روژه، دغه عادتونه او خواړه مو له تندې ژغوري

روژه، دغه عادتونه او خواړه مو له تندې ژغوري

د ګرمۍ په موسم کې زیات شمیر خواړه د انسان تنده زیاتوي خو داسې خواړه هم شتون لري چې کولی شي تاسې ټول ورځ له لوږې او تندې لرې وساتي. دلته مو له هغو خوړو او لارو سره اشنا کوو چې په مرسته به يي د لوږې او تندې احساس نه کوئ.

– له تندې څخه ځان ژغورلو تر ټولو ساده او اسانه طریقه د لیمو، ګبین او اوبه استعمال دی. خپل د اړتیا وړ ګبین او لیمو په اوبو کې مخلوط کړئ او له ښه مخلوطولو وروسته يي وڅښئ. دغه مشروب د تندې په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي او ټوله ورځ به د تندې احساس نه کوئ.

– روژه ماتي پر مهال تړمې اوبه وڅښئ. هیڅکله هم روژه مو په یخو اوبو مه ماتوئ. د یخ شربت او مشروباتو څخه ځان وژغورئ. د روژه ماتي لپاره تړمې اوبه او یا کم رنګی چای تر ټولو غوره مشروبات ګڼل کیږي.

– روژه له طبیعي خوږو خوړو لکه خرما، ممیز او یا هم ګبین سره ماته کړئ. دغه خواړه په بدن کې د قند اندازه بیرته نورمالوي او د انسان اشتها کنټرولوي. روژه مو له طبیعي قند لروونکي خواړه، تړمې اوبه او یا هم غوړ نه لروونکي خوړو سره ماته کړئ.

– ډوډۍ، پنیر او ځینې نورې وچې میوې له استعمال څخه ځان وژغورئ. که د ډیرې لوږې احساس کوئ نو داسې خواړه چې په معده فشار نه واردوي استعمال کړئ.

– د چرګې هګۍ ژر نه هضمیږي او د اوږدې مودې لپاره د لوږې احساس له منځه وړي. که غواړئ د ورځې لخوا د لوږې احساس ونکړئ نو د پیشلمي پر مهال د هګیو استعمال مه هیروئ. خو پام کوئ چې هګۍ له غوړ سره مه استعمالوئ.

– له پیاز پرته سلاد د رمضان لپاره یو له غوره خوړو څخه ګڼل کیږي. سلاد خپل د روژه ماتي او پیشلمي د خوړو یوه اړینه برخه وګرځوي او کوښښ وکړئ د غوړ لروونکي خوړو پر ځای هم سلاد استعمال کړئ.

– ګاز لروونکي مشروباتو استعمال محدود کړئ. ګاز لروونکي مشروبات مو معده تحریکوي کوم چې کولی شي انسان د معدې پړسوب په ناروغۍ اخته کړي.

– په پیشلمي کې فایبر لروونکي خواړه استعمال کړئ. سابه او میوه زیاته اندازه فایبر لري نو په پیشلمي کې د سابه او میوې استعمال مه هیروئ. فایبر لروونکي خواړه زیاته اندازه اوبه جذبوي او له خوړلو وروسته د اوږدې مودې لپاره بدن ته د اړتیا وړ اوبه رسوي او انسان له تندې ژغوري.

– د روژه ماتی او پیشلمي تر منځ موده کې لږ تر لږه شپږ ګیلاسه اوبه وڅښئ تر څو د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره شي او په ناروغیو اخته نه شئ.

– په پیشلمي کې د رومي بانجان، مرچ او درمل له استعمال څخه ځان وژغوري ځکه چې دغه خواړه د بدن د اوبو اړتیا زیاتوي.

– میوه د پیشلمي لپاره تر ټولو غوره خوړو څخه ګڼل کیږي. په میوه کې شته فایبر د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره کوي او تنده له منځه وړي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب