د یو زده کړیال یا محصل ژوند

زما د لسانس دورې (۱۳۵۶ هـ) زده کړې دوران- عبدالله وردک

پدغه لیکنه کې، غواړم چې ګرانو او قدرمنو لوستونکو ته، د کابل په پوهنتون کې، د خپلو لومړنیو زده کړو(لېسانس) په هکله، معلومات وړاندې کړم.
زه د ۱۳۵۰ کال د قوس په میاشت کې، چې د ظاهرشاه وخت و، له ثانوی تخنیک څخه، د برق له ریښتې څخه عمومی اول نمره فارغ شوم. د انجینرۍ د پوهنځۍ کانکور مې، په همدغه کال د ژمی په لومړیو ورځو کې ورکړ، او الحمدلله، اول نمره پکې کامیاب شوم.
د یادولو وړ ده، چې زمونږه دوره نیږدې ۱۵ میاشتې، د مظاهرو له کبله وځنډېده، او د پوهنتون په لومړي ټولګي کې دوه دورې محصلین سره یوځای شول. یعنې، ما خپلې زده کړې، د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې، په ۱۳۵۲ لمریز کال کې شروع کړېدي.
د یادونې وړ ده، چې په هغه وخت کې به د پوهنتون د لومړي ټولګي محصلینو ته، په پولی تخنیک کې، لیلیه ورکول کېده.
د ظاهرشاه د حکومت په آخرينۍ میاشتو کې د پوهنتون حالت ډېر سیاسی شوی ‌وو، او په نسبي توګه، د سیاسی فعالیتونو آزادي هم ورکړل شوې وه.
همدارنګه، د ظاهرشاه د پاچاهۍ په آخرينۍ میاشتو کې، د پوهنتون د محصلینو د اتحادیې دپاره انتخابات ترسره شول، چې پدغه انتخاباتو کې، الحمدلله، د جوانان مسلمان د نهضت غړو، په غوڅ اکثریت سره، څوکۍ تر لاسه کړې. همدغه کامیابۍ، په دولت کې ځینې سیاسي کړۍ، او په ځانګړې توګه، روسان راویښ کړل.
زه د انجینرۍ د پوهنځۍ په اول ټولګي کې محصل وم، چې داىٔود خان کودتا وکړه. د داىٔود خان په دوره کې د اسلامی نهضت ځینې غړي بندیان، ځینې شهیدان، او ځینې نور، د وطن پرېښودلو ته مجبور شول.
داىٔود خان د انجینرۍ پوهنځۍ، د امریکا د جاسوسۍ ځاله بلله، او په همدې سبب یې، د هغه د تړلو فیصله وکړه، او نیږدې ۲ کاله یې نوي محصلین ورته ونه نیول.
د یادولو وړ ده، چې بیا همدغه داىٔود خان امر وکړ، چې د انجینرۍ پوهنځۍ ته، هرکال باید ۱۰۰۰ نفره شاګردان ونیول شي، چې په هغه وخت کې به شاید ټول پوهنتون ته ۵۰۰۰ نفره شاګردان، نه نیول کېدل.
د کابل د انجینرۍ د پوهنځۍ درسي پروګرام ۵ کاله و، او هرکال ۲ سمستره لرل، چې ټول ۱۰ سمستره کېدل.
د پنځم کال په لومړني سمستر کې به محصلین، د عملي کارونو لپاره، مختلفو ولایتونو ته استول کېدل.
ددغه پنځه کاله تدریسي پروګرام څخه به دوه نیم کاله، په ټولو شاګردانو عمومی مضامین ویل کيدل، او د درېیم ټولګي په دویم سمستر کې به، ریښته بندي کېدله، چې زه بیا د برق ریښتې ته ولاړم.
د ۱۳۵۴ کال د عقرب په میاشت کې، زه د درېیم تولګی څخه، چې د داىٔود خان وخت و، د شپږو میاشتو لپاره امریکې ته، د درس ویلو دپاره واستول شوم. د کابل د پوهنتون، د ټولو پوهنځیو، د درېیم ټولګي اول نمره، دویم نمره، او درېیم نمره محصلینو، د فولبرایت په آزموینه کې ګډون وکړ، او په پای کې له ټول پوهنتون څخه، پنځه کسه تعین، او امریکې ته د شپږو میاشتو لپاره واستول شول.
پدغه پنځو محصلینو کې، زه د انجینرۍ له پوهنځۍ، دوه د زراعت له پوهنځۍ، یو د طب له پوهنځۍ، او بل د فارمسی له پوهنځۍ څخه وو.
غواړم، د امریکې د تعلیمي بورس په هکله، په راتلونکې لیکنه کې، یو څه مفصل معلومات وړاندې کړم.
هېره د نه وي، چې د انجینرۍ په پوهنځۍ کې، ټول درسونه په انګرېزي ژبه تدریس کېدل. پدغه پوهنځۍ کې به امریکاىٔي استادانو هم درس ورکاوه، او د هر سمستر په آخر کې به ازموینه اخستل کېده. دا پدې معنا، چې له هر محصل څخه به ۹ امتحانونه اخستل کېدل، او دا ځکه چې یو سمستر به محصلین عملي کارونو ته استول کېدل، او د هغه سمستر کوم امتحان نه و، او محصلینو به یوازې خپل کاري راپور وړاندې کاوه.
هېره د نه وي، چې ددغه ۹ امتحانو څخه علاوه، به نور صنفي واړه امتحانونه هم اخستل کېدل.
زه له دغه ۹ سمسترو څخه په ۸ سمسترو کې، اول نمره بریالی شوی یم، او یوازې په یوه سمستر کې دویم نمره شوم، چې اول نمره یوه خور شوه، او زه تر اوسه هغې خور ته، هر وخت په زړه کې ډېر احترام لرم.
کله چې زه دویم نمره بریالی شوم، نو دغه نتیجې، زما استادان، ملګري، او خپلوان، ټول حیران کړي وو. ما ته به، خپلو ملګرو، د فاتحې په شان غمشریکي څرګندوله، چې زه ورته حیران پاتې وم، او زما ملګري، او دوستان، په ریښتیا سره، ډېر خفه وو، او په ما یې شخصاً کوم بد تأثیر نه و کړی. لېکن، د زما د نیږدې ملګرو خفګان زه هم ځورولم.
د یادولو وړ ده، چې زه پخپلو نیږدې ملګرو، ډېر ګران وم، او دوی هم په ما ډېر ګران وو. دوی ټولو، به ماته ډېر ناز راکاوه، او د دوی ټولو به ما هم ډېر خیال ساته. زمونږه دوستي، او ملګري، خاص د اسلام په خاطر وه، او بس.
مونږه ټولو ملګرو به په ګډه درس وایه، او ښه ادبي بنډارونه، به مو هم کول. اسلامي حلقې به مو لرلې، او د امکان په صورت کې به د چای او ډوډۍ خوړلو دپاره، د غذا د خوړلو ځای ته، یوځای تللو. همدارنګه، بیا به په نوبت سره، هره شپه، د یوه ملګري اطاق ته، د چای چښلو دپاره په ګډه تللو، او خپل ادبي بنډارونه به مو کول.
هېره د نه وي، چې دغه د مرکزي لیلیې ګډ ژوند، به زما هېڅکله هم هېر نشي.
په هغه وختونو کې د کابل د انجینرۍ په پوهنځۍ کې، ډېر سخت مقررات عملي کېدل، او ځینې شاګردان به د پنځم کال له آخریني سمستر څخه، ناکام کېدل، چې بیا به د هغوی ټولې زده کړې، په اوبو کې لاهو شوې.
د یادولو وړ ده، چې دغه نسبي آزادي، یوازې څه کم ۳ میاشتې، زمونږه په نصیب وه، او بیا د داىٔود خان کودتا وشوه، او په لومړنیو کلونو کې ډېرې ستونځې او بندیزونه وو. د مرکزي لیلې دپاره یو جګړن مامور شوی و، چي هغه به هر وخت په عسکري درېشۍ کې به هرې خوا ته، ګرځېده.
د یادونې وړ ده، چې لازمه خو دا وه، چې د افغانستان تکړه مسلمانانو، باید پخپل ملک کې، سوکاله ژوند درلودلای. لېکن متأسفانه، تکړه مسلمانان هر وخت، بندي، زخمي، شهیدان، او هجرت ته اړ شویدي. دوی ته پخپل ملک کې د بېګانه په سترګه کتل شویدي، او دوی ته چې د خپل ملک اصلي بچیان دي، هر وخت د دښمن په سترګه ورته کتل شویدي.
الله(ج) د هغه وخت په خیر سره راولي، چې ټول افغانان پخپل ملک کې، بې له کوم ډاره، ګډ اسلامي ژوند ولري. آمین یارب العالمین.
هېره د نه وي، چې زه له فراغته وروسته، د ۱۳۵۶ لمریز کال، د مرغومي په میاشت کې سمدلاسه، د انجینرۍ په پوهنځۍ کې، د معلم په توګه وټاکل شوم.

د پام وړ ټکي:
په ریښتیا سره، چې ملګري، د انسان په ژوند کې ډېر مهم رول لوبوي. دا پدې معنا، چې ښه ملګري، به ښه اثر، او بد ملګري به، بد اثر ولري. نو مونږه ټولو ته لازمه او ضروري ده، چې د خپلو ملګرو د انتخاب په هکله، له ډېر دقت څخه کار واخلو، او د هغوی د انتخاب معیار باید د دوی، اسلامیت وي، او بس.
د یادولو وړ ده، چې دغه ټکي ته ډېره پاملرنه وشي، چې باید مونږه، هم ښه تکړه مسلمانان، او هم ښه تکړه شاګردان، پاته شو.
شاګردان باید د خپل مسلک او کورس د انتخاب په هکله ډېر فکر وکړي، او هغه د واده له انتخابه کم ونه ګڼل شي. شاګردان باید د خپل مسلک په هکله، علاقه، استعداد، او کار موندنه، په نظر کې ونیسي.
هغه شاګردان چه په بهرنیو ملکونو کې له خپلو کورنیو سره یوځای ژوند کوي، هغوی له پخولو، مینځلو او پاکولو څخه خلاص دي. عاجزې میندې یې هم ورته پخوي، هم ورته مینځي، او هم ورته پاکوي. دوی د نازولو مېلمنو په شان پخپلو کورونو کې ژوند کوي. پلرونه او میندې یې شپه او ورځ زحمت کاږي، او د خپلو اولادونو د پاره د درس زمینه برابروي. ځینې شاګردان له دغه فرصت څخه ګټه اخلي، او خپل درس، خپل لمونځ، او اودس کوي، چې همدغه ډول شاګردان بیا د ټولو په درد خوري. هغه شاګردان چې له دغه شرایطو څخه ناوړه ګټه پورته کوي، هغه له ټولو سره سخته جفاء کوي.
زه له هغو شاګردانو څخه چې په افغانستان کې پدغه سختو شرایطو کې ښه تکړه درس وایي، د زړه له کومي مننه کوم، او دوی باید خپل ځانونه، دغه بدو شرایطو ته تسلیم نکړي.
په پای کې خپل د عاجزۍ دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چی الله(ج) د، په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې الله(ج) ته قبوله اومنظوره وی. آمين یارب العالمین.

عبدالله وردک – انګلستان

۲۰۲۰ ز

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب