د ۹۲ کلنې ښځې په ګېډه کې ۵۰ کلن جنین

د ډنمارکي ژبي (MX Metroxpress ) ورځپاڼي د ( د ۲۰۱۵ کال د جون ۲۲ ) نیټې په ګڼه کي مي د خارجي خبرونو په برخه کي یو عجیب او هیښونکي خبر ولوست . غواړم چي داخبر تاسی هم په پښتو ژباړه کي وړاندي کړم  :
« د یوې ۹۲ کلني زړې ښځي په ګیډه کي د دوه کیلو ګرامو په وزن یو ۵۰ کلن ماشوم د جنین په حالت وموندل شو . دا بیخی نادره پیښه د چیلي هیواد په San Antonio ښار کي ډاکترانو کشف کړیده . ښځه غورځیدلی ( لویدلې ) وه او روغتون ته راوستل شوه . دا ویره وه چي ښایی هډوکي به یی مات شوی وی او ډاکترانو د ایکسرې عکس ته ولیږل . په عکس کی څرګنده شوه چي په ګیډه کی یې یو ډیر عجیب جسم پروت دي . د Scan کولو په پایله کي په بشپړه توګه څرګنده شوه چي نوموړي جسم د ماشوم د جنین سکلیټ دي . وروستیو معایناتو و ښوده چي دا ماشوم د پنځوسو کالو راهیسي ددغي زړې ښځي په نس کي پروت او پوره دوه کیلو وزن لري . د جنین د لویوالي کچه داسي ښیئ لکه ماشوم چي د اُمیدوارۍ په وروستیو درو میاشتو کي وي ( دا د جنین له شپږو میاشتو څخه جګ عمر دي چي د پوخوالي خواته ځي. ژباړن ).
د جنین دغسي یو حالت د « ډبرین ماشوم » یا « lithopedion » پنامه یادوي ( litho د ډبري او pedion د وړوکي ماشوم مانا ور کوي. ژباړن ). دا هغه حالت دی چي نطفه د رحم څخه بهر منځته راځي او د ټاکلوشرایطو لاندی مړه شی ، مګر د جنین جسم دومره لوی وی چی د انسان بدن یی د جذب توان نلری . پدې وخت کي د مور ارګانیزم د هغه په وړاندي غبرګون ښیي او ددې دپاره چي خوسا نه شي او وجود ته زیان و نه رسوي ، د کلسیمي موادو د یوه قشر پواسطه مومیایی او احاطه کیږي .
لکه څنګه چي مالومه ده د هرو ۱۱۰۰۰یوولس زرو حامله ښځو څخه یوازی په یوې کي دا ډول پدیده منځته راځي او په هغي کي هم د نطفي ۱،۵ سلنه د lithopedion تر پړاوه ځان رسولای شي . د چیلي دغه اوسیدونکي ښځه هم ددغه کلسیمي قشر له برکته چي نطفه یې د خوسا کیدو او د میکروبونو څخه یې ښځه د ناروغیدو ساتلي وه ، تر اوسه پوري ژوندي پاته ده .
 په هر حال نوموړې میرمن چي د هډوکو د ماتیدو له ویري روغتون ته راوستل شوې وه ، اوس بیرته له روغتونه خارج شوه مګر هغه په کلسیم مومیایی شوی ۵۰ کلن دوه کیلویی جنین یې لا هم په ګیډه پاته دي . ډاکترانو دا اړینه و نه ګڼل چي د میرمني له ګیډي نه دغه کتله را وباسی ، دا ځکه چي اوس د هغه ټول ارګانونه ددې په بدن کي د هغه ساحي په ارګانو پوري نښتي دي او ددې د زاړه عمر په پام کي نیولو سره پدې اړه د عملیاتواجرا کول د خطر نه ډک ښکاریده . »

 

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

بینوا

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب