغسي نور. په شمېرکي یوعدد ته چي راسته خواتې «ټکی» ورکې نو لس برابر لوړیږي (۱۰). و دغه ټکي ته په عربي (صفر) په لاتیني (Null) وایي اوپه انګلیسي کي ورته (zero) وایي.دغه د «ټکي» اصلي پکار وړل اومانا وې دي.

د «ټکي» اصطلاحي مانا:
ټکی مانا لږ يو غړپ: 
[یوټکی اوبه راکه!] مانا: یوڅه لږ یا یو غړپ اوبه راکه!

your ads

«ټکی» مانا هیڅ.:
[ټکی ئې نه زده!] مانا داچي: هیڅ ئې نه زده![ټکی ئې په سرکي نسته!]

«ټکی»مانا«توری».
[ په لوستل کي «ټکو»ته ګوره!]

بله اصطلاح (هوښ) ده:

د«هوښ» اصلي مانا په عربي (فکر) ته وایي،په پاړسي کي ورته (اندیشه) وايي.

رحمان بابا «هوښ» په اصلي ماناپکار وړي:
سړي هوښ چې د سړي له تنه پاڅي
د سړیو په جامه کي خربشوی شي

د هوښ اصطلاحي مانا احتیاط او پام ده:
چي وایي: [هلکه هوښ کوه!] یاني احتیاط کوه یا پام کوه!

بله ګړه یا وییکه «تور» دی:

د تور آري مانا رنګ دی،چي ضدئې سپین دی.
حمید ماشوخېل وایي:
توري زلفي سپین رخسار به مي هېرنه شي
که مي واړوي ناصح په سپین او تورکښې

د تور اصطلاحي مانا تهمت دی اوبله مانائې «دام» دی.
حمیدماشوخېل ئې دلته داصطلاحي مانا له مخي پکاروړي اووایي:
که وکاږي مي څوک سترګي په پېغور کښې
یامي سرله تنه ځي د عشق په تور کښې

بله اصطلاحي مانا: [و مرغانو ته ئې «تور» غوړولی.] په هره ژبه کي اصطلاح یاني (Term) سته او لږ نه؛بلکي ډېري دي. دغسي هم په پښتو ژبه کې. که و دغه ته لانور هم دوام ورکړه سي له دې نه به څوکتابه ډک سي.
دلته کټ یو څو بولګي د ساري په توګه ولیکل سوي،چي صرف اصطلاح تشرېح سوې وي. پردغه څو بولګو بسنه کوو.

اخځونه:
۱ ـ ویکیپېدیا
۲ ـ دخوشال بابا،د رحمان بابا او حمیدماشوخېل کتابونه
۳ ـ فرهنګ عمید
۴ ـ پښتو ــ الماني قاموس احمدولي اځکزی

محمدسرور وکیلي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب