روژه څنګه تیره کړو؟

ګناهګاران لپاره د بښني میاشت شروع شوه- یا مرحبا – د الله نیکانو بندګانو لپاره د خوشحالۍ پیغام او د خپل رب سره د یو ځای والي میاشت راورسیده .
د فرضو اجر په اویا درجی او نفل د فرضو په اندازه مجرا کیږي شیطانان وتړل شول او جبریل امین مځکی ته راکوز شو د جهنم دروازی بندي او د جنتونو دروازی بیرته شوی . د رحمت ،مغفرت او جهنم نه د ازادیدو شبنم وریږي . د قرآن ،قیام اللیل ،روژی او استغفار مزی اخستونکو لپاره د رمضان میاشت شروع شوه .

څوک به اوس هم د الله نافرماني کوي او څوک به په لړزیدونکو شونډو دا حکم الحاکمین څخه بښنه غواړي او په راتلونکي کي به د ګناه نه کولو عزم  کوي اوبیا به تر یوی میاشتی دنور په سمندر کې ډوب شی . دقرآن تلاوت به کوی تهجدو ته به زورورکړي زیات نه زیات مال به خرڅ کوی خپله به هم روژه وی او روژه داروته به روژه ماتی برابروی په عباداتو به ځان ستړی کوی نن به کږه خرچه وکړي او سبا به یی زیات اجر حاصل کړي .

د رمضان په رارسیدو سره څو اعمال په فوري توګه شروع کړۍ

(۱) روژه د مکمل ادابو سره ونیسۍ ، غیبت نه ځان وژغورۍ ، روژه کی چی دحلالو په خوراک بندیز ولږیده دحرامو اجازه به چیري وي ؟ فلمونه ، بد نظر ، بی ځایه ګپونه مکمل پریږدئ ددین کارونه کوئ . تلاوت او لمونځ ته زور ورکړۍ په موبایل دلوبو کولو حخه هم ځان وژغورئ کوم وخت چی عبث تیروئ دالله په عبادت  کې یی تیر کړۍ .

(۲)پنځه وخته لمونځ په جمعه دسنتو اونوافلو سره ادا کړ ۍ کوښښ کوئ چی هر لمونځ مو دتکبیر تحریمی سره وي .

(۳)تراویح درمضان المبارک تحفه ده پوره شل رکعته کوئ ، تراویح دالله ډیر لوۍ نعمت اوعبادت دی خو افسوس چی ډیر خلک تری غافل دي .

(۴)دقرآن تلاوت زیات نه زیات کوئ کم ترکمه چی په ټوله روژه کې خو دری ختمونه وکړۍ دا میاشت دالله ده او دالله په کلام دالله نزدیکت حاصل کړئ .

(۵)دتهجدو پابندي کوئ ځکه داد عاشقان عبادت دی پيشنمي لپاره خو هسي هم پاڅیږئ تهجد هم ورسره کوئ او دغه عادت په ځان کې دټول کال لپاره پیدا کړئ .

(۶)دالله په لار کې دخپل توان په اندازه خیرات وکړئ

(۷)په اخرو لسو ورځو کی هره طاق شپه دعبادت لپاره ملا وتړئ او دلیلة القدر پلټنه پکې وکړئ هغه رحمت حاصل کړئ دکو م چی الله حکم رالیږلی .

(۸)دالله څخه بښنه غواړئ په تیرو ګناهونو پښيمانه او راتلونکې کې دنه کولو عزم وکړئ او دبښني لپاره دمحمد عربی صلی الله علیه وسلم  خودلی دعا بار بار وایی :

اَللّهُمّ اِنّکَ عَفُوٌ تُحِبّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّی

(۹) ددری شیان سخت حفاظت وکړئ – زړه ، ژبه او شرمګاه – زړه دکفر شرک حسد او دمسلمانانو سره دکینی نه پاک کړئ زړه ته دمال دولت او خواهشاتو مینه مه پریږدئ چی داخله شي یواځی دالله ذکر ورننه باسئ ددروغو څخه ځان وژغورئ کمی خبري کوئ په ژبه چاته تکلیف مه ورکوئ خپله ژبه په غیبت او بهتان مه ناولي کوئ دشرمګاه حفاظت کوئ اوددی په غوښتنه سترګی لاس اوژبه مه استعمالوئ . هغه ملګری چی په مزدورئ بوخت وي هره ورځ دی ۵۰۰ کرته (سُبْحانَ اللهِ وَ بِحَمْدِهِ سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِیم)وایی الله به ورته په مزدور ۍ کی برکت واچوي

(۱۰)او وروستۍ غوښتنه داده چی (۱) هره ورځ دوه رکعته صلوة حاجت وکړئ او په الهی دربار کې د عبادت د توفیق او قبلیدو دعا وغواړئ (۲)داسلامی امت دیو والي اوبري لپاره خصوصی دعاګاني وکړئ دا بنده هم د دعا نه هیر نه کړئ .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب