روژه څه ته وايي؟ د روژې تعریف

د روژې تعريف:

روژه په لغت کی مطلق ﻻس نيولو او ځان منع کولو ته وايي .

او د شريعت په اصطلاح کې:

په نيت سره د فجر صادق نه تر لمرغورځيدو پوری، له هر هغه څيز نه چی روژه فاسده وي ځان ساتنۍ ته وايي.

 د روژې حکم:

د ټول امت په دی اجماع(اتفاق)ده چي د رمضان روژه نيول فرض دي،اوکه څوک پرته له کوم عذر نه روژه ماته کړی،نو ډير لوې ګنهګار ده.

3- د روژې فضيلت:

الله تعالی روژه ځان ته خاص کړی، او روزتي ته يو په لس ثواب ورکوی، د روزتي دعا نه رد يږی،روزتي ته دوه خوشالۍ دي، دقيامت په ورځ روژه د روزتي شفاعت(سپارښتنه)کوي، د روزتي د خولی بوي الله ته د مشکو نه هم غوره دی، روژه د انسان لپاره له دوزخ نه يو پښه قلعه اومضبوط سپردی.اوڅوک چي يوه روژه دالله په ﻻره کی ونيسي، اللهY به يي د اويا کالو په مسافه له دزوخ لري وساتي، او په جنت کی  يو دروازه ده چی ريان بللي کيږي،يوازي روزتيان به ورڅخه جنت ته ننوځي،د رمضان روژه داسلام دريم رکن دی، قران کريم پکی نازل شوی دی،د قدر شپه پکی ده چی د زرو مياشتو له عبادت څخه غوره ده، کله چی د روژی مياشت داخله شی د جنت دروازې ازادی شي، او د دوزخ دروازي بندی شي، او شيطانان په ځنځيرونو وټرلي شي، او د رمضان روژه د لس مياشتو په برابر ثواب لري.
4- په روژه کی ډيری ښيګڼې او ډيری ګټې دی چی تقوا سره تړاو لری، د روژی په نيولو سره په شيطان غلبه حاصليږي ، نفسي غوښتني پکی ماتيږي او د انسان روزنه کوي چي ناکاره اميدونو او ګناهونو نه ځان وژغوري، او انسان منظم او د وخت په پابندي عادت کوي، او روژه د اسلامی ورولۍ ښه ښکارندوي ده.

5- د روژه ځني اداب واجب او ځني نور سنت دي له دي څخه:

دشپي په اخيری وخت کی د پيشمني په کولو ټينګار کول،په روژه ماتي باندی تلوار کول، ځکه چي رسول الله rفرمايلي:ترهغه وخت پوری به خلک په نيکمرغۍ کی وی چي په روژه ماتي تلوار کوي، رسول اللهr به د لمونځ نه مخکی په تازه خرما او که هغه به نه وی نو په کجورو او که کجورې به نه وی نو د اوبو په يو څو غوړپو به يي روزه ماته کړه او داسی به يي وفرمايل:(ذهَبَ الظمأُ و ابْتلّت العُرُوق ، وثَبَتَ الأجْر إنْ شَاء الله) ژباړه: تنده ولاړه او رګونه لانده شول او ثواب ثابت شو که الله وغواړي.

د ګناهونه نه ځان ساتل :

او ځني هغه شيان چی د نيکيود له منځه تللو،او د ګناهونو د ډيرو دو سبب ګرځي په ډرامو، فلمو ، او بيهوده او بي مانا مجلسونو او چکرنو او دلوبو په کتو ځان مصروفول دي، او خوراک څښاک بايد زيات ونشي، ځکه چی د رسول الله فرمان دي : د آدم اولادي له خيټه څخه زيات مردار لوښی بل نه دی ډک کړی .
په علم ،مال، ځان ، رتبې ، او ښو اخلاقو سره سخا کول، يقينا چي رسول الله r د خير په کارو کی ډيرسخي و، خو په روژه کی به يي ډيرزيات سخاوت کاوه.
چاپيريال او ځان د عبادت لپاره تيارول، او په توبه ايستلو کی تلوار کول ، د روژی په داخليدو خوشحالي کول ، سهي روژه نيول ، په تراويح کی عاجزي او خشوع کول، او د روژی په منځني لسيزه کی ستتي نه کول، د قدر د شپي څارنه کول ، صدقه ورکول  اعتکاف کول ، د روژی په راتلو سره يو بل ته مبارکي ويل، نبي r به د روژی په راتګ سره خپلو ملګرو اصحابو ته زيری ورکاوه ،او د روژی پاملرنی ته به يي هڅول ،

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب