زمونږ په کورونو کې برکت ولې نشته؟

برکت څه ته وايي؟

په عربي ژبه کې ډېروالي ته ويل کېږي، چې په کور کې پيدا شي نو مينه محبت او خوشالي زياته شي، که رزق کې پيدا شي نو ښه کاروبار ښه وظيفه، که عمر کې پيدا شي مرضونه ورک شي او ښه صحت وي.

خو برکت هغه لفظ دی چې مونږ يې ډېر اورو اما په تاسف سره چې په کورونو کې مو نه شته، وخت کې مو برکت نشته، په رزق کې مو برکت نشته.

دا چې برکت چېرته دی ؟ څنګه کولای شو برکت خپل کورته جلب کړو؟ په همدې اړه د قران کريم او حديث نه يو څو لنډې لارې چارې په ګوته کوم چې د هغې په وجه کولای شو برکت خپل کور، رزق، عمر … ته را جلب کړو:

د قران کريم تلاوت: الله تعالی فرمايي ( وهدا کتاب انزلناه مبارک) او مونږ دا کتاب نازل کړی چې برکتناک دی. ځکه خو رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلی: چې هغه کور چېرته چې تلاوت کېږي هلته ملائکې اوسېږي او شيطان ترې تښتي.
بسم الله …. ويل، ځکه چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي: ( ادا دخل الرجل بيته فذکر الله تعالی عند دخوله او عند طعامه ، قال الشيطان لاصحابه لامبين ولا عشاء) – کله جې يو سړی کور ته ننوځي او يا هم ډوډۍ خوري او الله ياد کړي نو شيطان خپلو ملګرو ته وايي چې نه د شپې لپاره ځای لرئ او نه د خوراک..)
خپلوي پالل: رسول کريم صلی الله عليه وسلم مونږ خبر کړي يو چې ښه اخلاق، ښه همسايه توب او خپلوي پالل په رزق او عمر کې برکت پيدا کوي.

صدقه: چې دالله تعالی غضب او غصه له منځه وړي.
کارونه وختي کول: رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي: زما امت ته په وختي کارونو کې برکت اچول شوی.
لمونځ همېشه کول: الله تعالی فرمايي: ( وأمر أهلك بالصلاة واصطبر عليها لا نسألك رزقا نحن نرزقك والعاقبة للتقوى)
په الله تعالی توکل کول: رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي ۰ لو توکلتم علی الله حق توکله لرزقکم کما يرزق الطير ، تغدو خماصا وتروح بطانا) – که چېرته تاسو په الله په حقه سره توکل وکړئ نو داسې رزق به درکړي لکه مرغانو ته چې يې ورکوي…. چې د کورنه وږي وځي او مړې بيرته راځي.
استغفار ډېر کول: درزق مصدر استغفار دی، همدا راز نبی صلی الله عليه وسلم د استغفار په هکله فرمايي:
من لزم الاستغفار جعل الله له من كل ضيق مخرجا – ومن كل هم فرجا ورزقه من حيث لا يحتسب

چا چې استغفار ډير وکړ نو د هرې تنګۍ نه به ورته پراخي، او د هرې ستونزې نه د وتلو لار او داسې رزق به الله ورکړي چې سوچ يې هم نه وي کړی.

همدا راز الله تعالی په قران کريم د استغفار په مقابل کې هم ډېرې ورکړې بيان کړي چې ورځنی رزق پراخېږي، ځامن به درکړي، مال او دولت به درکړي ( فقلت استغفروا ربکم انه کان غفارا ….. ويمددکم باموال وبنين ويجعل لکم جنات ويجعل لکم انهارا

ليکوال: اصغر صلاح

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب