روژه نیوونکو لپاره انرژي لرونکې میوې

د روژې په مبارکه میاشت کې د بدن مقاومت کمیږي، یو شمیر خوړو او میوو ته اړتیا وي چې وکولای شي بدن له کمزوري کیدو څخه وژغوري،د اړتیا وړ ویټامین یې ور پوره کړي او بدن ته یې ډیره انرژي ورکړي.

خرما چې د اسلامي لارښودنو په رڼا کې یې ښه یادونه شوې او روژه ماتول هم پرې ثواب لري، په خپل جوړښت کې ویټامین بی (B) پوتاشیم ، کلسیم او مګنیزیم لري او د دې ویټامینونو کموالی په بدن کې کمزوري او نور مشکلات رامنځ ته کوي. د خرما خوږوالی هم د خوړو په هضم کې مهم رول لوبولی شي

تازه او وچ زردالو هم ویټامین بی (B) ویټامین سي(C) پوتاشیم، کلسیم او وسپنه لري او د روژې په میاشت کې د دې میوې خوړل ډیر ګټور دي. څیړنو ښودلې چې زردالو د یو شمیر مرضونو د رامنځ ته کیدو مخنیوی هم کوي.

دغه راز انځر چې په جوړښت کې یې پوتاشیم، مګنیزیم، مس ، وسپنه او کلسیم شته او انسان ترې په سرعت سره انرژي تر لاسه کولای شي، د وینې په جوړښت او د معدې په فعالیت کې ډیره مرسته کوي.
او همدارنګه یو ډول تورې الوچې چې خوړل یې په روژه کې د انسان د وجود په مقاومت کې ډیره مرسته کوي د ښکلې خوند ترڅنګ بیلابیل ویټامینونه هم لري، په الوچه کې ویټامین ای (A) ویټامین بی (B) پوتاشیم، فاسفورس، وسپنه، کلسیم او مګنیزیم هم شته.

دا هغه میووې دي چې که یوکس یې په روژه کې وکاروي د اړتیا وړ انرژي به یې ترلاسه کړي او د بدن د مقاومت د کمزوري کیدو څخه به یې مخنیوی شوی وي.

ژباړن : بلال سادات
ایمل ال صابی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب