زرغونه انا

 ابدالې احمد ،ځان وژني خو ماتې نه مني.
زرغونه انا د اعليحضرت احمد شاه بابا مور وه چې دا پښتنه ميرمن ددې لويو هسکو غرونو په لمنو کې د پښتونوالي يوه ښه محرکه بلل کيږي.
زرغونې انا ددې پاکې خاورې د خدمت په لوړواليو له پاره يوه داسې نابغه زوی ( ستر ټولواک احمد شاه بابا) ملت ته وړاندې کړ ، چې د ملت له خو د ( بابا) لقب ورکړل شو دی همدغه رنګه دې ميرمنې د (انا) لقب ګټلی او تر اوسه پو…رې يې په پښتنې دنيا کې نوم ژوندی دی زرغونه انا تل د خپل زوی ستر ټولواک اعليحضرت احمد شاه بابا سره په ښو ښوافکارو کې مرسته کوله .

لکه په خپلو پاکو شيدو کې يې، چې د افغانيت غذا ورکولو همدا شان يې د افغانيت او غيرت درس په خوله ورښوده .
په (۱۱۷۴) کال ، کې چې احمد شاه بابا د پښتنو مشران او نور ارکان را وبلل چې د قندهار د نوي ښار د جوړولو له پاره یو سمه او صحيحه نقشه طرحه کړي، تر ډیرو نظریو وروسته يې دا نظریه خوښه شوه ، چې ښار باید اووه ديوالونه او څو خندقونه ولري چې د دښمن له حملې څخه خوندي شې.
دا نظریه ټولو ومنله، مګر کله چې له دغې خبري څخه د احمد شاه بابا مور زرغونه انا خبره شوه . اعلیحضرت احمد شاه بابا يې کور ته را وغوښت ، ورته يې وویل:
زویه! دا خبره ټینګه په غوږ کې ونیسه .. چې افغان هیڅکله د خاوري دیوالونو ته پناه نه وړي او نه په خندق کې ځان له غلیمه خوند کوي. افغان د خدای (ج) په مرسته او په خپل مټ ځان او وطن ساتي.
نو ته هم په خپل افغاني همت او استقامت به ځان، خلک او وطن وساتې…
خوشې دیوالونه او خندقونه مه جوړه ! په دې دیوالونو به یوازې زه او ته خوندي شو . هغه خویندي او ورڼه دي چې د دې دیوالونو او خندوقونو هغه خواته پراته دي، هغه له تا څخه ساتنه غواړي؟
او هم باید ته دومره انتظار ونه باسې چې دښمن تر ښاره پورې را ورسیږي! هغه و چې احمدشاه بابا د دې خبرو په اریدولو سره له مغزو څخه يې د خندوقونو و دیوالونو مفکوره ووتله او یوه معمولې کلا يې جوړه کړه .
همداشان نقل کوي چې په (۱۱۷۴ هـ) کال کې د احمد شاه بابا د ماتې غږ په دروغو کندهار ته راورسید خلک د احمدشاه بابا له ماتې او د عسکرو د پوپنا کیدو له آوازې وارخطا ښکاریدل، څو دا خبره زرغونې انا ته ورسیده .
دې میرمنې (زرغونې انا) وویل: بری او ماتې د تقدیر په لاس کې دي . مګر احمد ،ځان وژني خو ماتې نه مني.
زرغونه انا د کندهار د ښار له جوړولو وروسته د احمد شاه بابا په ژوند وفات شوې ده او احمد شاه بابا په (۱۱۸۶هـ ) کې وفات شوی دی.

راټلونکې رفیع الله دلاور ستانکزی

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب