زیاته لېوالتیا دبریالیتوب لاره

له یوه جاپاني حکیم نه خپل شاګرد پوښتن وکړه :څنګه کولی شم حکیم وګرځم ؟ جاپاني حکیم کوچیډو کونډو ورته وویل : په زیاته لیوالتیا کې دبریالیتوب راز نغښتی دی ، داراز یو شل کلن ځوان کاټیډرل له خپل مشهور استاد روبرټ چولر نه پوښتنه وکړه : څنګه کولی شم ستاپه څیر بریالی اونوماند لیکوال جوړ شم ؟ هغه ورته وویل : که ستا لیوالتیا زیاته وه چې ستا څه زړه غواړي هغه کیدلی شې ، ځوان پوښتنه وکړه چې زیاته لیوالتیا یعني څه ؟ ډاکټر روبرټ چولر ورته کړه : هغه داسې چې له تاسره له خوب نه مخکي هم دلیکوالي فکر وې ، او سهار مهال چې پاڅیږې نو لومړۍ شی چې ستاپه دماغ کې راپورته کیږې هغه به لیکوالي وې ، هروخت او هرځای چې ته خبر کوې یا سوچ اوفکر کوې دلیکوالي په اړه به وې ، کله چې ستاپه ټولو افکارو دلیکوالي فکر مسلط او ولکه ټینګه کړې اوپه وینه کې دي جریان پیل کړې ؛ دي ته زیاته لیوالتیا ویلی شو او دا بریالیتوب لاره ده .

په دي اړه د سید جمال الدین افغان رحمه الله یوه وینا هم مشهوره ده هغه وایې انسان که رښتینی تکل اوپوخ هوډ ولرې له نبوت پرته هرمقام ته ځان رسولی شې او نبوت یواځي الهي ورکړه ده هغه ته په انساني هڅو سره رسیدل ندي شوني ، په دي کې شک نشته چې په هرکار کې وتلی ځای او لوی بریالیتوب ترلاسه کول خورا ډیرو هڅو او زیاتو منډو ترړو ته اړتیا لرې اوکه په انسان کې له خپلي موخي او ټاکلی هدف سره د لیونی میني یا زیاتي لیوالتیا محرک نه وې دومره ډیر کار نشي سرته رسولی ،دپوهانو دا حکیمانه خبري مو ږ تردي په پراخه کچه د قرانکریم په دي ایت شریف کې : وان لیس للانسان الا ماسعي ، موندلی شو او د قرانکریم په دي ایت کې دا مطلب او معنا په ډیره لنډه او ښایسته توګه ځای کړل شوی دی . یعني …او داچې انسان به یواځي دخپلو هڅو میوه ترلاسه کوې .

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب