روژه او د الله ياد (ذكر)

روژه او د الله ياد (ذكر)

داسلام سترلارښود صلي الله عليه  وسلم په خپله خطبه كي دالله دياد اوله الله پاك سره دخبرو كولواورازونياز يادونه كړي اوفرمايلي يي چې تاسوتربل هروخت زيات په روژه كي خپل څښتن ډيريادوئ .
ياد دمحبت نښه ده ، محبت اوعشق دى چې دعاشق زړه دمعشوق په ياد تازه ساتي ، عاشق ځان هيروي خومعشوق يي له ياده نه وزي ، تل يي پرزړه وي او دژبي سريي هم هميشه دهغه په صفت لوند وي .
الله پاك چې دهستۍ اونيستۍ خالق دي ، له وجوده نيولي ټول موجود ښكلي اوښكلاګاني يي پنځولي اودعدم په شمول يي ټولي نيستۍ دهستۍ له ډګره ايستلي ، همدغه سترذات ترټولو ښكلى ، توانا، عالم اولورييونكي دي اوهمدغه ذات دي چې عقول اوذوي العقول يي پرزړه ساتي اودعشق له ځواكه وتلي ياد يي تل پرزړه اوخوله لري .
دالله پاك ياد ناارام زړونه اراموي ، اروايي ناروغۍ له منځه وړي ، فكري اضطراب ختموي اوانسان ته قوت اوخوښي وربخښي .
لوي څښتن جل جلاله فرمايي : الا بذكرالله تطمئن القلوب .
خبراوسئ چې دالله په ياد سره زړونه ارام مومي .

د الله پاك د ياد (ذكر) غوره والى

زموږ حقيقي منعم اوسترلوريينونكي لوي خداي جل جلاله فرمايي :
(فاذكروني اذكركم ، واشكروا لي ولاتكفرون) [البقره ۱۵۲] ترجمه : ماياد كړئ ، زه به تاسويادكړم ، او زماشكرپرځاي كړي ، زماناشكري مه كوئ .
يا ايهاالذين آمنوا اذكروا الله ذكرا كثيرا) [الاحزاب ۴۱].)
اي مؤمنانو الله پاك ډيرډيريادكړئ ! .
(والذاكرين الله كثيرا والذاكرات اعدالله لهم مغفرة واجرا عظيما)[ الاحزاب ۳۵] الله پاك دالله جل جلاله ديادونكو نارينه اوښځولپاره بخښه اولويه مزدوري تياره كړي .
(واذكرربك في نفسك تضرعا وخيفة ودون الجهرمن القول بالعدو والآصال ولاتكن من الغافلين) [الاعراف ۲۰۵].
خپل پالونكى په په عاجزۍ، ويره ، اوټيټ ږغ سره چي پورته نه وي، له خپل ځان سره سبا اوبيګاه يادكړه ، اوله غافلانوڅخه مه كيږه .
د الله پاك دذكردفضيلت په اړه ګڼ شميرنبوي احاديث هم سته ، پيغمبرصلي الله عليه وسلم به خپله هم تل دالله ذكرپرزړه اوخوله درلود اوصحابه كراموته به يي هم تل دالله دذكراوفكرتلقين كاوه .

۱_ پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايي : ( مثل الذي يذكرربه والذي لايذكرربه  مثل الحي والميت) [بخاري (فتح الباري ۱۱\۲۰۸)، اودمسلم ۱\۲۰۸ لفظ دادى : (مثل البيت الذي يذكرالله فيه والبيت الذي لايذكرالله فيه مثل الحي والميت) ياني : هغه كورچې دالله ذكرپكښي كيږي اوهغه چې دالله له ياده خالي وي ، مثال يي دژوندي اومړي دي )
ژباړه : دهغه چامثال چي دالله پاك ذكركوي اودهغه چي الله پاك يي په يادنه وي  دژوندي اومړي مثال دى .
۲_ (الاانبئكم بخيراعمالكم، ازكاهاعند مليككم وارفعها في درجاتكم ، وخهيرلكم من انفاق الذهب والورق ، وخيرلكم من ان تلقوا عدوكم فتضربوا اعناقهم ويضربوا اعناقكم؟ ) قالوا : بلي ، قال :(ذكرالله تعالي ).

[ترمذي ۵\۴۵۹، ابن ماجه ۲\۱۲۴۵، صحيح ابن ماجه ۲\۳۱۶ ،صحيح الترمذي ۳\۱۳۹.] ژباړه : اياتاسوخبرنه كړم ستاسودښواعمالوڅخه ، اوله هغوعملونوڅخه چي ستاسودڅښتن په نيز له ټولوڅخه پاك دي ، اوستاسودرجي لوړوي ، اوستاسولپاره دسروزرو اوسپينوزرو له خيراتولوڅخه هم عوره دي ، اوستاسولپاره له دي څخه هم غوره دي چې ددښمن سره مخامخ سي اوبيايودبل غاړي ووهئ ؟ (صحابه وو )وويل : هو(خبرموكړه) (پيغمبرصلي الله عليه وسلم ) وفرمايل 🙁 دالله ذكركول ).
۳_ داسلام لارښود فرمايي : (يقول الله تعالي : انا عند ظن عبدي بي ، وانا معه اذا ذكرني ، فان ذكرني  في نفسه ذكرته في نفسي ، وان ذكرني في ملا ذكرته في ملاخيرمنهم ، وان تقرب الي شبرا تقربت اليه ذراعا، وان تقرب الي ذراعا تقربت اليه باعا، وان اتاني يمشي اتيته هرولة)
[بخاري ۸\۱۷۱، مسلم ۴\۲۰۶۱، اوپخپله داعبارت دبخاري دى.] ژباړه : الله پاك فرمايي : زه دبنده دګما په وړاندي ي ، ازه ورسره يم چي كله مايادكړي ، نوكه يي په خپل زړه كي يادكړم ، زه يي له ځان سره يادوم ، اوكه يي په يوي ډلي كي يادكړم ، زه يي دهغي نه په غوره ډله كي يادوم ، اوكه ماته ديوي لويشتي په اندازه رانيژدي سي زه به هغه ديوګزپه اندازه نيژدي سم ، اوكه ماته ديوګزپه اندازه نيژدي سي ، زه به هغه ته ديوي وازي په اندازه نيژدي سم اوكه ماته په پښوروان راسي زه به ورته په ځغاسته ورسم.
۴_ (وعن عبدالله بن بسررضي الله عنه ان رجلاقال : يارسوالله ان شرائع الاسلام قدكثرت علي فاخبرني بشئ اتشبث به ، قال : لايزال لسانك رطبا من ذكرالله )
[ترمذي ۵\۴۵۸، ابن ماجه ۲\۱۲۴۶، صحيح الترمذي ۳\۱۳۹، صحيح ابن ماجه ۲\۳۱۷].
۵_دعبدالله بن بسررضي الله څخه روايت دي چي يوه سړي وويل : اي دالله رسوله ! داسلام احكام راباندي ډيرسول ، ماته داسي وښيه چي ټينګ عمل ورباندي وكړم ، پيغمبرصلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل :
(ژبه دي تل دالله په ذكرسره لنده ساته)
فرمايي:( من قرء حرفامن كتاب الله فله به حسنة، والحسنة بهشرامثالها، لااقول (الم) حرف ولاكن: الف حرف، ولام حرف ، وميم حرف). [ترمذي ۵\۱۷۵، صحيح الترمذي ۳\۹، صحيح الجامع الصغير۵\۳۴۰].چاچي دالله جل جلاله كتاب (قرآن كريم) څخه يوحرف ولوست ،. هغه ته په دي كي يوه نيكي ده ، اويوه نيكي لس چنده (ثواب ) لري ، زه نه وايم چې (الم) يوحرف دي ، بلكي الف (بيل ) حرف دي اولام (بئل ) حرف دي اوميم (بيل) حرف دي.
۶_ وعن عقبة بن عامررضي الله عنه ، قال ، خرج رسول الله ونجن في الصفة ، فقال : (ايكم يحب ان يغدو  كل يوم الي بطحان اوالي العقيق فياتي منه بناقتين كوماوين في غيراثم ولاقطعة رحم؟) فقلنا: يارسول الله نحب ذالك، قال: (افلايغد واحدكم الي المسجد فيعلم اويقرء آيتين من كتاب الله عزوجل خيرله من ناقتين، وثلاث خيرله من ثلاث، واربع خيرله من اربع. ومن اعدادهن من الابل ). [مسلم ۱\۵۵۳].
ژباړه :عقپة بن عامررضي الله عنه وايي: موږ په سفه كي ناست و، چې پيغمبرصلي الله عليه وسلم راووت ، اوويي فرمايل: له تاسوڅڅه څوك داغوره ګڼي چې هره ورځ بطحان، ياعقيق ته ولاړسي ، اوله هغه ځايه دوه بوكونووالا اوښان راولي ، چې نه يي په كي كومه ګناه كړي وي اونه يي پكښئ نسبي دوستي ختمه كړي وي ؟ موږ وويل : چي موږ ټول داخوښوو، پيغمبري صلي الله عليه وسلم وفرمايل : كه له تاسوڅخه يوڅوك مسجد ته ولاړسي اودقرآن دوه آيته زده كړي اويايي ولولي ، اويادقرآن دوه آيته ولولي ، نوداورته له دوو اوښانو څخه غوره ده ، اودري آيته له دريواوښانو څخه غوره دي ، اوڅلورله څلورڅخه اوهمدارنګه دآيتونو دشميرپه اندازه له اوښانوڅخه غوره دي .
۷_ فرمايي 🙁 من قعد مقعدا لم يذكرالله فيه كانت عليه من الله ترة، ومن اضطجع مضجعا لايذكرالله فيه كانت عليه من الله ترة) [ابوداود ۴\۲۶۴، اورويي هم روايت كړي دي ، صحيح الجامع ۵\۳۴۲].
ژباړه : څوك چې په يوځاي كي كښيني اوالله جل جلاله يي پكښي يادنه كړ، نودالله جل جلاله له لوري به پري كمښت اوزيان پيښي سي ، اوچاچي په يوځاي ډډه ولګوله اوالله جل جلاله يي هلته يادنه كړ، نو دالله جل جلاله له لوري به ده ته كموالي اونقصان راسي.

۸_ فرمايي 🙁 ماجلس قوم مجلسالم يذكروا الله فيه ، ولم يصلوا علي نبيهم الاكان عليهم ترة ، فان شاء عذبهم وان شاء غفرلهم ) [ترمذي، صحيح الترمذي ۳\۱۴۰].
ژباړه : كوم قوم چې په يوځاي كي كښيني اوالله جل جلاله پكښي يادنه كړي اونه پرپيغمبرصلي الله عليه وسلم درود ووايي ، نودابه ددوي لپاره دالله جل جلاله له لوري دنقصان سبب وي ، كه وغواړي عذاب به وركړي ، اوكه وغواړي نوبخښه به ورته وكړي .

۹_ اوفرمايي: (مامن قوم يقومون من مجلس لايذكرون الله فيه الاقاموا عن مثل جيفة حمار، وكان لهم حسرة) [ابوداود ۴\۲۶۴، احمد ۲\۳۸۹، صحيح الجامع ۵\۱۷۶].
ژباړه ، كوم قوم چې له يوداسي مجلس څخه پاڅيده چي دالله جل جلاله ذكريي پكښي نه وي كړي ، نوداسي به وي لكه چې دخره دمردارۍ څخه پاڅيدلي وي ، اودابه ددوي لپاره دافسوس سبب وي.

احمد (فرزان)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب