رمان او ناول د اسلام له نظره

رمان او ناول داسلام له نظره

که دنړۍ تاريخ ته وګورو نو وينو چې،الله (ج) دا کائنات رنګين پنځولي دي ٠ دفطرت هره پديده ښکلې ده٠ يه هر باغ او چمن ،دښته او غره کې دالله  (ج) دفطرت دکرشمو انځورونه وينو٠او داهم جوته ده چې،الله (ج) انسانان هڅولي دي چې، له دې ښکلا څخه خوند واخلي ددې رنګينې نړۍپه خوږوالي خپله خوله خوږه کړي څرنګه يې چې، ددې رنګينې نړۍاو په کائناتو کې له پرتې ښکلا څخه خوند اخستل روا کړي دي همدا راز يې ددې جمال او ددې جمال دپنځوونکي دجلال ستاينه هم روا کړې ده  آن دا چې ،خپل بنده ګان دې کارته هڅوي هم  او ددې ښکلاګانو دستاينې لپاره تر ټولو ښه موزونه ژبه دشعر ، خيال، رمان او داستان ژبه ده  يو ليکوال کولى شي چې،ديو عادي وګړي په پرتله داطبيعت څو چنده ښکلى انځور کړي  کوم تصوير چې،يو شاعر او ليکوال له دې فطرت څخه اخستلى شي بل څوک يې نه شي اخستلى٠

دا هم څرګنده خبره ده چې،شعر ډېر باريک فن،موشګافي ،علو او غلو  يا په بله ويناپه انځورولو کې ډېر افراط ، وړاندې تلل او لوړ پردازي  ده په رمان، داستان، شعر، لنډه کيسه  او ناول ټولو کې ځينې وخت له ليکوال څخه مبالغه کېږي، يوه سوژه ورته پېدا شي او بيا ليکوال هماغه سوژه غزوي ، له ځان څخه کيسه جوړوي همدا راز دکيسو ، شعر او مقالو ژانرونه هم بدلون مومي ٠ څو کاله وړاندې چا آزاد يا سپين  شعر او هايکو  نه پېژنده خو نن هغه دى دود ګرځېدلي دي٠ ښايي دنورو ملتونو او مدنيتونو په ادبياتو کې داسې چوکاټونه وي چې ، تراوسه هم ورسره مونږ بلد  ونه اوسو  نو ايا شعر ، داستان ، ناول ٠٠٠دپورتنيو صفاتو او ځانګړنو په پام کې نيولو سره روا ده او که نه٠ که دې پوښتنو ته لنډ ځواب ورکړونو ښه دا ده چې، ووايو شريعت دمضمون فورم ته نه ګوري  اسلام دادبياتو دژانرونو دچوکاټونو سره کار نه لري څه شى چې، په اسلام کې مهم دى او حساب پرې کېږي هغه  منځپانګه او محتوى ده ٠ ښه محتوى رغنده منځپانګه، ګټور مضمون که په هرچوکاټ کې وليکل شي نو روا او ښه  بلل کېږي  ناوړه وينا، ټولنې ته زيان رسوونکې ليکنه هغه وينا چې، دوګړنيز او يا ټولنيز فساد او انحراف لامل ګرځي هغه که په هر فورم کې وي شعر وي که نثر، ناول وي او که رمان ٠٠٠ناروا او بد کار بلل کېږي٠ اسلا م وايي چې ، ادب او هنر بايد ژمن وي ، يوه سپېڅلې موخه او يو ګټور ارمان ولري ٠ اسلام چوکاټونو ته نه ګوري ، هدف او منځپانګې ته ګوري٠

اسلام نوښت ستايي عربانو ډېرپخواڅو بڼيز او څو  قافيه ايزشعرونه منځته راوړي دي ٠  موشحات  يا څو بڼيز او څو قافيه ايز شعرونه دهماغه وخت لاس ته راوړنه ده  همداراز له اسلام څخه وروسته يې هم ډېر ادبي سبکونه لکه ازاد شعر، خيالي او رماني کېسې او ناولونه راوپنځول چې، په ادبي سبکونو کې يې مقامات، او په خيالي او رماني ناولونو کې دابوالعلاءمصري ( رسالةالغفران)او( الف وليلة) يا زر او يوه شپه او په ژباړه کې دابن مقفع( کليله او دمنه) يا کليليکادومنيکا ديادونې وړ دي ډاکټر علامه يوسف قرضاوي ليکي:((په اوس وخت کې مونږ هم کولى شوڅومره مو چې، وس وي ادبي ژانرونه راوپنځوو،دخپلې ګټې شيان  لکه لنډې کيسې ، رمان ،ډرامې ،تمثيلي پارچې ٠٠٠دنورو له ادبياتو راوژباړو))

لکه چې، و مو  ويل اسلام دا ټول مني، هڅوي يې وړاندې مو هم وويل چې شعر دافراط او تفريط ژبه ده په ستاينه او غندنه دواړو کې د شعر خپله  ژبه ( له حد څخه وړاندې تلل) کارول دي خو بيا هم په خپله رسو ل الله(ص) ډېرو صحابه و،تابعينو، تبع تابعينوشعرونه ويلي دي٠ شعر يې ددليل ،شاهد او سند  په توګه وړاندې کړيدى٠ حضرت علي( رض)حضرت حسان،حضرت عبدالله ابن مبارک(رض) امام محمد ابن ادريس شافعي( رح)او ډېرو نورو لويانو شعرونه ويلي دي رسو ل الله (ص) فرمايي :

١:  ((ان من الشعر حکمة)) يعنې :((  رښتيا چې په ځينې شعر کې حکمت وي))

your ads

٢:  ((ان من البيان سحراً)) يعنې :((رښتيا چې په ځينې بيان کې سحروي))

٣:  ((ان من البيان سحراً وان من الشعرحکماً))يعنې: ((رښتيا چې ، په ځينې بيان کې سحر او په ځينې شعر کې حکمت وي))

دا چې په شعر، کيسه او رمان کې ځينې وخت داسې څه ويل کېږي چې،په حقيقت کې نه وي واقع شوي نو آيا دا دهماغو دروغو په ډله کې نه راځي چې، اسلام حرام ګرځولي دي٠

ډاکټر علامه  قرضاوي وايي چې:

٤:  (( نه ،دا دحرامو دروغو   په ډله کې نه راځي ځکه چې،لوستونکى او يا اورېدونکى په دې پوهېږي چې ، څه ليکل شوي او يا زه څه لولم اويا اورم نودا په عمل کې واقع شوي نه دي[ داهسې يوه سوژه ده يعنې لوستونکى پرې نه غوليږي] دا دهغو ويناګانو په څېر ده چې، د حيواناتواو الوتونکو له ژبې روايت او رانقل شويدي  نوځکه دا دهنري پنځونو په ډله کې راځي ٠ الله (ج)د قرآن په نمل سورت کې دمېږي  او هدهد ( ملا چرګک) دوينا روايت کوي او دهغوى خبرې يې رانقل کړې دي دا په حقيقت کې دهغوى دخبروتعبير، مفهوم او يا ژباړه ده چې مېږي او ملاچرګک په هغه وخت او هغه ځاى کې   له سليمان (ع) سره کړې وې او کټ مټ هماغه الفاظ او هماغه ژبه نه ده ځکه چې ،دې دواړو هېڅکله هم په دومره فصيحه، روښانه او روانه عربي لکه څرنګه چې په قرآن کې روايت شوي خبرې نه دي کړي نو په  ناول او رمان کې هم ليکونکى هماغه الفاظ ليکي چې ، ويونکي په احتمالي ډول په هغه اصل ځاى کې ويلي وي٠))

نو ويلى شو چې ،دا دروغ له هغو زيانمنوونکو دروغو سره توپير لري ځکه چې دا يو تميثل دى او بل داچې ،لوستونکى او اورېدونکى پرې درښتياو باور نه کوي او ښه پوهېږي چې، موضوع حقيقت نه بلکې تمثيل او خيال دى  او کله کله داسې خيالونه او له ځانه جوړې شوې کيسې دولس داصلاح لپاره ډېرې ګټورې تمامېږي، دموضوع ليکونکى ،اورېدونکو او لوستونکو ته يو درس ورکوي٠ له عبرت څخه ډکې کيسې ورته وړاندې کوي چې ،که څه هم خيال وي خو چاته  تاوان نه کوي بلکې، ګټه يې ډېره وي او په شريعت کې خو په ځينو هغو ځايونو کې چې، دروغ ټولنې او وګړو ته  تاوان ونه لري بلکې ورته ګټه ولري ، داصلاح لامل شي ،دشر او فساد دورکېدلو، دسولې او ثبات دراتللولامل ګرځي روا دي ٠

که يو څوک داسې يوه کيسه له ځانه جوړه کړي چې ، چاته په کې زيان نه وي دټولنې او شخص شخصيت ته تاوان نه وي خو له پند او عبرت څخه ډکه وي او  خلک سمې لارې ته رابولي نو ولې به حرامه وي؟٠

ماُخذونه

 

(١)  متفق عليه

(٢) متفق عليه

(٣)بخاري ، احمد،او دامام مالک موطا)

(٤)الاسلام والفن

محمد حسن حقيار

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب