زحل (لمریز نظام سیاره)

د سپوږميو شمير: 60 (د زیاتيدو په حال کې دي)
کتله: د ځمکې له کتلې 95 چنده ده
قطر:74,900
کال: 29.4 ځمکنی کلونه
ورځ: 10.7 ساعته
لمر څخه فاصله: له لمر څخه شپږمه سياره ده، 887 ميليونه ميله

زحل څه ډول سياره ده؟

زحل له لمر څخه شپږمه سياره ده. دا سياره د ښکلې لويې چاپیره شوې کړۍ لپاره مشهوره ده.

زحل له مشتري وروسته د شمسي نظام تر ټولو لویه سياره ده. دا سياره له مشتري څخه په قطر کې لږ څه کمه خو په کتله کې زیاته کوچنۍ ده. زحل زياتره له هايدروجن څخه جوړ شوی خو يو څه هيلیوم هم لري. د زحل سطحه ګازي ده. خو چې ژورځای بيا هايدروجن مایع کیږي او بيا په فلز بدلیږي. د زحل مرکز له يوې کلکې ډبرينې هستې څخه جوړ شوی دی. په ټولیز ډول د شمسي نظام په سيارو کې زحل تر ټولو لږ کثافت لري. دا يوازينۍ سياره ده چې کثافت يې له اوبو څخه کم دی، په دې معنی چې که په يو لوی سمندر کې واچول شي د اوبو پر سر پاتې کیدای شي. د زحل سطحه د لويو طوفانونو تر څنګ د شمسي نظام تر ټولو چټک بادونه لري چې 1800 کيلوميتره پر ساعت حرکت لري.

د زحل کړۍ

د زحل کړۍ زياتره د یخ له ټوټو څخه جوړې شوي دي خو خاورې او ډبرې هم په کې دي. په دې کړيو کې په ميلياردونو دا ډول ټوټې شتون لري چې د جسامت له پلوه د ګرد له يوې زرې څخه بيا تر بس (سرویس موټر) هومره لويو ډبرو پورې توپیر کوي. دا کړۍ د زحل د استوا کرښې چاپیره موقيعيت لري. دا کړۍ د زحل د سطحې څخه 6000 کيلومتره پاسه پيليږي او له يو لړ تشو په درلودلو سره 120,000 کيلوميتره پورته فضا رانیسي. دا کړۍ 20 ميتره ضخامت لري او د يوه ښه ټليسکوب په مرسته له ځمکې څخه هم ليدل کيږي.

ټيټان سپوږمۍ

د زحل تر ټولو لويه سپوږمۍ ټيټان ده. د مشتري د سپوږمۍ، ګاني ميد، وروسته د شمسي نظام تر ټولو لويه سپوږمۍ ټيټان ده. ټيټان د شمسي نظام يوازينۍ سپوږمۍ ده چې غليظ اتموسفير لري. د ټيټان اتموسفير زياتره برخه له نايټروجن څخه ترکيب شوې ده. دا سپوږمۍ په 1655 کال کې د هالندي ستورپوه کريستیان هويګنز Christian Huygens له خوا کشف شوه.

له ځمکې سره د زحل مقايسه

زحل له ځمکې سره ډير توپیر لري. د زحل پر سطحه څوک نشي دريدلی. ځکه چې سطحه يې له هايدروجن ګاز څخه جوړه شوې ده. د 10,7 ساعتونو په اوږدوالي د زحل ورځې له ځمکې څخه ډیرې لنډې دي، خو کال یې د ځمکې ۲۹ کلونو سره برابر دی. زحل د ځمکې په پرتله ډیر لوی دی او۶۰ سپوږمۍ لري په داسې حال کې چې د ځمکې سپوږمۍ يوه ده. همداراز زحل د خپلو لويو او د ليدو وړ کړيو له پلوه د شمسی نظام د نورو سيارو تر منځ ځانګړی ځای لري.

د زحل په اړه مو څه ډول معلومات ترلاسه کړی دي؟

څرنګه چې زحل په سترګو ليدل کیږي، بشرد ډیر پخوا وختونو نه د زحل د موجوديت په اړه خبر وو. ګاليليو لومړنی کس وو چې د زحل چاپیره يې کوم شي ته پام شو، خو د کړيو په بڼه يې تشخيص نشوې کړای. کريستیان هوګينز لومړنی کس وو چې د زحل کړۍ يې وليدلې.

د زحل د پلټلو او نږدې انځورونو د راوړلو لپاره په 1979 کې لومړنۍ فضایي بيړۍ د پایونير۱۱ (Pioneer 11) په نامه وليږل شوه. یو څو کاله وروسته بيا ووياجر۱ (Voyager 1) او ووياجر۲ (Voyager 2) د لا ښه انځورونو او د زحل د کړيو په اړه د معلوماتو د راوړلو لپاره وليږل شول. د زحل مدار ته لومړنۍ بيړۍ کاسيني هوګینز Cassini-Huygens وه چې په 2004 کال کې وليږل شوه. دې فضايي بيړۍ د زحل د ټيټان نومې سپوږمۍ سطحې ته يوه پلټونکې آله وليږله، دې آلې د ټيټان سپوږمۍ په اړه ټول معلومات راغونډ کړل چې په دې معلوماتو کې د دې سپوږمۍ پر سطحه د مايعاتو موجوديت هم شامل وو.

د زحل سيارې په اړه په زړه پورې معلومات

دا سیاره د روميانو د هغه معبود په نامه ونومول شوه چې د دوی په عقيده د زراعت مسئولیت يې په غاړه وو.

پر زحل يو کال 10,000 ورځې دی. که دا تعليمي کال وای څومره به اوږد وو!

د زحل ګڼې سپوږمۍ په ټيټان پسې نومول شوې دي. په افسانو کې راځي چې ټيټان د زحل ورونه او خويندې وې.

د زحل د بنسټيزو کړيو تر منځ لويه تشه د کاسیني Cassini سوړې په نامه ياديږي. ګاليليو د زحل کړۍ د “غوږونو” په نامه يادې کړې وې.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب