رېښتونی مشر | لنډه کیسه

یوه ورځ د سینګاپور ملکي هواېي چلن په یوې الوتکه کې د الوت پرمهال یوه مسافر ته ناڅاپه د کانګو (قئ) کولو تکلیف پېښ شو. رنځور مسافر په پرله پسې توګه د الوتکې په دننه پیاده رو کې کانګي(قیونه) کول پيل کړل. د نوموړي رنځور مسافر سیټ نیږدې ولاړ د طیارې خدمتګار په لومړيو دقیقو کې د صفاېي عمل په سمه توګه سرته رسولو، خو لږه شېبه وروسته یې د صفاکارۍ حوصله وبایلله او په تکتیکي توګه یې د الوتکې بلې برخې ته شاتګ وکړ ترڅو د رنځور مسافر د کانګي(قئ) له صفاېۍ ځان په آرامه کړي.

د الوتکې د خدمتګارانو مشر دا ټوله صحنه څارله خو کله چې حوصله بایللي خدمتګار ځان وویستلو نو د خدمتګارانو مشر په خپله راغی او د رنځور مسافر کانګي(قیونه) یې د الوتکې له پياده رو څخه صفا کول پیل کړل. د الوتکې خدمتګار چې خپل مشر په کار کولو وکتلو سمدستي یې بیرته د صفاېي عمل پیل کړ.

د الوتکې د خدمتګارانو مشر په عملي توګه خپل تر لاس لاندې خدمتګارانو ته د ښو خدماتو وړاندې کولو طریقه وښودله، نه داچې یوازې په خولې یې ورته امر وکولو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب