زعفران: د بې ساریو مرضونو دوا ده

زعفران د اقتصادي ارزښت له لحاظه په نړۍ کې له قيمت بيه کرنيزو محصولاتو شمېرل کيږي، زعفران د نورو کرنيزو محصولاتو په څېر په کيلو ګرام او ټنونو نه پلورل کيږي بلکې په ګرام او مثقال يې اخيستنه او خرڅونه تر سره کيږي. دا مهال د يوه کيلو زعفرانو بيه په نړيوالو بازارونو کې د څلور زرو او دولس زرو ډالرو تر منځ ده.

زعفران د مختلفو ويټامينونو او د بدن د ضرورت وړ عناصرو لرونکی نبات دی، همدا راز زعفران منرالونه او شحمي مودا هم لري او په درملنه کې ډېر مثبت اغېز لري.

له زعفرانو څخه د ډېرو مرضونو د درملو په توګه هم کار اخيستل کيږي . د زعفرانو په استعمال سره عصبي، تنفسي او هضمي سيستمونه د ځينو ناروغيو لکه د اعصابو ضعف ، خستګي، درد، بې خوبي، کم خوراکي او تنفسي بې نظمي ډېر ژر حل کيږي.

زعفران د مديترانې د شرقي سيمې نباتاتو له ډلې شمېرل کيږي چې له دې ځايه يې کرکيله افغانستان کې هم رواج کړی، د تر ويج او پراختيا لپاره يې لومړنۍ هڅې «۳۰» کاله وړاندې پيل شوې، خو له بده مرغه د کورنيو جنګ جګړو له امله نيمګړې پاتې شوه .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب