راځئ نېکمرغي خپره کړو | د پوهنتون استاد کیسه

د مالیزیا په یوه پوهنتون کې د ټولنپوهني استاد په خپلو دېرشو شاګردانو شرط کېښود چې که غواړئ پخپل څلور میاشتني درس کې پوره نمبرې ترلاسه کړئ نو له درسي موضوعاتو بهر یو بل کار هم باید ترسره کړئ او هغه د یوه انسان نېکمرغه کول دي، دې مالیزي استاد پخپلو شاګردانو داهم لازمه کړه چې کوم انسان نیکمرغه کوئ دا به ستاسو د کورنۍ غړی نه وي او بل دا چې د درسونو په پای ته رسېدلو سره به د دې انسان د نیکمرغه کولو د چارو پوره او تفصیلي ریپوټ خپل ټولګي ته وړاندې کول کیږي.

په دې لړ کې مالیزي استاد یوه ځانګړې مالیزيايي کمپنۍ وهڅوله چې د ده په شاګردانو کې لسو مخکښو کسانو ته یې انعامونه ورکړي او هغې کمپنۍ لومړیو لسو مخکښو کسانو ته د زر زر امریکايي ډالرو معادل انعام ژمنه وکړه. د درسي مودې په پای ته رسیدلو سره دېرش واړه زده کوونکو ښه نمبر ترلاسه کړل او دوی ټولو خپل کارونه وړاندې کړل، خو د دوی په خوښه او زیاتو رایو سره یې د دوی له منځه غوره لس کسان راوایستل، د دوی له پاره په کولالمپور کې یوه غونډه جوړه شوې وه چې د دې شاګردانو مندو او پلرونو هم برخه په کې لرله.

دا انساني او له نېکمرغي ډکه مقابله مالیزیايي رسنیو په لوړه کچه خپره او تر خلکو ورسوله او څو کاله وړاندې یې په مالیزیا او سیمه کې انګازې او کیسې خپرې شوې، طبعا یو لوی انساني کار سترې ګټورې پایلې لري او دې پېښې په خلکو کې له ناپیژاندو سره د مرستو او خواخوږي عجیبه مینه او رغبتونه وپنځول او هر ځای به خلکو هڅې کولې چې له خپله وسه سره سم کوم د خیر او د نورو د نېکمرغي کار ترسره کړي.

په دې دېرشو شاګردانو کې د هغو لسو کسانو د یوه کس هغه کړنه را اخلو چې په برکت یې دی تر ټولو مخکي او لومړی نمبر وبلل شو، په دوی باندې خپل استاد له ګڼو درسي موادو سره دا هم لازمه کړې وه چې یوه ناپیژانده کس ته به نېکمرغي او خوشالي ورکوي، دې مالیزي شاګرد دا کار له خپل پوهنتونه پیل کړ، هغه داسې چې د ده یو هندی ګاونډي، و د ده څنګ ته یې خونه وه هغه د طب زده کوونکی و، پلار یې له هند نه مالیزیا ته د طب لپاره رالیږلی و، د ټولنپوهني مالیزي شاګرد همدا کس غوره کړ چې نېکمرغي او خوشالي به ورکوي، ځکه ده وپتېیله چې دی دلته ملګري او څوک شناخته نه لري، شاوخوا یو کال یې دلته کیږي، خپه او غمژن ګرځي او له مسافري سره ښه په عذاب دی، نو دی د دې ښه مستحق دی چې خوشاله او نېکمرغه کړل شي.

مالیزي شاګرد د دې هندي شاګرد د نېکمرغي لپاره لومړی ګام په یوه کوچني لیک سره پیل کړ، دا لیک یې پخپل کمپیوټر ولیکه او د ده د خونې د دروازې په یوه چوله کې یې ښکاره وټومبه، په لیک کې یې دا هم نه و لیکلي چې د چا له خوا دی، د لیک منځپانګه داسې وه: زه چې کوچنی وم هیله مې لرله ستا په څیر له ځانه ډاکټر جوړ کړم، خو له بده مرغه زه په خپلو مضامینو کې کمزوری وختلم او طب ته بریالی نه شوم ، ته بختور یې الله جل جلاله تا ته ښه پوهه درکړې ده چې په برکت به یې د انسانیت په نېکمرغي که برخه واخلې.

دويمه ورځ مالیزي شاګرد د مالیزیانو رواجي د یخ خولۍ واخیستله، د هندي شاګرد دروازې خواته یې کېښودله، په کوچني لیک کې یې ورسره ولیکل: هیله لرم دا خولۍ به زما له خوا په ډالۍ ومنئ. مازدیګر مهال يې هندی شاګرد ولید چې خولۍ یې په سر کړې ده او د پخوا په خلاف نن يې په شونډو نرمه موسکا هم خپره وه، یواځې دا نه بلکي مالیزي شاګرد چې کمپیوټر خلاص کړ او فېسبوک ته ننوت د دې هندي شاګرد په وال یې د ده د لومړي لیک عکس ولید او هم یې د دراوزې خواته ورته ایښې خولۍ عکس ولید چې هغه خپل وال ته پورته کړي وو او په دې کې تر ټولو خوندور شی د ده د لیک په عکس باندې د هندي شاګرد د پلار کمنټ و چې ورته لیکلي یې و: آن ستا د پوهنتون ملګري هم په دې اند دي چې ته به هوښیار او پوه ډاکټر شې، تکړه شه او کوښښ وکړه.

د هندي شاګرد د پلار دې دوو کرښو مالیزي شاګرد ته هم همت ورکړ چې هره ورځ خپل هندي ګاونډي ته یوه کوچنۍ ډالۍ واخلي او پټه یې له یوه لیک سره د هغه په دروازه کې کیږدي، په دې سره د هندي شاګرد حالت مخ په خوشالي او نېکمرغي روان شو، ده به هره ورځ د نامعلوم کس له خوا دا ډالۍ د هغه له لیک سره انځوروله او دا انځورونه به یې په فېسبوک او ټویټر کې خپل حساب ته پورته کول، د فېسبوک او ټویټر ملګرو به یې رش جوړ کړی وو، پوښتنې به یې ورنه کولې: نن به يې څه شی درته ایښي وي؟! مه ناوخته کوه، ژر د نوې ډالۍ عکسونه راسره شریک کړه موږ انتظار یو؟ د مالیزي شاګرد د دې کوچنیو ډالیو په برکت د هندي شاګرد ژوند پوره بدل شو، پخواني غمونه، خپګان او یواځیتوب یې ختم شو او خوشاله به ګرځیدی.

دوه میاشتې وروسته د هندي شاګرد په دې عجیبه ډالیو او ورسره لیکونو د پوهنتون ټول شاګردان او استادان هم خبر شول، او دا کیسه په پوهنتون کې د هر چا په خوله وه ، او هر ځای او هر وخت به خبرې پرې کیدلې، دا رښتیا هم عجیبه غوندي کیسه وه، اخیر د پوهنتون ادارې د ټولو استادانو او شاګردانو یوه غونډه راوبللــه څو هندی شاکرد د خپلو ډالیو کیسه په تفصیل ورته بیان کړي.

هندي شاګرد د پوهنتون غونډي ته خپله کیسه پوره بیان کړه او نادره یې دا وه چې ده وویل: ما پخه اراده کړې وه چې نور به پوهنتون او درسونه پریږدم د دې نامعلوم کس لومړي لیک له دې پرېکړي په شا کړم او د درسونو او سفر سختیو ته مې ملا ټینګه کړه. دا د الله له لوري یوه ځانګړې مرسته وه چې د یوه نامعلوم کس له خوا یې زه د دې وړ وګرځولم چې خپل درسونه او د طب زده کړه پرمخ بوځم.

د ټولنپوهني دا مالیزي شاګرد محمد شریف نومیدی، د ده یوې کوچنۍ کړنې یو مخ پر زوړ او ناکامي روان کس له لاسه ونیو او د بریا په لاره یې روان کړ، د ده د څو خوږو کرښو لیکونو او کوچنیو ډالیو ظاهري ارزښت او لګښت دومره زیات نه و خو په معنوي لحاظ هغه دومره اغیزمنې او مؤثرې وې چې یوه ناکامیدونکي انسان ته یې لاس ورکړ هغه یو ښه ډاکټر شو او په خپل ژوند کې به د ډېرو دردمنو انسانانو درملنه وکړي او د ډېرو ټپونه به پټۍ کړي.

بل لورته د محمد شریف دې کوچني امتحاني کار هغه ته پخپل صنف کې له لويې بریا پرته یوه بله ستره نېکمرغي ور په نصیب کړه او هغه دا چې له دې وروسته د یو چا خوشاله کول او نیکمرغه کول د ده عادت وګرځیدی او هره ورځ به یې که څوک نېکمرغه کړی او خوشاله کړی نه و نه به ویده کیدی، خبره تر دې ځایه ورسیدله چې اخیر محمد شریف له یوې کمپنۍ سره د خپل کار په اړه خبرې وکړي هغې کمپنۍ د ده کار خوښ کړ او د یوه منظم پلان له مخي یې د وخت په تېرېدلو سره د ټولې مالیزیا په مختلفو ښارونو کې رضاکاران پیدا کړل چې هر ځای به یې له کمزورو او بې وسه خلکو سره مرستې کولې او د زرهاو بدمرغو او بې وزلو انسانانو ژوند یې نېکمرغه او له خوشالیو ډک کړ.

زموږ د هیواد د پوهنتونونو، مکتبونو او مدرسو استادان او شاګردان د یوه داسې هیواد وګړي دي چې اوسیدونکي یې میني او نېکمرغي ته له هر چا زیات ضرورت او سخته اړتیا لري، د خولې په خبرو او باټو کې خو ټول تکړه او چالاک یو، په انټر نیټي بحثونو او شخړیېزو ناندریو شپه ورځ بوخت یو، راځئ په خپلو خلکو کې په عملي توګه د نېکمرغي خپرولو هوډ وکړو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب