روژه: لاندې خواړه او عادتونه مو تنده زیاتوي

روژه: لاندې خواړه او عادتونه مو تنده زیاتوي

د روغتیايي کارپوهانو په وینا که غواړئ د روژې په جریان کې تږي نه شئ نو د پیشلمي او روژه ماتي پر مهال له وچ، درمل خاصیت لروونکي، مساله لروونکي، سره شوي، غوړ او خوږ خوړو څخه ځان وساتئ او د امکان تر حده د غوښې استعمال لږ کړئ.

د خوړو د برخې متخصصینو په وینا د روژې په مبارکه میاشت کې کافي، چاکليټ او ټینګ چای د هغو خوړو او مشروباتو له جملې څخه دي چې د انسان تنده زیاتوي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا د پیشلمي او روژه ماتي پر مهال نشایسته لروونکي خواړه مه استعمالوئ ځکه چې دغه خواړه د هضم لپاره ډیرو اوبو ته اړتیا لري.

د ورژې په میاشت کې په ځانګړې ډول د پیشلمي پر مهال حلیم، کباب او کبان مه استعمالوئ. دغه ډول خواړه د هضم لپاره ډیر حرارت معدې ته جذبوي چې د معدې حرارت له زیاتیدو سره د اوبه اړتیا زیاتیږي او انسان د شدیدې تندي احساس کوي.

پورته ذکر شوي خواړه په اسانۍ سره په رګونو کې حرکت نه شي کولی چې له همدې امله زیاته اندازه اوبه ته اړتیا لري او د دغو خوړو استعمالوونکي د شدیدې تندې احساس کوي.

د ځینو روغتیايي څیړنو پر بنسټ له یخو اوبو سره روژه مه ماتوئ. که څه هم یخې اوبه په پیل کې د انسان تنده ماتوي خو په اصل کې د انسان تنده نوره هم زیاتوي او انسان په دوامدراه ډول اوبه څښلو ته هڅوي.

your ads

له هغو خوړو څخه چې د انسان تنده زیاتوي لکه کبان او ځینې نور ځان وژغورئ. د سودیم او مالګې استعمال مو تنده زیاتوي. له تندې څخه مخنیو لپاره هوګه او هغه خواړه چې زیاته اندازه هوګه لري هم مه استعمالوئ.

له پیشلمي کولو څخه وروسته له ځنډ پرته مه ویده کیږئ. د ورځې لخوا له ټولو هغو کارونو او فعالیتونو څخه د ډیر خوله لامل ګرځي ځان وژغورئ.

د روژه ماتې پر مهال په یو ځل پوره ګیلاس اوبه یا شربت مه څښئ بلکه کوښښ وکړی له صبر او حوصلې سره په وقفې سره اوبه یا شربت وڅښئ. په یو ځل او یو نفس د پوره ګیلاس اوبه څښل مو د بدن حرارت زیانمنوي.

هغه کسان چې د ورپیښې ناروغۍ له امله انتي بیوتیک درمل استعمالوئ باید کوښښ وکړي چې دغه درمل د روژه ماتې پر مهال استعمال کړي ځکه چې دغه درمل د انسان تنده زیاتوي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب