زرغونه کاکړ 

زرغونه کاکړ – لسمه پيړۍ کې پښتنه شاعره

ميرمن زرغونه دملا دين محمد لور وه چې د قندهار په پنجوايي کې اوسيده  زده کړه يې دخپل پلار نه اوټولنۍ ته يې ننګيالي زامن وړاندې کړيوه په٩٠٣هه کې  دشيخ مصلح الدين سعدي  صاحب شعرونه يي په پښتو وژباړه او ډير ښکلي شعرونه هم لري ميرمن زرغونه سره ډير ښګلا ګانې وی يوه هم خطاطي وه چې د وخت کاتبانو ترينه خطاطي زده کولی ميرمن زرغونه ډيره با استعداده  ميرمن وه په شعر او شاعري کې هم پوره محارت درلوده  هغه ډيره مهربانه ښځه وه چې تل يې دخلکو سره په ورين تندۍ خبرۍ کولې ده پخپل ليکنو او شعرونو  کيسې کولې چې لوستونکې به ترينه ښه مطلب پورته کولې شول  نوموړې دسعدي صاحب بوستان څخه ډيره په زړه پوري ژباړې کړي دي  دا هم د ميرمن زرغونه کاکړ د شعردژباړی يوه بيلګه چې د سعدي صاحب د بوستان څخه يې ژباړلی ده

اوريدلی مې کيسه ده

چې دشاتو نه خوږه ده

داختر په ورځ سهار

بايزيد چې وو رويدار

له حمامه وو وتلی

په کوسه کې تيريدلی

ايری خاورې چا له بامه

چا چپه کړی له ناکامه

مخ ا وسر يي سو ککړ

په ايرو په خاورې خړ

بايزيد په شکر کښو سو

د خپل مخ په پاکيدو سو

چې زه وړيم د بل اور

چې په اور کې سوم نسکور

له ايرو به څه بد وړمه

يا به لږ شکوه کومه

هو پوهانو ځان ايری کړ

له لوينی يې ځان پری کړ

څوک چې ځان ته ګوري تل

خداې ته نه سی کړای کتل

لويي تل په ګفتارنه ده

لوی خبره په کار نه ده

تواضع به د ی سرلوړکا

تکبر به دی تل ځوړکا

 

دغه شعر ته که په دقت سره غور وکړئ نو دسعدي صاحب په شعر کې هم د نصيحت په توګه د لويي او تکبرڅخه  کرکه    شوې چې هر مومن د ترينه پند واخلي او پری عمل وکړي زرغونه کاکړ هم د خپل وخت هوښياره بيدار او دينداره شاعره وه چې پښتنۍ ليکوالانې شاعرانې پری ښه وياړ کولاې شي  نو مونږ ته هم لازمه ده چې که دليکنو  ژباړی کوو اويا دشعرونه نويو داسی   څه وژباړو چې لوستونکی تری ښه بر داشت و کولی شي

 

زرلښته حفيظ

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب