د یرموک درې زخمي صحابه وو کیسه

حبیب بن ثابت (رض) وايي: د یرموک په جنګ کې درې صحابه ، حارث بن هشام ، عکرمه بن  ابو جهل  اوعیاش بن ابی ربیعه (رض) له سخت جنګ کولو وروسته زخمیان شول او په ځمکه را پریوتل؛ نو هر یوه یې د اوبو غوښتنه کوله، یو صحابي په منډه (ځغاسته) اوبه ور وړې او لومړی یې حارث بن هشام (رض) ته ونیولې هغه چې عکرمه ته وکتل صحابي ته یې وویل: هغه  ته يې ور وړه ، هغه په منډه( ځغاسته) عکرمه (رض) ته جام وروړ؛ خو عکرمه چې وکتل حضرت عیاش (رض) یې څنګ ته پروت دی او د اوبو جام ته را ګوري؛ نو صحابي ته یې وویل: هغه ته یې وروړه ، صحابي چې تر څو عیاش (رض) ته  ورتللو هغه سا ورکړې وه بیرته چې عکرمه (رض) او حارث (رض)  ته را وګرځيد هغوی هم روحونه سپارلي وو.

مأخذ: د ایماني ژوند ځلانده بېلګې.

[irp][irp][irp]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب