زکات کومو خلکو ته په کومه طریقه ورکول شي؟

مسکینانو ته د زکات ورکولو مسایل

  1. غوره داده چې مسكين ته دومره روپۍ وركړي چې لږ تر لږه یې ديوې ورځې كار خو پرې وشي ,اوپدې ورځ له چا څخه بسپنې اخیستلو ته اړ نه شي .
  2. يوه مسكين ته دومره مال وركول چې د ډير والي له امله يې په مسكين زكات فرض شي مكروه دي , خو كه بيا هم فقير ته چا دومره مال وركړ نوزكات يې ادا كېږي , او تردې لږ مال وركول بې له كراهيته روا دي .
  3. كه كومه ميرمن چې تنګلاسي يې ټولو ته څرګنده وي يا هم دپور په نه ادا كولو كې وتلې وي چاته دپور غوښتلو په موخه راشي نو زكات وركوونكى هغي ته دپور په نامه دزكات پيسې وركولای شي البته په زړه كې به يې دا وي چې زه دا روپۍ دې ميرمنې ته دزكات په بڼه وركوم نو زكات ادا كېږي , كه څه هم دغه ميرمن به دا فكر كوي چې ګواكې هغې ته دا پيسې دپور په توګه وركړل شوي دي .
  4. كه دزكات وركوونكي په كوم مسكين باندې د ساري په توګه لس روپۍ پور باندې وې نو زكات وركوونكى دا روپۍ دزكات په بڼه مسكين ته نشي وربښلای , البته كه يې لس روپۍ زكات مسكين ته وركړې او بيا يې بيرته له مسكين نه دخپل پور په بدله واخيستې نو دا روا دي , او زكات هم ادا كيږي .
  5. كه دزكات وركوونكي دزكات روپۍ پخپله مسكين ته ورنكړې بلكې بل چا ته يې وركړې او ورته ويې ويل چې ته دا روپۍ زما له لورې مسكينانو ته دزكات په بڼه وركړه ، نو كه چېرې هغه سړي دغه روپۍ مسكينانو ته وركړې ،خو د وركړي پر مهال يې دزكات نيت هم نه وو نو بيا هم زكات ادا كېږي .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب