زيتون یو روغتیا بخښونکی نبات| قرآن علمي اعجاز

زيتون داسې خواړه دی چې په قرآن کې یادشوی . ننۍ پوهې ثابته کړې چې نه یواځې یوخوندور خواړه دی بلکې دروغتیا لپاره هم یوه ګټوره منبع ده.

قسم په اېنځرو اوزیتونو(التين 1).
دنور دسورې په ۳۵ آیت کې دزیتون غوړو ته مبارک خطاب شوی:

دزیتون له مبارکې ونې نه روښانه شوی .
د “مبارک” کلمه زيتون  یو سپېڅلی اومبارک شی معرفی کوی.دزیتونو غوړی دخوړلو دډیرو ښوغوړیو څخه حسابېږی ددغو غوړو ګټې دادی:

 د زړه اونورو رګونو لپاره یی ګټې :
دزیتونو غوړی کلسټرول نه لری دغه غوړی نه یواځی چې کلسټرول نه لوړوی دهغه کنټرول هم کوی . زیتون اومیګا ۶ هم لری . څېړنو ښودلې کله چې یو څوک دورځې یواځې دوه کاچوغې دزیتونو غوړ وخوری نو په وجود کې به یی زیان رسوونکی کلسټرول کم وی اوانتی اوکسیدایتونه به ډیروی.
زیتون داومیګا ۳ اواومیګاه ۶ تناسب ساتی اودا ډیره مهمه خبره چې ددې دواړو ترمنځ انډول وساتل شی. چې له هغه پرته به دزړه ، سرطان اونورې ناروغۍ رامینځته شی.
دامریکې دزړه انجمن توصیه کوی چې دزیتونو دغوړو خوړل داسې دی لکه چې په خوړو کې دغوړو کچه راټیټه کړی اودزړه ناروغی هم لږې کړی.

 د سرطان وقایه:دداخلې طب څېړنو ښودلې هغه مېرمنی چې زیتون خوری لږ دسرطان په ناروغۍ اخته کېږی .دغه راز په زیتونو کې داسې ماده شته چې دپروستات له سرطان څخه مخنیوی کوی.
داکسفور دپوهنتون څېړنو ښودلی چې زیتون دکولمو دسرطان مخنیوی هم کولای شی. زیتون دمعدې داسیدونو سره تعامل کوی اودسرطان مخنیوی په لومړی وخت کې کولای شی. دغه راز داموندل شوی چې زیتون صفرا لږوی اوددای امین اوکسیدیز انزایم ډیروی چې دا په ښه توګه دسرطانی حجرو مخنیوی کوی.

دمفصلونو دپړسوب وقایه :

هغه څوک چې دزیتونو غوړ خوری دمفصلونو دالتهاب په ناروغیو نه اخته کېږی.

دهډوکو وده:

په شحمو کې دګډو شویو ویټامینونو لکه  A, D, EوK  د هډوکو دودې لپاره اړین دی. دزیتونو غوړی په ډیر عمرلرونکو کسانو کې ژر جذبېږی اودهډوکې دکلسیم دضایع کیدو مخنیوی کوی نو زیتون داسکلیټ په کلکوالی هم ښه اغېزه کولای شی.

 دژر بوډاکیدو مخنیوی کوی:
داچې په زیتونو کې شته ویتامینونه دحجرو په بیا جوړیدو کې مثبته اغېزه لری نو پوستکی تازه ساتی اودزړښت مخنیوی کوی. په زیتونو کې دډیر انتی اوکسیدانت دشته والی له کبله هم دخوړو دموادو داستقلاب مخنیوی کیږی اود بدن دانساجو دزړښت مخنیوی کوی . په زیتونو کې دویتامین E  دشته والی له کبله دبدن دحجرو خرابیدو مخینوی کېږی.

دماشومانو وده:
اوميگا 6 دماشومانو دروغتیا اوودې لپاره ډیر ښه خواړه دی . دزیتون انتی اوکسيدانتونه ګټوروی په زیتونو کې دشحمی اسیدونو شته والی دحجروی غشا په جوړیدو کې مرسته کوی.
دزیتون غوړی ډیر متوازن شحم چې نامشبوع وی لکه شیدی په ځان کې لری له همدې کبله دشېدې خوړونکو لپاره ډیره ښه خواړه ګڼل کېږی. دامیدواری په بهیر کې دماشوم داعصابو دودې لامل ګرځی، دامیندواره میندو لپاره یی دخوړو توصیه کېږی . که چېرې دزیتونو غوړی دغواله شیدوسره چې پېروی یی ټول شوی وی یوځای شی دمور دشېدوپه ځای ترې ګټه اخستلای شو.

دوینې دفشارتنقیص:
دداخلې طب آرشیف په ۲۰۰۰ میلادی کال کې دزیتونو پردې اغېزو پوه شو اوهغه یی مطالعه کړی دی.

دبدن دننه غړو لپاره یی ګټې:
دزیتونو غوړی دګېډې دپړسوب ، ټپ اوتیزابی کیدو مخنیوی کوی . دصفرا کیفیت ښه کوی ، دصفرا بهروتل آسانوی اودصفرا ډبرې مخنیوی کوی . په هغه کې دموجودو کلورایدو له امله ځیګر سره مرسته کوی چې له بدن څخه زیان لرونکی مواد دفع کړی . پردماغی شریانونو هم مثبته اغېزه کوی دکلوګوز له کنټرول سره مرسته کوی اودشکرې ناروغی مخنیوی کوی.
څه ډول مو چې ولیدل پوهان په خوړو کې دزیتونو دخوړو دزیاتولو توصیه کوی. زیتون باید دهروخوړو اساسی برخه وی .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب