زنا یې کړې وه اوس واده سره کوي، روا ده او که ناروا؟

پوښتنه:

یوه سړي له یوې پیغلې سره زنا کړې ده چې په پایله کې یې هغه امیندواره شوې ده، اوس دغه سړی غواړي چې له هغې سره واده وکړي، نو آیا د دوی واده سره روا دی؟ او که دغه ماشوم وزیږیږي نو له دغه زناکار نه به میراث وړلی شي او که له دغې مور نه؟ او آیا که دوی سره واده وکړي نو له زنا نه بیدا شوي ماشوم نه به یې نورې خویندې پرده کوي او که نه؟

دوکتور عجیل النشمي یې ځواب وایي:

ځواب:
وروره! پدې کې فقهاء بیلابیل نظرونه لري چې ایا د زنا نه امیندوارې شوې ښځې نکاح صحیح ده او که نه؟ امام مالک (رح) او امام احمدبن حنبل (رح) خو پدې اند دي چې له زنا نه امیندوارې شوې ښځې نکاح نه له دغه سړي سره صحیح ده چې زنا یې ورسره کړې او نه له بل چا سره ترڅو دغه په خیټه ماشوم ونه زیږوي، ځکه چې حدیث شریف دی چې (لا توطا حامل حتی تضع) امیندواره ښځه چې ماشوم ونه زیږوي څوک ورسره واده نشي کولی، ابوداوود ۲/۶۱۴ او بیهقي ۷/۴۰ روایت کړی دی او حاکم ۲/۱۹۵ د مسلم په شرط صحیح بللی دی  او ذهبي هم تایید کړی دی.

امام ابوحنیفه (رح) او امام شافعي (رح) پدې اند دي چې د ماشوم له زیږیدلو مخکې هم د دوی دواړو نکاح صحیح ده ځکه چې د هغې امیندوارې ښځې چې له خپل میړه نه یې حمل اخیستی نکاح خو د هغه د هغه د میړه نه د نسب د ثبوت له امله حرام دی ترڅو چې د هغه د اوبو نه ماشوم په خیټه وي بل څوک ورسره نزدې کیدای نشي ځکه چې نسب یې له ده نه خوندي پاتې شي اما دزنا له اوبو نه نسب نه ثابتیږي ځکه چې حدیث شریف دی چې (( الولد للفراش و للعاهر  الحجر )) ماشوم دمور دی او میړه ته هسې ډبره ده ، امام بخاري ، فتح الباري ۳۲/۱۲  او مسلم ۲/ ۱۰۸۰  روایت کړی دی.
فقهاء پدې سره اتفاق لري چې د زنا نه زیږیدلی ماشوم له مور او دهغې له خپلوانو نه  او هغوی هم دده نه  میراث وړي اما له زناکار سړي او دهغه له خپلوانو نه میراث نشي وړلی ځکه چې هغه سره هیڅ اړیکه نلري او نه خو یې ترې نه نسب ثابتیږي، نسب په حقیقت کې دمیراث وړلو لباره اساس او لامل دی.
نو پدې اساس که یوه سړي له یوې ښځې سره زنا وکړه او ماشوم ترې وزیږیده بیا یې سره خپل مینځ کې واده هم وکړ او بل ماشوم یې وزیږیده نو دواړه ماشومان د مور له پلوه سره وروڼه دي او خپل مینځ کې دمور لخوا سره میراث وړلی شي او هغه یې د تړاو اساس هم دی.
مور باید شیدې ورکړي چې رضاعي زوی یې شي نو بیا به یې له نورو خویندو سره هم اړیکه پیدا شي او هغه ستونزه به چې هغوی ترې نه پرده وکړي  لرې شي.
سرچینه: المجمتع مجله، ۱۸۵۱ ګڼه
ژباړه: عبدالفتاح جواد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب