روژه کې تنده څنګه کنټرول کړو؟

معمولاً د روژې په مبارکه میاشت کې د تندې په پرتله د لوږې زغمل آسانه وي، مګر له تندې څخه د خوندي پاتې کېدو له پاره هم د حل لارې چارې شتون لري، له هغه ځایه چې اوبه زموږ د بدن اویا سلنه برخه تشکیلوي، نو نه شو کولای، چې له ارزښت څخه یې سترګې پټې کړو، کابو هره کړنه، چې په بدن کې ترسره کېږي، نو د اوبو په مرسته ترسره کېږي : د اضافي موادو له لرې کېدو څخه نیولې د خوړو په هضم کې تر مرستې پورې، د پوټکي روغ ساتل او د بدن ټولو برخو ته د خوړنیزو توکو لېږد را لېږد .

که چېرې ونه شئ کولای، چې د خولو له لارې له لاسه تللي مغذي او معدني مواد بېرته تر لاسه کړئ، نو د دې بهیر دوام به د روژې د مبارکې میاشتې په پای کې ستاسو د بدن کمزورتیا سبب شي، حتی د بدن د لږو اوبو له لاسه ورکول هم کولای شي، د ستړیا، سر خوږي، سر ګرځاني او د تمرکز د نه شتون سبب شي . د دې موادو پوره کېدل شوني نه دي، مګر د روژه ماتي او پېشلمي په سم او اصولي خوړنیز عادت سره .

څو ټکي :

۱ ـــ د بدن د اوبو د سخت کمښت د مخنیوي له پاره، یوازې د اړتیا په صورت کې له کوره بهر شئ او بدني کړنې او فعالیتونه را کم کړئ .

۲ ـــ له روژه ماتې څخه وروسته د یوه ساعت په واټن سره اته ( ۸ ) ګیلاسه سړې اوبه او مایعات ورو د خوب تر وخته وڅکئ او پام مو وي، چې د پېشلمي پرمهال د ډېرو اوبو څکل د تندي په مخنیوي کې کومه اغېزه نه لري، ځکه له بریده ډېرو اوبو په څکلو سره، بدن اضافي اوبه دفع کوي، نو د بدن د اړتیا وړ اوبه باید د روژه ماتي او پېشلمي ترمنځ په واټن کې په تدریج سره د اوبو او جوسو د مصرف له لارې پوره شي .

your ads

۳ ـــ ځینې خوړنیز توکي او خواږه مواد، چې تنده ډېروي، باید کمه ګټه ترې واخیستل شي .

۴ ـــ د زردالو او هندواڼې له میوو څخه ګټه واخلئ، ځکه چې دا مېوې د معدې له تېزابو څخه را ولاړ شویو دردونو په کمښت کې ډېره زیاته مرسته کوي او تر یوه بریده د خولو له لارې د له لاسه تللو معدني موادو او مایعاتو په جبران کې هم  مرسته کوي .

۵ ـــ د جوسو د څکلو او د سبزیجاتو او مېوو د خوړلو له لارې د له لاسه تللو مغذي موادو پوره کول، ډېر ګټور دي . سر بېره پر اوبو او اړینو موادو لکه کلسیم، فایبر، اوسپنه، پوتاشیم او نور معدني مواد او دغه راز بي یو، سي، او بي دوه ویټامینونه هم پوره کړئ .

اوبه لرونکې مېوې لکه : هندواڼه او خټکی هم د بدن د مایعاتو په پوره کولو کې مهم رول لري او سپارښتنه کېږي، چې د روژه ماتي او پېشلمي ترمنځ په واټن کې یې مصرف کړئ  او بله دا چې تریو لېمو هم د تندې په له منځه وړلو کې اغېزمن رول لري .

۶ ـــ چای په ځانګړې توګه ټینګ چای له پېشلمي وروسته د تندې د له منځه وړلو له پاره ښه نه دی، غوره ده، چې نری چای وڅکئ .

ژباړه : عطا محمد میاخېل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب