رسول الله (ص) هم ورته وژړل (حديث)

عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ: كُنَّا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَليْهِ وَسَلَمَّ فِي بَعْضِ غَزَوَاتِهِ فَمَرَّ بِقَوْمٍ فَقَالَ: مَنِ الْقَوْمُ؟ قَالُوا: نَحْنُ الْمُسْلِمُوْنَ. وَامْرَأةٌ تَحْصِبُ تَنُوْرها بِقَدْرِهَا وَمَعَهَا ابْنٌ لَهَا، فَإِذَا ارْتَفَعَ وَهَجُ النَّارِ تَنحَّتْ بِهِ؛ فَأَتتِ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَليْهِ وَسَلَمَّ فَقَالَتْ: أَنْتَ رَسُوْلُ اللهِ؟ قَالَ: نَعَمْ. قَالَتْ بِأَبِيْ أَنْتَ وَأُمِّي أَلَيْسَ اللهُ أَرْحَمَ الرَّاحِمِيْنَ؟ قَالَ: بَلَى، قَالَتْ: أَوَلَيْسَ اللهُ أَرْحَمَ بِعبَادِهِ مِنَ الأُمِّ بَوَلَدِهَا؟ قَالَ: بَلَى. قَالَتْ: إِنَّ الأُمَّ لا تُلْقِي وَلَدَهَا فِي النَّارِ، فَأَكَبَّ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَليْهِ وَسَلَمَّ يَبْكِي ثُمَّ رَفَعَ رَأْسَهُ إِلَيْهَا فَقَالَ: “إِنَّ اللهَ لا يُعَذِّبُ مِنْ عَبَادِهِ إِلا الْمَارِدَ المُتَمَرِّدَ الَّذِي يَتَمَرَّدُ عَلَى اللهِ وَأَبَى أَنْ يَقُوْلُ: لا إِلَهَ إِلا اللهُ”. رواهُ ابنُ مَاجه

– له عبد الله بن عمر رضي الله عنه څخه روايت دى هغه وايي چې مونږ په يوه غزا کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ملګري وو چې نا څاپه  رسول الله صلى الله عليه وسلم په يوه قوم ورغى نو رسول الله  صلى الله عليه وسلم ورته وويل چې تاسو څوک ياست؟ هغوى وويل: چې مونږ مسلمانان يو پدې وخت کې يوې ښځې تنور اچولى و چې يو ځوى يې هم ورسره وه کله چې د تنور څخه د اور لمبى پورته شوي نو دغې ښځې خپل ځوى د تنور څخه يوې  ډډي ته کړ بيا دغه ښځه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغله او ورته يې وويل چې ته د الله تعالى رسول يې؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: چې هو زه د الله تعالى رسول يم دى ښځې‌ ورته وويل: چې زما مور او پلار دې له تا څخه قربان شي آيا الله تعالى ارحم الرحمين ندى؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: ولى نه الله تعالى ارحم الرحمين دى. دې ښځى بيا وويل:  چې آيا الله تعالى پخپلو بنده ګانو باندې د يوې مهربانې مور څخه هم زيات مهربانه نه دى؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وويل: ولى نه الله تعالى پخپلو بنده ګانو باندې د يوې مهربانې مور څخه هم زيات مهربانه دى هغې ښځې وويل:  چې يوه مور خو خپل ځوى هيڅکله هم اور ته نه غورځوي. د دې وينا په اوريدلو رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل سر ټيټ کړ زيات يې وژړل او بيا يې سر راپورته کړ او دغې ښځې ته يې وويل:  چې الله تعالى په خپلو بنده ګانو کې يواځې هغه خلک اورته غورځوي چې د دين څخه سر غړونه وکړي او د لا اله الا الله  ويلو څخه انکار کوي.
– (ابن ماجه)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب