زلزله څنګه کېږي؟

زلزله ولې کېږي؟

سختې زلزلې حتی ښارونه ړنګولی شي او د انسان او نورو ژوو لپاره فاجعه منځ ته راوړی شي. ښه نو څه واقع کېږي او ولې زموږ د پښو لاندې ځمکه خوځېږي؟
د دې لامل د پیدا کولو لپاره باید د ځمکې ژورو برخو ته لاړ شو. زموږ د سیارې په مرکز کې چې د ځمکې د سطحې څخه نږدې ۵ یا ۶ زره کېلو متره ژور دی چې حرارت په کې بیخي ډېر دی او نږدې ډېره برخه یې د ویلې شوې اوسپنې او نېکل څخه جوړه شوې ده. دوهمه طبقه یې هم ممکنه د ویلې شوې اوسپنې او نېکل جوړه ده او چې لږ وړاندې راشو نو بله طبقه کې هم د حرارت درجه ډېره لوړه ده خو دلته بیا مواد به بشپړ ډول په ویلي حالت کې دي.

زموږ د سیارې له ژورو پورته برخه نو ډېره سړه او کلکه ده او الاستیکي بدلونونه په کې راځي. د همدې طبقې برسېره بیا د ځمکې پورتنۍ سطحه یا د انګلیسي په ژبه Earth Crust واقع دی. دې ته موږ د ځمکې بهرنۍ سطحه هم وایو، دې ته نو لېتوسفیر هم ویل کېږي او دا بیا هغه سطحه ده چې موږ پرې ګرځو. دا ځمکې دا طبقه د نورو هغو په نسبت بیا ډېره نرۍ طبقه هم ده او په بېلابېلو برخو کې د ۲۰ نه نیولې تر ۲۰۰ کېلو مترو پورې ژوروالی لري.
دا نو داسې طبقه نه ده لکه تاسې چې ور ته د هګۍ د پوستکي په ډول فکر کړی، دا طبقه ستاسې د فکر خلاف ماتېدونکې هم ده. دا طبقه د تکتونیکي پلېټونو په نوم د جوړښتونو څخه جوړه شوې ده، دا طبقې داسې واقع دي چې کرار کرار حرکت کوي.

دا پلېټونه په یو ځای نه پاتې کېږی او د وخت په تېرېدو حتی له یو بل سره هم ټکرې کوي، یو بل ډیکه کوي او د غرونو د رامنځ ته کېدو باعث هم کېږي. په هغه ځایونو کې چې دا پلېټونه یو د بل په لور حرکت کوي نو یو پلېټ د بل لاندې ځان ته په زور او ځواک ځای پیدا کوي. د دې له امله نو خالیګاوې را منځ ته کېږي چې Subduction Zone ور ته ویل کېږي چې د نړۍ ځواکمنې زلزلې د همدې له امله رامنځ ته کېږي.

د ځمکې د سطحې لاندې دا طبقې هر وخت حرکتونه کوي او یو د بل سره مخ کېږي هم نو دا کومه حیرانتیا نه ده چې موږ ور سره کله کله ناراحته کېږو. څرنګه چې دا پلېټونه د یو بل سره متناسب حرکت کوي نو په اوږده موده کې درانه فشارونه هم رامنځ ته کوي. کله کله نو بیا داسې وختونه هم راځي چې دا فشارونه ناڅاپه ازادېږي او له امله یې ډبرې، د ځمکې بهرنۍ طبقه او مواد چاودېږي او حرکت کوي. دا حرکتونه د انرژۍ د منځ ته راتللو باعث کېږي چې سیسمېکې څپې ور ته وایي او دا څپې نو بیا په هر لوري حرکت کوي، هم د سیارې داخل ته ځي او هم بېرون لوري ته راځي. دا ټول حرکات د ځمکې لاندې واقع کېږي نو ځکه یې څارنه او وړاندوینه هم نه شي کېدای.

دا هم د حیرانتیا وړ نه ده چې ډېرې زلزله خېزې سیمې د ځمکې د سیارې د همدې پلېټونو څنډو ته واقع دي خو دا هم ده چې ټولې زلزلې هم د دې څنډو په ځایونو کې نه واقع کېږي. د استرلیا ټوله لویه وچه د یو پلېټ په منځ کې واقع ده او هېڅ د پلېټونو د څنډو سره اړیکه نه لري خو استرلیا هم د زلزلو څخه محفوظه نه ده، هلته هم وخت نا وخت سختې زلزلې واقع کېږي چې ښه بېلګه یې د ۱۹۸۹ کال مرګونې زلزله کېدای شي.

زلزله څنګه اندازه کېږي؟

زلزله د یو ډول الو په واسطه اندازه کېږي چې سیسمو مېترونه ور ته ویل کېږي. دا سیسمو متر دی چې هغه لړزې او اهتزازونه ثبتوي چې د سیسمیک څپو له امله د ځمکې د بهرنۍ برخې یا کرسټ کې منځ ته راځي. د ویلو ده چې سیسمیکې څپې په مصنوعي ډول هم منځ ته راتلای شي لکه د انسان د ځېنو فعالیتونه له امله بېلګه یې د ماین چاودنې له امله سیسمیک حرکات ښودلی شو. د سیسمو متر نظریه نو یو څه ساده ده، د وزن په اساس کار کوي او دا اېښودل شوی وزن تر هغې حرکت نه کوي چې تر څو چې ځمکې حرکت نه وي کړی. کله چې ځمکه حرکت کوي او دا حرکتو د یو کاغذ په مخ باندې په زیګ زاګ شکل رسمېږي. لږ پرمختللي سېستمونه یې د رسمولو لپاره د برېښنایي مېتود څخه کار اخلي خو اصلي بڼه یې یوه ده.

د زلزلې ځواک د ریختر په واسطه اندازه کېږي چې دا مېتود د څو زلزلو متناسب ځواک پرتله کوي. د ریختر کچه هم لوګاریتمي ده مانا دا چې د ریختر په کچه شپږ درجې زلزله د ریختر په کچه له پنځه درجې زلزلې څخه لس ځلې ډېره ځواکمنه ده. اوه درجې بیا شپږو څخه لس ځله ډېره ځواکمنه ده او همدارنګه اوه درجې زلزله نو د ۵ درجو زلزلې څخه سل ځله ډېره ځواکمنه ده.

که لږ یې نور هم ساده کړو نو ویلی شو چې دا بېلابېلې کچې د خلکو د احساس په پرتله جوړې شوې لکه ۵.۵ درجې زلزله شاید کورونه یو څه ونړوي خو له اوو درجو ډېره زلزله کورونه بشپړ نړولی شي او دوه یا دوه نیمې درجې زلزله شاید څوک له خوبه هم وېښ نه کړي او یواځې د سیسمو مېتر په واسطه د ثبت وړ وي.

که څه د ریختر کچه اوس په رسنیو او عامو خلکو تر منځ ډېره عامه ده خو ساینس پوهان اوس د زلزلو د اندازې لپاره یو بل کچه هم کاروي چې ډېره دقیقه ده او د مومنټ اندازه یا Moment magnitude ور ته وایي. دا اله نو ښایي چې ځمکه څومره ځواکمنه ده، څومره حقیقي بې ځایه کېدل رامنځ ته کېږي او د ډبرو د بې ځایه کېدو اندازه هم ښایي.
ځمکه چې څه ډول مالومېږي چې یو ډبرینه او جامده سیاره ده حقیقت کې یو څه توپیر لري، ځمکه یوه متحرکه سیاره ده چې په داخل او بهرنۍ سطحه کې یې ډول ډول حرکتونه واقع کېږي. ساینس پوهان د ځمکې مطالعې ته دوام ور کوي تر څو یو وخت په دې وپوهېږي چې زلزله څنګه رامنځ ته کېږي، وړاندوینه یې وکړای شي خو تر هغې ډېر څه شته چې باید زده شي.

لیکنه: د استرلیا د ساینس اکاډمي
ژباړه: عدنان نجیبي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب