روژه مو له لاندنیو مهلکو ناروغیو ژغوري

روژه مو له لاندنیو مهلکو ناروغیو ژغوري

امریکايي روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې که چیرې په میاشت کې یوازې پنځه ځلي په ورځنۍ ډول د استعمالوونکي کالوري نیمايي برخه استعمال شي نو دغه عمل انسان له سرطان، شکر او د زړه له ناروغیو ژغوري.

روژه نه یوازې دا چې انسان له سترو مهلکو ناروغیو لکه د زړه ناروغۍ او سرطان څخه ژغوري بلکه په بدن کې د ځینې کوچنیو ناروغیو څخه هم مخنیوی کوي.

نړیوال روغتیايي کارپوهان د روژې په لاندنیو روغتیايي ګټو باور لري:

۱- وزن او د بدن غوړ کموي:

د نړۍ مشهور لوبغاړي او ټول هغه کسان چې غواړي وزن او په بدن کې د شته غوړ اندازه کمه کړي نو کوښښ کوي چې په اونۍ کې دوه ورځې روژه او یا هم یوازې په اوبو اکتفا وکړي. دغه عمل په بدن کې شته غوړ اندازې کمولو سره د انسان اضافي وزن کموي.

your ads

۲- د انسولین حساسیت بهتره کوي:

د خواړه اندازه کمولو او یا روژه نیولو سره په بدن کې د انسولین حساسیت چې د شکر اصلي لامل ګڼل کیږي بهتره کیږي. له دې سربیره د هاضمې سیسټم په بهتره کولو کې هم مهم رول لوبوي.

۳- له روژې سره عمر اوږدیږي:

په مختلفو هیوادونو کې له څیړنو وروسته ثابته شوه چې روژه او یا لږ خواړه خوړل د زوړوالی پروسه له ځنډ سره مخ کوي او لږ خواړه خوړوونکي او سخت فزیکي کار کوونکي خلک اوږد ژوند تیروي. دا ځکه چې لږ خواړه خوړوونکي او یا هم سخت کار کوونکي کسان نسبت نورو خلکو ته په مختلفو کوچنیو او مهلکو ناروغیو نه اخته کیږي او له سالم ژوند څخه خوند اخلي.

۴- روژه عصبي وړتیا زیاتوي:

د روغتیايي کارپوهانو په وینا لږ خواړه او یا روژه د انسان دماغي فعالیتونه ډیر غوره او پیاوړی کوي. روژه نیولو سره په اعصابو کې د بي ډي این ایف نومې یو ډول پروټین تولیدیږي چې په مرسته يي نوي عصبي حجرات تولیدیږي او د اعصابو لپاره ګټور کیمیاوي موادو د تولید پروسه ګړندی کیږي. له دې سربیره روژه د پاکنسن او الزایمر په څیر خطرناکو ناروغیو څخه هم مخنیوی کوي.

۵- د سرطان او شکر څخه مخنیوی کوي:

د یونیورسټي او سدرن کلیفورنیا روغتیايي څیړوونکو ثابته کړې چې که چیرې په یو میاشت کې پنځه ځلي انسان روژه ونیسي او یا هم له ورځنۍ کالوري نیمايي برخه استعمال کړي نو دغه عمل د سرطان، شکر او ځینو نورو خطرناکو ناروغیو خطر له منځه وړي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب