روغتیا په امیندوارو ښځو کې د بدن او پښو پړسوب

د امیندوارۍ په وخت کې د ښځو په بدن کې په وینه او د بدن مایعاتو کې۵۰ سلنه زیاتوالئی راځي چې د ماشوم په وده او د هغه د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لري. پړسوپ د امیندوارو ښځو په بدن کې د زیاتو شویو ممایعاتو او ویني په نتیجه کې رامنځته کېږي، چې دا یو عادي او فزیولوژیکي حالت دی. پړسوب عموماً په لاسونو، مخ، پنډیو، ښینګرو او د پښو په برخو کې لیدل کیږي.   زیاتې شوې اوبه یا مایعات د ښځې د بدن په نرمولو او پوستوالي کې مرسته کوي څو د مور په خيټه کې ماشوم په اسانۍ سره وده وکولی شي.
همداشان د ښځو د ولادي کانال په ارتولو او لویولو کې رول لوبوي چې د اسانه زيږون سبب ګرځي.   محمد رفیق اصفي   پړسوب عموما د امیندوارۍ  په پنځمه میاشت شروع او تر نهمې میاشتې پورې پکې زیاتوالی راځي. که چیرې پړسوب ناڅاپي او په کمه موده کې منځته راغی  نو دا یو روغتیایي مشکل کیدلی شي، نو اړینه ده چې د نسایي او ولادي ناروِغیو متخصص او یا کوم بل روغتیاپال ته مراجعه وشي.

د پړسوپ د مخنیوي لارې چارې:

1: تر ډیره ځنډه پورې په یو ځای په پښو نه دریدل.
2: ګرمې هوا ته ترډیره ځنډه پورې بهر نه پات کیدل.
3: د ارام او استراحت په حالت کې پښې له بدنه یو څه پورته ساتل (که د پښولاندې بالښت کيښودل شي نو دا یې ښه لاره ده).
4: د کشکي یا ارتجاعي خاصیت لرونکو جورابو په پښو کول.
5: د مناسبو او نرمو بوټونو په پښو کول، او د جګو پوندو له بوټونو ډډه کول.
6: د تنګو کالیو نه اغوستل.
7: په خوړو کې د زیاتې مالګې له استعمالولو څـخه ډډه کول.
8: امیندواره ښځې باید په چپ اړخ ویده شي.
9: فزیکي فعالیت او قدم وهل.
10: که پښې او لاسونه مو وپړسیدل نو په سړو اوبو کې یې باید تر څو دقیقو پوري پرېږدئ، څو پړسوب یې کم شي.

ډاکتر محمد ا مين

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب