رشوت د ټولنې ناسور

 

«لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الرَّاشِي وَالْمُرْتَشِي» (رواه أبو داود والترمذي وصححه).

له عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روايت دى ، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم په رشوت ورکوونکي او رشوت اخستونکي دواړو لعنت ويلى دی.

نن سبا په دنيا کې مختلف ډول حرام خواره شته ، او له مختلفو لارو حرام خوري ، لکه : غلا ، اختطاف ، ملاوټ ، په ناپ تول کې کمي ، د درواغو قسمونه خوړل ، ښه مال ښودل خراب مال ورکول ، له مزدورانو څخه پوره کار اخستل او مزدوري کمه ورکول او داسې نورې.

دا ټولي ناروا طريقې د خلکو عادت ګرځېدلي ، خو په دې ټولو کې خطرناکه حرام خور ، هغه رشوت خور دى ، دا پديده مسلمان په دنيا کې بدناموي ، او اسلام خلکو ته سپک ښکاره کوي ، د محتاج سره ظلم کوي او د ظالم مرسته کوي.

که وګورو غريب سړى هم مجرم وي هم قاتل ، ځکه که غريب سړى يو جرم وکړي ، د هغه سره پيسې نه وي ، چې رشوت تېر کړي ، او ځان خلاص کړي ، او مالداره او زور واک که قتل وکړي يا پر چا ظلم وکړي ، هغه د رشوت ورکولو له کبله پاک او بې ګناه ثابتېږي.

نن په اسلامي ټولنه کې ، قاتل ، شراب خور ، غل ، چرسي ، پوډري ، قمارباز د رشوت له امله د ټولنې معزز او عزتمند خلک دي ، هغوى ته د پورته کتلو جرات هم څوک نه کوي.

نو اې مسلمانانو!

که نن تاسو په رشوت ورکولو سره د يوه مسلمان وينه ناحقه تويوئ ، او د راتلونکي سره يې لوبي کوئ ،

که نن تاسو د رشوت په وجه ، قانون اخيستلاى شئ ،

ځان ته د درواغو شاهدانو انتظام کولى شئ ،

د خلکو په ځمکو او کورونو ناحقه قبضه کولى شئ ،

د ترافيکي قوانينو خلاف ورزي کولى شئ ،

د هر ډول جرمونو مرتکب کيدلى شئ ،

خو واورئ ، چې يوه ورځ د حساب کتاب شته ، په هغه ورځ به له تاسو نه د هر جرم حساب واخستلى شي ،

اې خلکو دا څنګه اسلام شو ، او دا څنګه مسلماني ده ، چې خپل اسلامي قانون د رشوت لامله پرېږدې ، او د قران احکام د رشوت له امله ترک کوې ، او د يوه ستر جرم مرتکب کيږې ،

اور دي بل شي په داسې خېټه چې په حرامو ډکيږي ،

مات دي شي هغه لاسونه چې د اسلام قانون پرېږدي اوروسته وروسته وروسته رشوت اخلي ،

ړندې دي شي هغه سترګي چې د رشوت پيسو ته ګوري ،

شل دي شي هغه پښې چې د رشوت پسې ځي ،

افسوس دى د داسې مسلمانانو په حال باندې ،

ايا تاته پته شته چې تا د رشوت له امله د څومره خويندو نه وروڼه واخستل ، تاسو څومره ميندې د زامنو نه محرومې کړې؟ څومره د زمرو په شان ځوانان مو تباه کړل ، څومره مظلومان مو د تورو تنبو شاته واچول؟

تاسو د يو څو پيسو په خاطر څومره بې ګناه خلک مجرمان جوړ کړل؟

اخر به الله جل جلاله ته څه ځواب ورکوئ؟

الله تعالى فرمايي : ﴿ يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَأْكُلُوٓا أَمْوٰلَكُم بَيْنَكُم بِالْبٰطِلِ إِلَّآ أَن تَكُونَ تِجٰرَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ ۚ وَلَا تَقْتُلُوٓا أَنفُسَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا ﴾ [سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۲۹].

اې مؤمنانو! په خپلو منځو کې يو د بل مالونه په ناروا توګه مه خورئ، مګر (خورئ یې) که راکړه ورکړه د دواړو خواوو په خوښۍ سره (په روا توګه) وي، او خپل ځانونه مه وژنئ. باور ولرئ چي الله ﷻ پر تاسي مهربان دى:

﴿ سَمّٰعُونَ لِلْكَذِبِ أَكّٰلُونَ لِلسُّحْتِ ۚ فَإِن جَآءُوكَ فَاحْكُم بَيْنَهُمْ أَوْ أَعْرِضْ عَنْهُمْ ۖ وَإِن تُعْرِضْ عَنْهُمْ فَلَن يَضُرُّوكَ شَيْـًٔا ۖ وَإِنْ حَكَمْتَ فَاحْكُم بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ﴾ [سُوۡرَةُ المَائدة : ۴۲].

دوى د دروغو اورېدونكي او د حرام مال خوړونكي دي. كه دوى تا ته (د خپلو دعوو په وړاندي كولو) راشي، نو تا ته واك دركول کیږي، كه دې خوښه وي د هغو فېصله وکړه او كه نه نو انكار وکړه. كه انكار وکړې، نو دوى تا ته هیڅ زيان نه شي رسولای، او كه فېصله كوې نو د عدالت په اساس یې وکړه، چي الله ﷻ عدالت كوونكي خوښوي ،

رشوت خوري لويه ګناه ده ، راځئ چې سر له نن څخه دا عهد وکړو ، چې مونږ به په خپل ژوند کې هيڅکله رشوت نه اخلو ، او د رشوت دا ظالم قانون به ختموو ، او د اسلام عادلانه نظام به قائموو ، خپلو مشرانو ، خپلوانو او ګاونډيانو ته به د رشوت زيانونه په ګوته کوو ، تر څو دا ناوړه ناسور زمونږ له ټولنې څخه په بشپړه توګه ورک شي.

ليکوال: عبدالغفور خليلي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب