زموږ ملي ویاړونه او نیمګړي قضاوتونه

يو ماښام و چې زمونږ د خپلواکي، سرلوړي او ازادي ژوند د قطبي خرس شوروي يرغل تورو وحشي خپسکو تر مرۍ ونيو. د شوروي ځواکونه افغانستان ته د آمو سيند پر سينه را ننوتل. سپين غر، تورغر، بابا، هندوکش او پامير په خپلو پاکو لمنو کې يو ځل بيا د يو چټل او نجس پردي د شتون خبر ورکړ.
په لسګونو زره شوروي عسکرو ځوږ جوړ کړ، سلګونه بمبارد الوتکې او جنګي څرخکې راغلې، ټانکونه وغړمبېدل، بمونه وغورځېدل، سکاډ او لونا وغوريدل او مرمۍ وشغېدې. کورونه کنډواله او کلي ړنګ شول او ملت د نزدې دوه مليونه انسانانو قرباني ورکړه او هاخواته نزدې پنځلس زره شوروي عسکر هم ووژل شول. دلته باید پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د بربنډ تيري ترشا د امریکا په احتمالي لاس لرلو هم يو لنډ مکث وکړو؛ د ډول ډول وحشي کړنو د ارتکاب له امله په دوهمه نړيواله جګړه کې امريکا په لوړه کچه منفوره شوې وه، په ويتنام کې ماتې هم د امریکا اعصاب خراب کړي وو، له شوروي څخه د ويتنام د ماتې غچ اخیستو ته يې لارې چارې لټولې، سړه جګړه د شوروي اتحاد په ګټه روانه وه، دریمې نړۍ سوسياليزم ته د ژغورنې د پديدې په سترګه کتل، د ناپېيلتوب خوځښت پياوړي مشران د امريکايي امپرياليزم په پرتله سوسياليزم ته متمایل ښکاريدل. امریکا له ډيرو څيړنو او کرويږنو وروسته وپتېیله چې د کمونيزم د مخنیوي لپاره د انقلابي مسلمانانو مرسته ترلاسه کړي.
ځينې نړيوالې ليکنې شته چې په کابل کې د کمونیستي کودتا په بريا کې له KGB سره د CIA پټ لاس او بيا پر افغانستان باندې د شوروي يرغل لپاره CIA KGB ته شين چراغ روښانه کړی و، پر افغانستان باندې د شوروي يرغل ته د امریکا سوړ غبرګون ددغې غيرمستقيمې مرستې ښکاره ثبوت دی. هغه ورځ د شلمې پيړۍ معجزه وه چې د افغانانو د ايثار خورا لوړې بيې ورکولو وروسته د نړۍ تر ټولو ځواکمن لښکر د ايمان پر وړاندې ماتې وخوړه او د شوروي ځواکونو وروستى جنرال د حيرتانو پر پله داسې واوښت چې شاته يې نه کتل او له ځان سره يې هغو ټولو مشرانو ته ښکنځل کول چې دلته يې ځواکونه رالېږلي وو. مونږ لا د مخه هم د کابل او طالب وسله والو مشرانو ته ويلي دي او اوس بيا هم وایوو چې مخکې له هغې چې اوبه بيا له ورخه واوړي، د افغانانو سرښندنې پر سيند لاهو شي، ترمنځ یې د واک او ارګ پر سر يوه بله منحوسه منفوره او مردوده جګړه ونښلي، زمونږ ټاټوبی بيا د نړيوالو، سيمې او ګاونډيانو د ناروا رقابتونو ډګر وګرزي، کابل او د هيواد نور ښارونه یو ځل بيا د د واک د مجنونانو ترمنځ د کنډوالو ننداره وړاندې کړي او يو ځل بيا افغانان د خپل ټاټوبي پريښودو ته اړ شي، راځئ د احساساتو له دلدل او د خيالي اسونو له زین څخه لږ را ښکته شئ، لږ د هيواد وران ويجاړ حالت او د ولس بيساري فقر، بيکاري او بې شميره ستونزو، په نړۍ، سيمه او ګاونډ کې روانو بدلونونو ته ښکته او پورته يو ځغلنده نظر واچوئ او وګورئ چې ستاسو ولس په یوه ګوله ډوډۍ پسې په پرديو هيوادونو کې کله د انساني وحشت، کله د دښتي ژويو او کله هم د سمندري ماهيانو خوراک شو.
زمونږ ملت د خپلو عادي رنځونو د علاج لپاره بهرنيو هيوادونو ته د تګ لپاره اړ دی، پرديو يرغلونو، کورنیو جګړو، د زور له لارې د سياسي واک لاسته راوړلو حرص او تحميلي حکومتونو د افغانستان د بي طرفۍ، خپلواکۍ او استقلال اړخونه وځپل. د ولسي اقتدار په استقرار سره به دغه ملت ته فرصتونه پيداشي چې د کلونو کلونو ظلمونو او بې عدالتیو له امله جوړ شوي ټپونه سره سرېښ او د ملهم په ايښودلو يو د بل سره وصل او درملنه وکړي.
زموږ د هيواد ماشومان د زدکړو لپاره ښوونځی نه لري او مونږ ټول، بيا وايم موږ ټول پرديو ته اړ يوو، زموږ هيواد د خپلو اړتياوو د پوره کېدو لپاره له نړۍ څخه په ګدايۍ چليږي. زموږ په هيواد کې هره ورځ لسګونه بيګناه خلک په پرديو بمونو وژل کېږی. تېر تاريخ او د وروستيو څلورو لسيزو ترخو تجربو وښودله چې د پرديو لاسوهنو او د توپک د شپېلۍ په زور د سياسي واک ترلاسه کولو شيطاني حرص له امله په ميليونو افغانان د خاورو خوراک، سلګونه زره ميندې بورې، کونډې او ماشومان یتیمان او په ميليونو معيوب، معلول او معتاد شول؛ وطن په لوټو بدل او د مختلفو ناورينونو په ګرداب کې د غرقېدو په حال کې شو، انسانيت کډه وکړه، مقدسات تر پښو لاندې شول، ملت مو ګداګر شو، فساد مو د ولس ژوند ګواښي او ظلم پر یو دود بدل شو.
زموږ هيواد د نړۍ د فاسدو هيوادونو په سر کې ځای لري. موږ ځمکني واقعیتونه نشو ارزولاى، موږ نيمګړي او يو اړخیز قضاوت کوو، موږ ځان غلطوو خو نړۍ نشو غلطولاى، زموږ ولس د سرونو د قرباني په زور پردي يرغلګر اړ کړل چې زموږ هيواد پريږدي خو موږ کله هم ولس ته نه وویل چې د يرغلګرو ايستل زموږ يوازنۍ موخه نه، بلکه د يو داسې واقعي اسلامي نظام جوړول چې ملي بنسټونه ولري او يو ازاد، اباد، ښېرازه او خپلواک افغانستان جوړول زموږ د جهاد او مبارزې اهداف جوړوي چې موږ د دغو موخو په ترلاسه کولو کې مطلقاً پاتې راغلي یوو. هغه ورځ به له يرغلګرو څخه د نجات او د خپلې ملي بريا ورځ لمانځو چې موږ يو او بل ته دښمن نه، ورور ووايو او ان تر دې چې يو ځای د يو روښانه او پرمختللي راتلونکي پر لوري روان شو، هغه ورځ به موږ ته د افتخاراتو او وياړونو زيری راوړي چې يووالی، زغم، هيواد پالنه، سمون او بدلون له خپله ځانه پيل کړو. هغه وخت به مو يرغلګرو ته ماتې ورکړې وي چې موږ هر يو د تيرو څلوېښتو کلونو سهوې، تيروتنې او ګناهونه ومنو. هغه ورځ به فتوحات لمانځو چې کله په دغه ګډ کور کې د ارام او سوکاله ژوند کولو، په ګډه د دغې خاورې د ابادولو او د هيواد دښمنانو ته د ځواب ورکولو چل او هنر زده کړو.
عبدالوحید وحید

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب