رمضان میاشتې ته ولې رمضان میاشت وايي؟

 رمضان د (رمض) له توری څخه اخیستل شوی دی، چي معنی ئې ده (په ګرمۍ سوځل)، یا رمض وهغو شګو ته ویل کیږی چي داسی ګرمې او تودې وې چي پښې سوځی چي دا د ټولو د عربی ژبې د لغت پوهانو په نظر اتفاقی ده، د عربی ژبې په یوه کتاب المنجد کی ددې توری وضاحت داسی شویدی:
رمض النهار(ورځې ډېرګرمېدل)
رمض الشمس (په شګواونورڅېزونولمرپرېوتل)
رمض رجلهُ( په ګرمه ځمکه باندی دپښې سوځېدل)
رمض الغنم (څاروی په ډېرګرم ځای کی څرول)
رمض اللامر (دغصې اوقهرنه داورلمبه کېدل)
اوس به درته جوته شوې وې چي د روژې میاشتې ته په دې رمضان وایی چي دا ګناه سوځې او دا توری د جاهلیت په وخت کی هم ورته استعمالېدی۔
 د حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي د روژې میاشتې ته ځکه (رمضان) وایی چي دا ګناهونه سوځې او ختموې ئې۔
(تحفه رمضان بحواله الجامع الصغیر، تفسیر مظهری)
د همدې حدیث شریف په تائید باندی شیخ بن حسن طبری او شیخ عبدالقادر جیلانی رحمة الله علیهما وایی چي د روژې میاشتې ته ځکه رمضان وایی چي په دې میاشت کی د مسلمانو او شریفانو ګناهونه سوځې او له مینځه ځی۔
(تحفه رمضان، بحواله مجمع البیان فی تفسیرالقران)
روژې نیولو ته په قران عزیم کی (صوم) راغلی دی دا توری په قرانکریم کی په مختلفو صیغو سره (۱۳) ځلی راغلی دی چي (صوم) د عربی ژبې د لغت پوهانو(د منجداولسان العرب) لیکوالانو په اند چي امساک، منع او بندېدو ته وایی او د شرعی په اصطلاح کی (صوم) د سپېدو څخه تر لمر لوېدو پوری د خوراک، څښاک، جماع او نورو هغو لارو څخه چي د انسان و بدن ته شی داخلیږی، ددې ټولو څخه ځان منع کولو او امساک ته (صوم) وایی۔
روژه له هجرت نه اتلس مياشتې وروسته د شعبان(برات) په مياشت کې فرض شوه، چي ایات شریف ئې پورته ذکر شو، او روژه د هجری سپوږمیز کال نهمه میاشت ده
روژه تر اسلام مخکی هم په مختلفو دورو او مختلفو بڼو سره فرض وه، د بېلګې په ډول سره پر ځینو امتودهرې میاشتې ایام البیض یاد روښانو شپو(دیارلسم، څوارلسم اوپنځلسم) روژې فرض وې، یهودو او نصاراو د محرم د لسم ورځ په ځانګړی ډول سره روژه نیول او د قران عزیم په دې حکم سره چي روژه د رمضان په میاشت کی فرض ده، مخکنې ټول حکمونه ختم شول، فرضیت ئې ولاړی او د هغو روژو نیولو حکم پر سنتیت باندی پاته شو؛ دا ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به د محرم او روښانه شپو روژې نېولې
عبدالغفارجُبیر

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب