زموږ ملي شورا یا پارلمان

د افغانستان حکومت پارلماني دی او شورای خپلې دندې په دغه اداره کې مخ په وړاندې وړي او اکثره وزيران او نور لوړپوړي چارواکي چې د حکومت په لوړو چوکيو ګومارل کېږي نو پارلمان يا ملي شورای ته د رايې اخيستو لپاره لېږل کېږي ترڅو د هر ولايت او هرې سيمې وکيلان دې چارواکي ته رايه ورکړي او د وزارت چوکۍ خپله کړي.

دا هغه پروسه او تګلاره ده چې بايد په دې کې زموږ د ملي شوراي غړي چې اکثريت يې په بډو او رشوت اخيستو کې تورن شوي وه او ولس هم نور په دې خلکو باور نه کوي په کار ده چې له ډېر دقت څخه دې ځل پارلماني ټاکنو لپاره اوس کار واخلو داسې يوه پياوړي شخص ته خپله رايه ورکړو چې هغه سبا د خپلې پارلماني چوکۍ د مخ په وړاندې بيولو قابليت په ځان کې ولري او وکولای شي له دې دروند بار څخه ځان خلاص کړي او سبا په دې کې پاتې نه شي چې همدغه ولس بيا لاس ټکوي او وخت ترې تېر وي.
که د يو هېواد پارلمان په رښتينې توګه پياوړي باسواده ځوانان په کې دندې ولري او وغواړي د خپلو اجراآتو په برخه کې په يوه اداره کې اصلاحات له ځان سره راولي نو چارواکي به هم له دې ډلې خلکو څخه په وېره کې وي او تل به له ځان سره په دې سوچ کې وي چې له غلا څخه لاس واخلي او کارونه په ښه توګه مخ په وړاندې بوزي.

په رښتينې توګه د قومونو د تنظيم په برخه کې يو پارلمان او ملي شورای کولای شي چې سياستوال او ولسونه په بېړه راغونډکړي او په نو اوپياوړو اقداماتو لاس پورې کړي او له دې لارې د حکومت هغه نيمګړتياوې چې په يوه اداره کې شته چارواکو ته يې په ګوته کړي ترڅو د دې لارښوونې په اساس هغه په يوه ټولنه کې پوره شي اودښمنانو ته د دې موقع او چانس په لاس ورنه کړي ترڅو د يوه ملک په اداري چاروکې لاس وهنه وکړي او هغه اداره له يولړ ستونزو سره لاس او ګريوان کړي لکه څرنګه چې موږ خپل حکومتونه وينو چې تل د بهرنۍ نړۍ د لاسوهنې ښکارکېږي.
زموږ پارلمان هغه اداره ده چې د وکيل د ټاکلو لپاره په کې د زده کړې کوم معيار په دريمه دوره کې هم د ټاکنو خپلواک کميسيون په پام کې ونه نيولو چې دغه وکيلان وکولای شي د خپلې پوهې او خپل پياوړي سياست له پلوه د رنګارنګ دسيسو او فريبونو او چالونو مخه په خپله خاوره کې ونيسي.
همداعلتونه او ستونزې دي چې زموږ پارلماني پياوړې قوه يې له يولړ ستونزو سره په کمزورو ګومارنو سره لاس او ګريوان کړې چې څوک يې په يوه خوا کشوي او څوک په کې په بله خوا د اوبو اوپيپسيانو بوتلونه واروي اونه غواړي چې له دې ځای څخه يوه سالمه او په کارپوه اداره رامنځ ته کړي.

دلته په کارده چې په راتلونکوحکومتونو کې په داسې پارلماني ادارو کار وشي چې هغه واقعي او ولس ته د منلو يو پارلمان وي که چېرته موږ د يوه ښه پارلمان په رامنځ ته کولو بريالي نه شو نوبيا خو حکومت او ولس ته په کارده چې پارلمان په داسې حالاتو کې لغوه کړي او حکومت دې هم نه غواړي چې يو پارلماني نظام د دې ولس لپاره چې زما په فکر د فساد يوه درنده اډه ده رامنځ ته کړي.
په افغانستان کې که وګورو زموږ پارلمان هغه اداره ده چې په مياشت کې په کې په لکونو ډالر لګول کېږي ولې دولت او ولس ترې کومه سالمه ګټه نه شي پورته کولای او نه يو وکيل په يوه اسانۍ څوک پيدا کولای شي چې له هغه سره د ستونزو د هواري په اړه بحث وکړي بس خپل وخت تېروي او ملت سره کومه همکاري چې د دې خلکو دنده ده نه کوي ولس يې تش په ډاګ په دې دوه دورو کې خوشې کړ.
په کار ده چې ملي شورای په ځانګړو شرايطو سره جوړه شي، معيارونه دولت ورته په پام کې ونيسي، حکومت سره په ټکر کې نه وي، د دولت او ملي شورا وينا بايد يوه وي، ولس بايد له خپل پارلمان څخه خوښ وي، کارونه او بودجې په وخت پارلمان ته ولېږل شي او په وخت پاس شي لنډه دا چې کومه مهمه وظيفه چې د دې ډلې خلکو په غاړه ده هغه په کاميابۍ سره سرته ورسوي او ځان د ملت او دولت له خبرو خلاص کړي.

د افغانستان ټول ملت په ځانګړې توګه چارواکي بايد د يوه مرکزي حکومت او ادارې تابع او د هغه ترسيوري لاندې راغونډ او خپل ژوند په ښه توګه تامين کړي، د دښمنانو له بې ځايه بريدونو او حملو څخه ځان او ټولنه خلاصه کړي پرې نږدي چې بې ځايه نور د ولس وينه په دغه خاوره کې تويې شي چې په دې کار سره په ټول هېوادکې يوځل بيا د وير ټغر خور شي.
راځۍ چې په رښتينې توګه له دې ناوړه جګړې څخه چې نه مو مشر پرېږدي او نه کشر ټول يې راته په خپله خاوره کې له تېغه تېر کړل ځان او ټولنه خلاصه کړو او د ارامۍ احساس په خپل کور کې وکړو ځکه په دې څلوېښت کالو کې چې په روانه جګړه کې ولس ووژل شو نو نن به وکيل هم وژل کېږي او خپل کمپاين به دی څرنګه په ډاډه زړه سره د افغانستان د ولايتونو په يوه ولسوالۍ کې کوي له زړه څخه يې يو خدای خبر دی چې دی به څومره کليمې په خپل ځان نن چف کوي.

دا هغه ناوړه جګړه ده چې د ټول افغانستان د ملت په مرسته به له دې جګړې څخه ځان او ټولنه خلاصو ترڅو له دې لارې وکولای شو په دې جګړې برلاسي شو ځان او کورنۍ نوره ارامه کړو، چې فکر کوم دا به د تاريخ په اوږدوکې زموږ د ملت او پارلمان لپاره د بريا يوه ستره لاره وي چې موږ به له دې وروسته په دې لاره روانېږو او دې جګړې ته به په دې خاوره کې د پای ټکی ږدو چې بيا به زموږ دغه کمزوری حکومت چې تل پاکستان او يو شمېر نورو د سيمې هېوادو د ګوليو ښکارشوی له دې ناوړه جګړې څخه د خپل پياوړي پارلمان په وسيله خلاص کړی وي او د نړۍ د رسېدلو پارلمانونو په ليکه کې به بيا زموږ پارلمان يو ولاړ پارلمان وي او تل به د برياليتوب په لټه کې يو.
په افغانستان کې پارلماني نظام ته په کارده چې له هر هغه بهرني ځواک، سياست او وسايلو سره په کلکه مجادله وکړي چې هغه ټول زموږ د هېواد د آبادۍ او خپلواکۍ مخالف وي چې دغه ډول حکومتونه او ځواکونه يې بايد هېڅکله په خپله خاوره کې د خپل ولس په مرسته له دې وروسته ونه منو او نه ورته د دې زمينه برابره کړو چې هغه خپلې رېښې په دې خاوره کې وځغلوي او ملت نور هم د تورو تمبوشاته واچوي.

د حکومت په دننه کې لوړپوړو چارواکو ته په کارده چې رشوت اخيستونکي که هغه وکيلان وي، وزيران وي اوکه واليان وي د ډېر لږ رشوت په اخيستو سره هم بايد محاکمه شي او ولس ته ور وپېژندل شي ترڅو له دې لارې د لوړو رشوتونو مخه هم په ادارو کې ونيول شي او خلک دې ته زړه ښه نه کړي چې په دې کار لاس پورې کړي.
په کارده چې د حکومت مرکزي تشکيلات په راتلونکي کې د همدې پارلمان له خوا په ښه توګه جوړ شي او د ټولو دولتي کارونو مسؤليتونه هم دې خلکو ته تر خپلې وسې پورې په واک کې ورکړي تر څو له له دې لارې اداري کارونه په لنډ او تنګ وخت کې په ښه توګه مخ په وړاندې لاړشي او ولس دې ته مجبور نه شي چې د يوکار د خلاصولو لپاره چارواکو ته پيسې ورکړي او د هغه په وړاندې کارونه خلاص شي او جمهور رئيس ته هم په راتلونکي کې ملامت وي.
په کارده چې زموږ ملي جرګې او ملي شوراګانې په هرو پنځلسو ورځوکې غونډې وکړي او خپلو وزيرانو څخه د کارونو د پرمختګونو په اړه راتلونکی پارلمان پوښتنې وکړي ترڅو دغه ډله چارواکي د بې غمۍ په درانه خوب په دې يويشتمه پېړۍ کې له دې وروسته ويده پاتې نه شي او خپل برياليتوبونه په ښه توګه مخ په وړاندې بوزي چې فکر کوم دابه يوه ډېره غټه بريا او لاس ته راوړنه وي په داسې حالتو او شرايطو کې چې نن ورسره مخ يو.

د افغانستان راتلونکي پارلمان ته په کارده چې د خبرو او مذاکرو له لارې له خپل دولت سره په اړيکه کې شي ترڅو د دولت يو چارواکی هم بې د دوی له اجازې او قانوني چلند پرته نور په ناروا کارونو لاس پورې کړي چې د داسې ناوړه پېښو د مخنيوي په وړاندې به وکولای شو په خپله خاوره کې ډېرو ستونزو ته د پای ټکی کېدو او هغه څه به مو د خپل ملت لپاره لاس ته راوړي وي څه مو چې زړه غواړي او ملت به هم له موږ څخه د داسې برياليو کارونو په وړاندې تل خوشحاله وي.
لکه څنګه چې يو ملت په خپله سيمه، ولسوالۍ او بيا ولايت کې خپل وکيل د پارلماني چارو لپاره ټاکي نو دې وکيل ته هم په کارده چې د دې ملت هرې غوښتنې ته په سړه سينه له دې وروسته ځواب ووايي او د خپلې اساسي کړنلارې په شاوخوا کې يې خبرې د زړه په غوږونو واوري تردې پورې چې دغه وکيل له دې ملت څخه هرڅه قربان کړي دي چې د بلې دورې لپاره بياهم ملت دې ته تيار ناست وي چې همدغه وکيل ته پرته له رشوت ورکولو څخه خپله رايه ورکړي او دغه وکيل يوځل بيا د پارلمان په چوکۍ کېنوي او خپل کار ته دوام ورکړي.

د يوه پارلمان اصلي او حقيقي وکيل ته په کار ده چې دی د افغانستان له ملت سره د وفادارۍ هوکړه وکړي اوخپل ملت ته په ډېر لوړ ارزښت قايل وي، د غلطيو مخنيوی په خپله خاوره او ټولنه کې وکړي پرې نږدي چې له دې ځای څخه يې د ملت په وينولاسونه سره شي او تاريخ هم د دې قضاوت وکړي چې دغه وکيل په حقيقت کې د افغانستان د ملت لپاره يو رښتينی وکيل دی او نه غواړي چې ملت په پارلمان کې د يو دوه افغانيوپه وړاندې وپلوري.

ټولې هغه ناوړه پرېکړې چې تردې دمه د افغانستان په پارلمان کې دننه د ملت استازو کړي موږ له هغو ټولوسره ټکي په ټکي موافق نه يو اوغواړو چې هغه څېرې ملت ته بربنډې کړو او ملت په دې خلکو نور باور ونه کړي چې د دوی رايې يې تل پلورلي او ولس يې په ډاګ پرې اېښی، افغان ملت به د هغو خلکو په وړاندې نورې پرېکړې کوي چې هغه د ملت له درد څخه خبر وي د ملت په درد دردمند وي.
که موږ غوره بريا او تګلارو ته په خپل ذهن او بيا په خپل پارلمان کې ځای ورکړو د سعادت او نيکبختۍ د ګټلو چانس به له بل هر قوم څخه فکر کوم په دې خاوره او ملک کې ډېر وي او په دغه وران او ويجاړ ملک کې به مو د ابادۍ لپاره يوه بله د سرو زرو خښته هم اېښې وي چې دغه کار په نننيو استراري حالاتو کې په کاردی چې ډېر په بېړه صورت ونيسي او يوې نتيجې ته پرې ورسېږو چې په دې کار به مو خپل مملکت د رڼا په لور روان کړی وي.

اېمل افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب