د روژې فضایل او ګټې

۱: روژه مات په خرما او يا په اوبو سره:

سلمان بن عامررضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل کله چي یو څوک د روژې د ماتولو تکل وکړی نو په خورما سره دی روژه ماته کړی، دا ځکه چي د برکت سبب دی؛ که چيری خرما نه وه نو په اوبو سره دی ماته کړی دا ځکه چي دا پاکې ده۔
(ترمذی، مشکوة شریف)
روژه
روژه

۲: د روژه مات ثواب:

حضرت زید بن خالد رضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم څوک چي د روژه دار لپاره روژه مات برابر کړی یا د یوه مجاهد لپاره سامان برابر کړی نو هغه ته هم دومره ثواب ورکول کیږی۔ (بیهقی فی شعب الایمان، مشکوة شریف)

 ۳: د روژې په حالت کی د ناوړو کارونو څخه ځان ژغورل:

حضرت ابو هریره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم څوک چي په روژه کی ناروا خبرې کوی او دا عمل نه پرېږدی نو الله جل جلاله د هغه خوراک او څښاک پرېښودو ته کومه اړتیا نلری۔ (بخاری شریف، مشکوة شریف)

۴: د روژې په حالت کی د ژبې ساتنه:

روژه

 

۱۷: له حضرت ابو هرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : که په تاسوکی دیوه روژه وه نونه دې بې حیاخبرې کوي، نه دی بې عقلي ښکاره کوي اوکه کوم یوپرده باندی په جاهلانه ډول سره راغلی نودی دي داځواب ورکړی چي نن زماروژه ده۔ (مصنف ابن ابی شیبه)

۵: په روژه کی د غيبت بدوالی:

 

حضرت انس رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: کوم څوک چي د خلکو غوښې خورئ (غیبت ئې کوی) د هغه روژه نشته۔ (مصنف ابن شیبه)

۶: په روژه کی په هيره خوراک او څښاک:

څښاک
حضرت ابو هریره رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم کس چي په روژه کی په هیره سره خوراک او څښاک وکړی د هغه روژه نه ده ماته هغه دی خپله روژه پوره کړی دا ځکه چي الله تعالی ده ته خوراک او څښاک ورکړ۔
(بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)

۷: په روژه کی مسواک وهل:

مسواک
حضرت عامربن ربیعه رضی الله عنه وایی چې ما ډېر ځله رسول الله صلی الله علیه وسلم د روژې په حالت کی په مسواک وهلو لیدلی دی۔ (ترمذی، ابوداود، مشکوة شریف)

۸: د روژې د مياشتې جبران نشی پوره کېدلای:

حضرت ابو هریره رضی الله عنه روایت کوی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم څوک چي د رمضان د میاشتې یوه روژه بېله عذره اوناروغۍ پرته وخوری په ټوله زمانه کی ئې جبران نشی اداکولای۔ (ترمذی، ابوداود، مشکوة شریف)

۹: په سفر کې د روژې نيولو رخصت:

سفر
له ام المومنین حضرت عایشې صدیقې رضی الله عنهاڅخه روایت دی چي حمرة بن عمرو الاسلمی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: ایا زه په سفر کې روژه ونیسم؟ نوموړی به ډېرې روژې نیولې، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چي که دی خوښه وه وئې نیسه او که دی خوړله نو وئې خوره۔
(بخاری شریف، مسلم شریف، مشکوة شریف)

۱۰: روژه روغتيا ده:

روژه

د ابو هرېره رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: جهاد کوی چي د غنیمت مال به ومومی، روژه نیسی روغتیا به ترلاسه کړی او سفر کوی له نورو به بې پرواشی۔
(الطبرانی فی الاوسط، الترغیب والترهیب)

۱۱: روژه بې مثله عبادت ده:

حضرت ابوامامة رضی الله عنه وایی چي ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړل چي ماته یو داسی عبادت راوښیه چي جنت ته می ورسوی، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي روژې نیسه ځکه چي روژه بې مثله عمل دی۔
(الترغیب والترهیب، صحیح ابن حبان)

۱۲: د روژې لويې ګټې:

حضرت ابودرداء رضی الله عنه وایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل کوم څوک چي د الله په لاره کی یوه ورځ روژه ونیسی الله تعالی دده او دوزخ ترمنځ دومره خندق حائل کوی لکه چي څومره مسافه د ځمکې او اسمان ترمینځ ده۔
(الترغیب والترهیب، الطبرانی فی الاوسط)

۱۳: روژه د ګاهونو کفاره ده:

له ابو سعید خُدری رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم څوک چي د رمضان روژې ونیسی د هغې د حدود رعایت کړی او د کومو شیانو چي حفاظت ئې په کاروی د هغوی حفاظت وکړی نو د هغه د تېرو شویو ګناهونو کفاره ده۔
(الترغیب والترهیب، صحیح ابن حبان)

۱۴: روژه مات پرمهال د جهنم څخه ازادې:

ابو امامه رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د هر روژه مات پر وخت دالله تعالی له لوری ډېرخلک له جهنم څخه د ازادۍ اجازت نامه ترلاسه کوی۔
(مسنداحمد بن حنبل، الترغیب والترهیب)
عبدالغفارجُبیر

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب