زيړی څه شی دی او څنګه انتقالېږي؟

له طبي پلوه ژیړی په ډيرو ډولونو ویشل شوی چې تر ډيره د ځيګر په پړسوب تعبیریږي .

ژيړی کیدای شي ویروسي ، باکتریايي ، د زهرو او مسمویت او د ډيرو الکولو د څښلوله امله را پيدا شي او داسې هم کیدا ی شي چې د صفراء د تیږو له امله کلمو ته د تریخي مجراء بنده او په وینه کې د بیلروبين سویه لوړه شي چې یو غیر میکروبي ژیړی را منځته شي ..

غواړو ژيړي په ویروسي ډول لږ وڅېړو:

لومړی هم سپين ژيړی یا هیپاتایت اې

دې ناروغۍ ته عام شموله چې ټول کسان پرې اخته کیدای شي ناروغي ویل کیږي او عامل ېې هم یو ویروس دی چې د اوبو ، غذايي موادو ، ککړو لاسونو او په ویروس د ککړو لوښو له لارې د انسان بدن ته ننوزي .

د دې ناروغۍ د تفریخ یا هغه پړاو کې ویروس بدن ته ننوتلی وي خو د ناروغۍ علامې نه وي څرګندې شوې له ۱۵ تر ۴۵ ورځو د ی.

دا ویروس د ناروغۍ له پیل له یوې تر دوو اونیو او د ناروغۍ له ښه کیدو تر څلورو اوونیو وروسته هم د ناروغ په غایطه موادو کې بهر ته دفع کیږي چې د نورو سالمو کسانو په ناروغۍ د ککړیدو لامل ګرځي .

داسې ویل کیږي چې کابو ټول کسان یو ځل په دې ناروغۍ اخته کیږي .

دا په ماشومانو کې هم وي او په لویانو کې ېې هم امکان شته خو ځيني ناروغان مشخصې علامې لري او ډير نور ېې له کومو علایمو پرته ناروغي تیروي .

لکه چې وړاندې مو هم یادونه وکړه له دې امله چې ناروغي د خولې له لارې انتقالیږي فردي حفظ صحه ډيره مهمه ده په تیره که په شا او خوا کې دا ډول کوم ناروغ هم شتون ولري .

د ناروغ مدفوع یا غایطه مواد باید په چاپيریال کې خواره نه شي بلکې یا خښ یا وسوځول شي او ټول خوراکي مواد په تیره سابه او میوې باید له خوړلو وړاندې ښه پاک په انتي سپتیک موادو ووینځل شي ،ښه پاخه شي او بیا وخوړل شي .

همداراز د ناروغ ټول وسایل باید ضد عفوني شي چې بیا هم کلورینشن تر ټولو مهم دی .

یعنې د ناروغ ټول وسایل باید له مینځلو وړاندې د کلورینو په ۵ سلنه محلول یا اوبو کې د لسو یا ۱۵ دقیقو لپاره واچول شي او بیا ووینځل شي .

کلورین هم ارزانه او هم مطمین مواد دي .

حتې یو شمیر ډاکتران وايي د ژيړي ، تور ژيړي ،ایچ آی وي او سفلیس میکروبونه له کلورین پرته له نورو ټولو عامو انتي سپتیکو په وړاندې تر یوه حده مقاومت لري .

ډاکتران او هغه کسان چې په کلیو او بانډو کې په طبي برخه کې کار کوي بايد له کلورینو په خپلو مطبونو او معاینه خانو کې د انتي سپسې لپاره پوره ګټه واخلي تر څو د تور ژيړ ي او ایډز په شان د خطر ناکو ناروغیو د انتقال مخه تر یوه حده ونیول شي .

همداراز نایانو او سلماني خانو والا وو ته هم باید د سیمې ډاکتران د هغوی د وسایلو د انتي سپسې لپاره کلورین ورکړي او د استعمال لاره چاره ېې ورته وښيي .

د هیپاټایت اې یا سپين ژیړي واکسین هم شته چې ماشومان تر لسو کلو په دې ناروغۍ له ککړیدو ژغوري .

په امریکا کې د دې واکسین له دودیو او کاریدو وروسته د سپين ژيړي پيښې تر ۹۰ سلنه راکمې شوې دي .

البته موږ باید د کور ټول هغه وسایل چې د بدن له وینې سره په تماس کې راتلی شي لکه ناخن ګیر ، قیچي یا بیاتي ، او چاقو ګان د کلورینو په وسیله وخت ناوخته پاک کړو .

تور ژيړی :

یا هیپاټایټ بي :

دا ناروغي یا ساري خطرناکه او مزمنه ناروغي ده چې لامل ېې هم ویروس دی چې H B V نومیږي دا ویروس په وینه ، مني او د وجود په نورو مایعاتو کې هم شته چې د وینې له لارې په پراخ ډول انتقالیدلی شي .

همداراز د تور ژيړي د انتقال بله مهمه لار جنسي تماس دی او له مور هم ماشوم ته انتقالیدی شي .

په وینه کې د دې ویروس شمیره دومره ډيره ده چې د ایډز په پرتله په لسګونو ځله زر د وینې له لارې انتقالیدلی شي .

دا یو مزمن ویروس دی چې په کلونو کلونو په بدن او وینه کې ژوندی پاتې کیږي .

دا ناروغي د بدن له دفاعي سیستم سره هم تړاو لري چې له همدې امله هغه کسان چې وجود ېې د غړو د پيوند ، ټپي کیدو ، دیالیز ، شیمو ترابي ، او نورو ناروغیو له کبله کمزوری شوی وي ډير زر په دې ناروغۍ اخته کیدلای شي .

ویل شوي د ایډز ۹۰ سلنه ناروغان په تور ژيړي هم اخته دي او د ایچ سي وي غوڅ اکثریت ناروغان هم د ايچ بي ایس مخینه لري .

د ناروغۍ د تفریخ پړاو له ۴ تر ۶ اونیو خو کله کله څو کاله مودې ته اوږدیږي .

کابو له ۳۰ تر ۴۰ سلنه د ایچ بي ایس ناروغان هیڅ ډول د ناروغۍ علامې نه لري خو تر یو سلنه کم ېې بیا شدیدې علامې لري چې ډير زر ېې د ځیګر د له منځه تلو او مرګ لامل ګرځي .

د هیپاتیت بي تشخیص :

د ډيرو علمي راپورونو او څيړنو په اساس په بي هیپاتیت یا ایچ بي ایس ککړ اکثریت ناروغان له خپلې ناروغۍ خبر نه وي او کلونه له ککړیدو وروسته د خپلې ناروغۍ په اړه پوهیږي .

په همدې اساس ډيری ناروغان وړاندې تر دې چې د ځان په اړه مالومات پيدا کړي یو شمیر نور هم په دې ناروغۍ ککړو ي.

د مثال په ډول خپله میرمن او ماشومان

دا ناروغي په وینه کې د ایچ بي ایس انتي جن د اندازې مالومولو له لارې تشخیصیږي او د هغه کسانو چې په وینه کې ېې د ایچ بي ایس انتي جن تیسټ مثبت وي په دې معنی دی چې نوموړی په خپله وینه کې ایچ بي وي ویروس لري .

له دې وروسته د ناروغ عمومي حالت ، د ناروغ د ځیګر وضعیت ، د ځيګر اندازه ، د ځيګر اړوند څو ټيسټونه او یو شمیر نور ټيسټونه په بدن کې د ویروس فعالیت په ډاګه کوي .

که په یوه کورنۍ کې د یوه غړي په وینه کې ایچ بي ایس مثبت وي باید د کورنۍ نورو غړو ته هم معاینه وشي .

همداراز مثبت کسان هم باید په هرو دریو یا شپږو میاشتو کې د ځيګر د فعالیت له نظره معاینه شي تر څو د ځيګر له احتمالي تخریب مخه ونیول شي .

د هیپاتایت بي ناقلین :

چې په خپله په ناروغۍ اخته وي خو هیڅ ډول علامه نښې یا عارضه نه لري دا کسان په وینه کې ویروس لري او نورو ته ېې انتقالولی شي .

د دې کسانو ځیګر او فعالیت ېې باید په هرو دریو تر شپږو میاشتو وکتل شي چې دا چاره د ناروغۍ د را منځته کیدو په لومړي سر کې د هغه د ډاکتر د خبریدو او تر ممکنې کچې د هغه د درملنې چانس ډيروي .

باید ووایو تر ډیرې کچې سالم ناقلین د ناروغۍ کومې ځانګړې نښې نه لري او په اصل کې د ناروغ د بدن د دفاعي سیستم او ویروس په منځ کې یو جوړ جاړی را منځته شوی وي چې په یو بل غرض نه لري .

دا جوړ جاړی تر کلونو کلونو حتې د ناروغ د عمر تر پایه پاتې کیدای شي خو په یو شمیر کې ویروس ناروغي را منځته کوي چې له همدې امله د ناروغ د ځيګر د فعالیت مالومول اړین دي .

څیړنې ښيي په هرو سلو تنو کې چې په وینه کې ېې ایچ بي ایس مثبت وي د درملنې له امله ېې یواځې له یو تر دوو تنو په دې توانیږي چې له خپلې وینې ویروس پاک او د ایج بي ایس ټيسټ په کې منفي شي .

په هغو ناروغانو کې چې د ځیګر تخریب او سیروز هم را منځته شوی وي دا امکان شته چې د ځيګر تخریب ورو ورو ډير شي او ناروغ له منځه یوسي .

لکه وړاندې مو هم چې وویل د ایډز ډير ناروغان په ایچ بي ایس هم اخته وي حتې ایچ سي وي هم لري په دې ناروغانو کې د ځيګر سیروز زر را منځته کیږي او د ځیګر د له منځه تلو خطر څو چنده زیات وي .

د ایچ بي ایس درملنه :

که ناروغي په حاد شکل کې وي درملنه اړینه نه ده بلکې ناروغ ته باید مسکن درمل او مایعات ورکړل شي .

د مزمنو ناروغانو لپاره یو شمیر درمل شته چې موخه ېې په وینه کې د ویروسونو د شمیر کمول او د کبدي انزایمونو دکچې کمول دي .

د دې ناروغۍ د درملنې لپاره هم انټرفیرون الفاء ورکول کیږي چې د ناروغۍ له پرمختګ ښايي مخنیوی وکړي دا درمل یو پروتین دی چې د بدن بیلابیل انساج ېې هم په ناروغۍ د اخته کیدو وروسته تولیدوي تر اوسه د دې درملو د اغیزې میکانیزم نه دی مالوم خو ښايي په مستقیم ډول په ویروسونو اغیزه ولري او یا هم د هغو په مقابل کې د بدن دفاعي ځواک پياوړی کړي .

وقایه :

له نیکه مرغه د هیپاتایت بي واکسین اوس مهال موجود دي او له پنځو کلونو د وړو ماشومانو د واکسینو په لیست کې هم شامل شوي دي .

په دې معنی چې که خپلو ماشومانو ته په وخت واکیسن ولګوی نو هغوی له نورو ډيرو خطرناکو او وژونکو ناروغیو په څير د ایچ بي ایس په وړاندې هم مقاومت پيدا کوي او بیا په دې ناروغۍ نه ککړیږي .

له نیکه مرغه اوس مهال د لویانو لپاره هم په افغانستان کې د تور ژيړي واکسین شته که په ښه ډول په یخچال کې ساتل شوي وي او په وخت ولګول شي مصیونیت را منځته کوي .

دا واکسین په دریو دوزونو کې لګول کیږي د لومړي دوز له اخیستلو وروسته دوهم ېې یوه میاشت وروسته او دریم ېې هم شپږ میاشتې وروسته لګول کیږي یو شمیر ناروغان چې په وینه کې ېې د انتي باډي شمیره کمه وي یوه بل اضافي دوز ته هم اړتیا لري .

یوه خبره مهمه ده او هغه دا چې د ایچ بي ایس د واکسینو له اخیستو وړاندې حتماً د هغې د مجاز استعمال تاریخ یا ایکسپایر ډټ وګورۍ او په ویلونو باندې یوه سپین رنګه مربع وګورۍ هر څومره چې هغه مربع سپينه وي واکسین هم تازه او د اسعتمال وړ وي خو که هغه مربع ډیره خړه شوي وي حتې بیخي توره شوې وي نو مه ېې لګوی .

په دې ناروغۍ ککړیدل په سن او جنس پورې کومه اړه نه لري او په هر سن کې خلک نر او ښځې دواړه په دې ناروغۍ اخته کیدلای شي .

د راپورونو په اساس په ټوله نړۍ کې کابو ۲۰۰ میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته د ي چې یو میلیون ېې په امریکا کې ژوند کوي .

د دې ناروغۍ ډیر تر خطر لاندې کسان ډاکتران جراحان طبي کارکوونکي د لابراتوار کارکوونکي د وینې په بانکونو کې کارمندان معتادان ، له جنسي پلوه بې بند وباره کسان او هغه کسان دي چې له ناروغوکسانو سره له نږدې تماس لري .

د وینې د انتقال پر وخت باید په حتمي ډول د ایچ بي ایس ، ایچ سي وي ایډز او سفلیس ناروغیو ټيسټ وشي او له ډاډه کیدو وروسته ناروغانو ته وینه تطبیق شي .

ډاکتران باید د ناروغانو د معاینې پر وخت ټول لازم او اړین اقدامات چې د ناروغیو له انتقال د مخنیوي په خاطر نیول کیږي ونیسي لکه د دستکشونو استعمال ، او نور .

په ایچ بي ایس د دککړ ناروغ له درملنې په تیره جراحي عملیاتو وروسته باید ټول هغه وسایل چې له ناروغ په تیره د ناروغ له وینې سره په تماس کې راغلي لومړی کلورونیشن او وروسته بیا تعقیم شي .

که څوک اسلامي لارښوونې په بشپړ ډول عملي کړي، او ناروا جنسي اړيکو څخه ځان ساتي، نو له ایچ بي ایس څخه به هم ژغورل شوی وي ځکه چې دا ويروس د جنسي اړيکو څخه هم انتقالیږي.

یواځې په ایران کې کابو دوه میلیونه کسان په دې ویروس اخته دي او ویل کیږی په افغانستان کې هم ګڼ شمیر خلک په دې ناروغۍ اخته دي خو دقیقه شمیره ېې نه ده معلومه.

ایچ سي وي :

دا ناروغي هم ایچ بي ایس ته ورته ده خو تر هغې ډيره خطرناکه ده .

په امریکا کې کابو ۳ نیم میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته دي خو په ایران او افغانستان کې بیا په دې ویروس د اخته خلکو شمیر کم دی .

د شمیرنو په اساس د ایران دوه لکه کسان په خپله وینه کې دا ویروس لري .

د دې ناروغۍ د انتقال لارې هم ایچ بي اس ته ورته دي یعنی جنسي تماس ، د وینې له لارې او له مور نه ماشوم ته .

دا ویروس تر ایچ بي ایس ډير زر ځیګر له کاره غورځوي او په امریکا کې د ځيګر د پيوند تر ټولو عمده لامل د ایچ سي وي شتون دی .

دا ناروغي له دې پلوه هم خطرناکه ګڼل کیږي چې د ایچ بي ایس په څیر واکیسن نه لري .

هیڅکله د بل چا یا استعمال شوي سورنج څخه کار مه اخلی . هغه خلک چې خالونه وهي یا په غیر طبي ډول پوزې او غوږنه سوري کوي او معتادان له طبي کارکوونکو سره یو ځای د دې ناروغۍ تر ډير خطر لاندې دي .

ویل شوي کابو په دریمه برخه ناروغانو کې بدن ته د ایچ سي وي د انتقال لاره مبهمه او نامالومه ده .

د دې ناروغۍ اکثر ناروغان هم د ایچ بی ایس په څير مشخصې علامې نه لري خو یو شمیر ېې په زیړي اخته کیږي ادرار ېې تور بخون خو غایطه مواد ېې کم رنګه کیږي .بې اشتهايي ، استفراق تبه او کمزوري هم په یو شمیر ناروغانوکې وي .

د ایچ بي ایس په څير د دې ناروغۍ د درملنې لپاره هم انټرفیرون الفاء ورکول کیږي چې د ناروغۍ له پرمختګ ښايي مخنیوی وکړي دا درمل یو پروتین دی چې د بدن بیلابیل انساج ېې هم په ناروغۍ د اخته کیدو وروسته تولیدوي تر اوسه د دې درملو د اغیزې میکانیزم نه دی مالوم خو ښايي په مستقیم ډول په ویروسونو اغیزه ولري او یا هم د هغو په مقابل کې د بدن دفاعي ځواک پياوړی کړي .

(له ډاکټر عماد الدين پژواک څخه په مننه).

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب