روژه؛ انرژي او شکر ناروغي

روژه او انرژي

دانرژۍ ولاسته راوړلو لپاره وغذاته اړتیا شته، هغه خوراک چي موږئې هره ورځ خورواودهغې دشکرې اونشایستې څخه حرارت اوتودوښه او توانائي ولاسته راځی؛ زیاته شکره یاشحمیات دګلائیکوجن په بڼه سره په ینې (ځیګر) کی جمع کیږی۔
انسولین چي دپانکراس رطوبات اونوردی، اودنده ئې داده چي په وینه کی شکره کمه اوکنترول کړی اویائې په ګلایکوجن واړوی؛ هغه خلک چي شحمیات زیات خوری اویاشحمیات زیات لری دهغوبدن دانسولینوپه تولیدلواوجوړولوکی کمزوری دی اوله همدې کبله همداخلک دشکرې (Diabetes) دناروغۍ ښکارکیږی۔

خوهغه خلک چي روژه نیسی، اوشکره ئې زیاته اوانسولین ئې لږوی، په ینې (ځیګر) کی ئې چي کومه شکره ده هغه په ګلایکوجن بدلیږی اودبدن انرژی اوحرارت پوره کوی اوهمدارنګه دبدن (Fats) شحمیات ئې په انرژی بدلیږی اودبدن اړتیاوې ئې دضرورت پرمهال پوره کوی چي په طب کی ورته دنیمی لوږې غذا یاپه بله ژبه ( Semi Saturation Diet) وایی چي په دې سره دانسان وزن واعتدال ته راځی اوانسان دپوره روغتیاڅښتن کیږی۔

روژه او شکره (Diabetes)

کله چي انسان دزیات خوراک څخه کنترول شی نودانسان معده اوینه (ځیګر) خپل عادی حالت ته راګرځی اوشکره کنترولیږی، اوس ټول روغتیاپالان په دې باندی متفق دی چي کله دهضمې نظام(Digestive System) اودینې په وظیفو(Liver Function) کی توازن له مینځه ولاړشی نوشکره ضرورصورت نیسی چي له دې څخه وروسته دانسولینوپه تولیدکی خرابوالی اوبې نظمي مینځته راځی اوشکره ځان ښکاره کوی؛ دایومنلی حقیقت دی که چيری دمعدې اوینې (ځیګر) نظام درست کړل شی نودشکرې امکان نشته۔
دشکرې پر۷۰ ناروغانوباندی په لاندنیونړیوالوپوهنتونواوطبی مرکزوکی تجربې شویدې اودائې جوته اوثابته کړلې ده چي روژه پرشکرې باندی ژورې اغیزې کوی اوختموی ئې۔
1: Naseer Institute Qahera (قاهره)
2: King Khalid University Hospital ( ریاض)
3: King Fahad National Hospital(ریاض)
4: Ami. Hospital(کویټ)
5: Jazera Hospital(ابوظهبۍ)
6: Jinah Post Gratuate Medical Center(کراچي)
7: Akram Medical Complex (لاهور)

 

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب