زموږ بدن څومره اوبو ته اړتیا لري؟

زموږ بدن په ګرمه هوا او یا هم د فزیکي کارونو په ترسره کولو سره زیاتو اوبو ته اړتیا لري، چې په داسې حالت کې باید اوبو یا هم هغه غذایې توکي وخوړل شي چې تنده پرې ماتیږي.

کیدای شي په ورځیني ژوند که له زیاتو اوبو څښلو سره عادت نه وی، خو د وخت په تېرېدو سره به مو اوبه څښل په عادت بدل شي.

په امريکا کې يوې نوې څېړنې ښودلې چې اوبه يوازې د بدن د پوستکي له تازه ساتلو سربېره د يادښت ځواک په پياوړتيا او وده کې لويه ونډه لري. څېړونکي وايي چې د دماغ ۶۰ سلنه برخه له اوبو څخه جوړه شوې ده، نو ځکه د اوبو ډېر څښل ذهن پياوړی کوي، د ذهني کمزوريو او د بدن د مالګو د وتو مخه نيسي.

د انسان بدن په معتدله هوا کې په یوه شپه او ورځ کې په منځني ډول دوه لیتره اوبو ته اړتیا لري.

په ګرمه هوا، او د فیزیکي کارونو د تر سره کولو پرمهال او یاهم د ځیني ناروغیو له امله مو کېدای شي د بدن اوبه ډیرې له منځه ولاړې شي، په دې وخت کې بیا ۲.۵ لیتره اوبو ته اړتیا ده چې وڅښل شي.

نو کوښښ وکړئ، په ورځني ډول لس ګیلاسه اوبه څښل مو عادت وګرځوئ، تر څو مو د بدن ضایع شوې اوبه پوره شي.

تنده په خپله بدن ته د خبر ورکولو په مانا ده چې اوبه ته اړتیا لری.

ځینې وختونو د کار کولو پر مهال تږي کیږو او اوبه څښل هېرو، ښه دا ده ، هرکله چې په کوم ځای کې کار کوو اوبه باید په خوا کې له ځانه سره ولرو او که کاري ځای کې اوبه هم نه وي نو بیا په یوه وړوکي کاغذ باندې د اوبو څښلو جمله ولیکئ او له ځانه سره یې کیږدئ.

د اوبو ترڅنګ ځینې خواړه هم شته چې ستاسو تنده ماته کړي او د بدن اوبه مو پوره کړي لکه د چای یا قهوې څښل یاهم په میوو کې د هندواڼې خوړول.

همدارنګه د سوپ یا هم سوپ ته ورته نور مایعات د تندې په ماتولو کې ستر رول لري.

د دې ترڅنګ که غواړئ چې له زیاتو اوبو څښلو سره عادت شئ، ښه دا ده په هغه لوښي کې چې تاسې اوبه څښئ د نعنا پاڼه، د لیمو نیمه برخه، یاهم د نارنج پټوکی واچوی تر څو د څښلو اوبه مو خوندورې شي او څښلو ته یې لېواله شئ. د بدن ډېره برخه له اوبو څخه جوړه شوې ده. د اوبو زیات څښل مو فکري ځواک پیاوړی کوي. همدارنګه د اوبو په څښلو سره د انسان د بدن فعالیت ښه کیږي او د ښي حوصلې او ارامښت احساس کوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب