د گناهونو د مغفرت او بخښل کېدو اسباب

۳: ښه کارونه :

له ډېرونصوصومعلومېږي چي نېک اعمال که واجب وي  او که مستحب،په دې سره گناهونه بخښل کېږي.
عن ابي ذر قال : قال لي رسول الله صلى الله عليه و سلم اتق الله حيثما كنت وأتبع السيئة الحسنة تمحها وخالق الناس بخلق حسن (رواه الترمذي ص:۱۹ج۲ وقال هذا حديث حسن صحيح)
له حضرت ابوذر- رضی الله عنه-څخه روايت دی چي ماته رسول الله-صلی الله عليه وسلم- وفرمايل:له الله تعالی څخه ووېرېږه!په کوم ځای کي چي يې!تربدۍ وروسته نېکي وکړه!دا نېکي هغه بدي ورانوي  او د خلگوسره په ښواخلاقوژوندکوه!!
په دې حديث کي درۍ خبري راغلې دي،يوه له هغو دا ده چي کله گناه وشي نونېکي ورپسي وکړه،دا نېکي د گناه د مغفرت  او کفاري سبب دی.

دا مضمون په قرآن کريم کي هم راغلی دی الله تعالی فرمايي:إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ(سورة هود: ۱۱۴)يعني په يقيني توگه نېکۍ گناوي ختموي!!
په بل ځای کيالله جل جلاله فرمايي:( ادْخُلُوا الْجَنَّةَ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ)(النحل:۳۲)
ژباړه :جنت ته د هغوعملونوپه سبب ننوزئ چي تاسوبه کول!!

جنت ته څوک هغه وخت داخلېږي کله  چي گناه وروبخښل شي ځکه چي جنت ته داخلېدل د گناه سره نه کېږي ځکه جنت د پاکوخلگواستوگنځی دی،ناولي خلگ جنت ته نه شي داخلېدای.
چاته چي جنت ته د ننوتوحکم وشي،معلومېږي چي گناوي يې بخښل شوې دي.
معلومه شوه چي د نېک عمل له امله گناوي بخښل شوې دي.

په بل ځای کي الله-جل جلاله- فرمايي:  (اِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ إِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَجِلَتْ قُلُوبُهُمْ وَإِذَا تُلِيَتْ عَلَيْهِمْ آيَاتُهُ زَادَتْهُمْ إِيمَاناً وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ،الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ،أُولَئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقّاً لَهُمْ دَرَجَاتٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ(لأنفال۲ـ۴)
ژباړه:يقيناخبره دا ده چي(رښتيني)مؤمنان هغه کسان دي چي کله د الله نوم يادشي،زړونه يې ووېرېږي  او کله چي يې آياتونه پرې ولوستل شي،ايمان يې ورزيات کړي  او په خپل رب توکل کوي.
هغه کسان چي لمونځ اداءکوي  او له هغه څه نه چي موږ ور روزي کړي،لگښت کوي.
دغه کسان همدوی په حقه مؤمنان دي،د دوی لپاره د خپل رب په وړاندي درجې،بخښنه  او غوره روزي  ده!!
له دې آيت څخه معلومېږي چي د لمانځه د ارکانو او واجباتوسره په پابندۍ اداکول،د زکات ايستل  او داسي نورښه کارونه  د گناهونود مغفرت  او د رزق کريم سببونه دي.
له حضرت عثمان رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم- وفرمايل:څوک چي  او دس وکړي،نواودس ښائسته کړي(يعني په صحيح طريقه ئې وکړي)د ده گناوي د ده له بندن څخه وزي،تردې چي د نوکانود لاندي څخه هم ووزي(بخاري اومسلم)
په بل حديث کي راغلي دي: من صام رمضان إيماناً واحتساباً غفر له ما تقدم من ذنبه(متفق عليه)
يعني څوک چي د رمضان روژه د ايمان اود ثواب گڼلوپه حالت کي ونيسي،د ده مخکينۍ گناوي به وروبخښل شي!!
همداراز دا مضمون په ډېرواحاديثوکي راغلی دی چي په ښوکاروسره الله-جل جلاله- انسان ته مغفرت کوي.
خودا چي په نېکواعمالوسره د کوموگناهونومغفرت کېږي؟
ځيني عالمان وايي چي که الله پاک وغواړي،لويي هم وربخښي اودا د الله پاک له رحمت څخه لري نه ده.
خوجمهورعلماءوايي چي دصغائرو(وړو)گناهونومغفرت کېږي، دکبائرو(لويوگناهونو)لپاره توبه ايستل ضروري دی.
دوړوگناهونوبخښل کېدل هم کمه گټه نه ده،له انسان څخه وړې گناوي ډېري کېږي، ددغو د بخښني لپاره الله پاک دغه انتظام کړی دی چي په نيکيوهم بخښل کېږي.
دلويودبخښني لپاره توبه اواستغفارکول ضروري دي.
علماووفرمايلي دي چي که صغيره گناوي کمي وي،نودنيکيوپه ذريعه په کبيره گناهونوکي هم تخفيف راځي اونېکي ددرجودلوړوالي ذريعه گرزي.(فضائل توبه واستغفارص:۴۳)

۴: له لويو گناهونو ځان ساتل

الله جل جلاله فرمايي:إِنْ تَجْتَنِبُوا كَبَائِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُمْ مُدْخَلاً كَرِيماً (سورة النساء: ۳۱) .
ژباړه:که تاسوله هغولويو(بديو)چي ترې منع شوي ياست،ډډه وکړئ نوموږبه له تاسو ستاسو واړه گناهونه ورژوو اوتاسوبه دعزت په ځای کي داخل کړو!!
په دې آيت مبارک کي دالله پاک ديوه ځانگړي انعام يادونه شوې اوهغه داچي که تاسوله لويوگناهونوځانونه وژغورئ،نوالله پاک به موواړه گناهونه دروبخښي اوپه دې توگه به تاسو له ټولوگناهونوصفادعزت اوراحت په ځای کي داخل کړوچي جنت يې نوم دی.

له کبائروپه ځان ساتنه کي دهغوفرائضواوواجباتوترسره کول هم داخل دي،چي پرېښودل ئې کبيره گناه وي لکه څنگه چي په حديث کي راغلي دي:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- كَانَ يَقُولُ « الصَّلَوَاتُ الْخَمْسُ وَالْجُمُعَةُ إِلَى الْجُمُعَةِ وَرَمَضَانُ إِلَى رَمَضَانَ مُكَفِّرَاتٌ مَا بَيْنَهُنَّ إِذَا اجْتَنَبَ الْكَبَائِرَ(رواه مسلم ص:۱۲۲ج:۱)
له حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم-وفرمايل:پنځه لمونځونه اويودجمعې لمونځ تربل پوري،اويورمضان تربل پوري، دهغو گناهونو رژوونکي دي چي ترمنځ يې(شوي)وي،کله چي يې له کبائروځان ساتلی وي!!
نو له گناهونو ځان ساتل هم دمغفرت سبب دی.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب