زمامناظره دیوه عیسایی راهب سره (۱۰)

۱۱: پروفیسرایچ اې آر ګب (H.A.R Gibb) وایی:
اسلام هغه یواځنی دین دی چې باداراوغلام ئې وروڼه کړل اووټوله انسانیت ته ئې دبشریت ستراصولی قوانین اوضوابط وروښودل.
۱۲: پروفیسرکېنن ټېلر(Canon Taylor) وایی:
دنړۍ په ټولودوولسوامپراطوریوکی یوه روحی اوباطنی امپراطورې وه چې هغه دمحمدصلی الله علیه وسلم وه ، چې په دې امپراطورۍ کې دبشریت اوانسانیت ټولې ښېګڼې اومعیارونه نغښتی وه، اوزه کولای شم چې وپوښتم چې ایادبشریت په تاریخ کی ترده لوړشخص شته؟
۱۳:ډاکټرپروفیسر لامارټین (Lamartine) وایی:
که داوس ددکتاتورانوپرځای محمدصلی الله علیه وسلم ژوندی وای نودی به یواځنی شخص وای چې امن، صلح اوخوشحالی به يي په ټوله نړۍ کې راوستې وای.
۱۴: جوړډبرنارډشا (George Bernard Shaw) وایی:
اسلام یواځنی هغه دین دی چې صحرایی اووحشی مشرکان يي سره وروڼه کړل اوهغوی ئې ودې ته وهڅول چې ایمان راوړی، اوداسلام بله ښېګڼه داده چې رنګ پکښې ځای نلري.
مادده مطالعه ډیره وکړل اوزه ودې ته ورسېدم چې دی زړه وړونکی شخص دی، اودی دحضرت عیسی علیه السلام مخالف نه دی اوزماپه عقیده دی هغه څوک دی چې وټوله بشریت ته نجات ورکولای شی.
۱۵: ډاکټر ټي وي این پرسود (Dr. T.V.N Persaud) چې داناتومی مشراوسرپرست داناتومی دشعبې دی اوهمدارنګه دماشومانودروغتیاپروفیسردی ددکاناډاپه یوه پوهنتون کی (University of Manitoba Winnipeg) تر۲۵ زیات کتابونه ئې چاپ شوی اوتر۱۸۱ زیاتې ساینسی پاڼې ئې خپرې شوی داسی وایی:
ماته دامعلومه شوه چې محمدصلی الله علیه وسلم یوعادی سړی ووچې نه ئې څه لوستلای شوای اونه ئې هم څه لیکلای شوای؛ چې په حقیقت کی هغه بی تعلیمه ؤ داچې ده څه ویلی اوهغه ټول په ساینسی توګه سره ریښتنی دی نوزه هم لکه ډاکټرکیت موردا ویلای شم چې دابل څه نه دی بلکې الهی وحی دی.
۱۶: جولی سمپسن (Joe Geigh Simpson) چې دامریکا دمتحده ایالاتودشیکاګودپوهنتون(North Western Universiy) دولادی اونسایی څانګې پروفیسردی داسی وایی:
دانسانانوتکثراومذهب علاوه له دې څخه چې ټکرنلری بلکې قرآنکریم دساینس تائیدکوی، اوبل داچې قرآني ویناوی دساینس په پرمختګ کی ډیری ستونځې لیری کړی چې موږویلای شو قرآنکریم الهی وحی دی اوبل څه نه دي.
۱۷: پروفیسرپالمر(Professor Palmer) چې دامریکایوساینس پوه دی داسی وایی:
وموږته اړینه ده چې دمنځنی ختیځ په هکله پلټنې وکړواوموږ ددې تاریخي حقایقولپاره یوڅه زبانی یاداښتونه لرو، که وهغوته کومه پاملرنه ونشی نوپردې زموږباوردی چې هم دومره معلومات اوحقایق بس دی چي پرمحمدصلی الله علیه وسلم باندی نازل شوی دی، موږومخته ځواوپردې څیړنې کووچې قران کریم دجیولوجي دعلم په هکله څه ویلی دی، ډیره مننه.
۱۸: ویلیم ایم سی نیل (William McNeill) وایی:
که دبشرپه تاریخ کی تاسی ومخکښوکسانوته وګوری نوزمااندازې، پوهې اوعقل مطابق محمدصلی الله علیه وسلم، عیسی علیه السلام… دادنړۍ ترټولوړاوسترپیغمبران وه.
۱۹: جیمزګاوین (James Gavin) وایی:
دنړۍ هغه کسان چې دانسانیت په تاریخ کی ئې پرذهنونوډیرې ښه اغیزې درلودی هغه زماپه اندمحمدصلی الله علیه وسلم، عیسی علیه السلام او…. وه.
۲۰: جیمزمازرمن (James Masserman) چې دشیکاګوپوهنتون یوپروفیسرووداسی ویی:
محمدصلی الله علیه وسلم ترټولودښواولوړواخلاقوخاونداواتل ووچې په دوهم لړکښې حضرت موسی علیه السلام راځی.
۲۱: جان ویلیم ډراپر(John William Draper) وایی:
دبشریت په تاریخ کی ترمحمدصلی الله علیه وسلم اغیزمن شخص نه دی پیداشوی، اودی هغه څوک دی چې پربنی نوع انسان باندی ئې اغیزې جوتې، ښکاره اوتل پاتې دي.
۲۲: کيرن ارمسټرانګ (Karen Armstrong) چې ۷ کاله پوره دکاتولیک عیسایی مذهب ننه وه، اوپوره چوپړئې ورته کاوه، اواوس هغه د(مسلم سوشل ساینسزایسوسی ایشن) غړي ده هغې اوس داسلام دچوپړلپاره ډیرکتابونه لیکلی دی چې یويي (داسلام دپیغمبرصلی الله علیه وسلم مضبوط اومستنددژوندسوانح، چې په دې کتاب هغه څه لیکلی دی چې سړی ورته حیرانیږی.
۲۳: لارډبرټرینډرسل چې دشلمې پېړۍ لوی صحافی، مفکراوریاضی پوه دی، ده یوکتاب لیکلی دی چې دهغه نوم دی:
Why I am not a Christian? زه ولی عیسایی نه یم؟
دی په کتاب کی دعیسایت نیمګرتیاوې په ګوته کوی اوددې دلایل ذکرکوی چې دی ولی عیسایی نه دی.
داهغه څوکرښې وې چې مادخاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم په هکله دنړیوالوپیژندل شوعیسایی اوغیرعیسایی شخصیتونو دنمونې په ډول سره درته بیان کړې چې دابه کتابونه کتابونه شی چې زه دهرساینس پوه، مفکر، تاریخ پوه اوستروانسانانوټولې لیکنې یوځای راټولې کړم چې داوټولې نړۍ اوهم وتاسوته جوته اوترلمرښکاره ده.
که تاسی ددې په هکله پوره معلومات غواړی نوتاسی کولای شی چې لاندنی نړیوال کتابونه وګوری چې لیکوالان ئې غیرمسلمانان دی اوزیات پکښې عیسایان دی:
1: Muhummed (Pbuh) the Greates
2: The 100 A Ranking of the Most Influential Persons in History
3: Spirit of Islam
4: Hero and Hero-worship
5: The Prophet of East
6: A History of the Intellecual Development of Europe
7: The Messenger
8: The Genuine Islam
9: Mohammed and Mohammedanism
10: Encyclopedia of Britannica
11: Islam at the Crossroads
12: Decline and Fall of the Roman Empire
13: Whither Islam
14: The Preaching of Islam
15: Islam in West

عبدالغفارجُبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب